سړی نه یم – ټوکې ټکالې

د ږیری سره ټکر :
ملا نصرالدین پر بایسکل سپور وو او د ښځی سره یی ټکر وکړ . ښځه ور ته په غصه شوه او ملا ته یی وويل : نه شرمیږی چی دا لوی ږیری سره ټکر کوی ؟ ملا ورته وويل : ما د ږیری سره ټکر نه دی کړی بلکه ستا سره می وکړ .

سړی نه یم :
غلام جان له کندهاره وردګو ته ولاړ او غوښته یی چی هلته د خپل دوست کورته چی عالم جان نومیدی ورسی . څنګه چی غلام جان په وردګو کښی نابلده وو ، نو يی د یوه سړی نه پوښتنه وکړه ویل: آ سړیه تاته به د عالم جان کور معلوم نه وی ؟ سړی پر غلام په غصه شو او ویی ویل : ماته سړی مه وايه ، زه سړی نه یم وردګ یم .

لامبو :
یو وردګ چی په نیويارک کی اوسیدی ، لامبو (آب بازی) ته ولاړ . د لامبو په ځای کی د یو لږ لوړ ځايه حوض ته ور ورلویدی ، راسته لاس يی مات شو. سبا ورځ بیا لامبو ته ولاړ ، د ډیر لوړ ځایه حوض ته ور ولویدی ، چپه لاس يی مات شو . دریمه ورځ چی يی بیا غوښته لامبو ته ولاړ شی ، ښځی يی ورته وویل ، اوس نو هلته څه کوی ، دواړه لاسونه دی مات دی ، لامبو څنګه کوي ؟ ورګ ورته وويل : نن باید زه لامبو ته ولاړ شم ، دا پدی چی نن و حوض ته اوبه ور ایله کوی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب