سوځیدلې جونګړه!

 

یوه کیشتۍ چې له مسافرو ډکه وه د سمندر څپو پسې واخیسته، د کیشتۍ کپتان ډیرې هلې ځلې وکړې چې مسافر بچ کړي، مګر بیا هم کیشتۍ توپان په خپلو پنجو کې ورسره واخیسته، بالآخره ټول مسافر اوبو کې ډوب شول، یوازې یو مسافر چې ډیر متقي و هر وخت یې توکل په الله کاوه بچ شو، نوموړي له الله نه مرسته وغوښته بالآخره د سمندر څپو د سمندر غاړې ته راوړ.

مسافر چې ډیر ویریدلی و لږ ساعت همداسې پروت و، چې طبیعت یې جوړ شو نو بالآخره د یو ځنګل په لور روان شو، هلته یې د لرګو څخه یوه جونګړه جوړه کړه، د خوراک او څښاک توکي یې هم نه درلودل، شپه یې په لوږه تېره کړه، له الله څخه ډیر راضي شو د سمندر له توپاني څپو څخه یې بچ کړ.

شپه چې سبا شوه نو لوږه ورباندې زوروره شوه، بالآخره له خپلې جونګړې څخه ووت، ترڅو چې خوراک لپاره څه پیداکړي، ډیر لیرې لاړ مګر هیڅ یې پیدانکړل، ځکه چې دلته د انسانانو ژوند مستحیل و، بالآخره نا امیده د خپلې جونګړې په لوري را روان شو.

کله چې خپلې جونګړې ته رانیژدې شو نو ګوري چې جونګړې یې اور اخیستی دی، سخت خفه شو یو خوا او بل خوا یې وکتل هیڅوک یې تر سترګو نه شول، بیا یې له ځان سره وویل چې پدې کې به مې خیر وي چې یوازینۍ جونګړه مې هم وسوځیده.

لږ ساعت تیر شوی نه و چې یوه کیشتۍ د سمندر پر غاړه ودریده او څو پلي کسان د نوموړي په لور را روان شول، کله چې جونګړې ته را ورسیدل نو په مسافر غریب یې سترګې ولګیدې، مسافر له ډیرې حیرانتیا نه ورجګ شو او ترې پوښتل چې دلته څه کوئ؟

د کیشتۍ څخه راغلو کسانو ورته وویل مونږ بل ځای روان و، مګر کله مو چې د اور لوګي ولیدل نو پوه شو چې دلته خامخا څوک اوسیږي، نو ځکه دیخوا راغلو ترڅو چې تا سره مرسته وکړو او له دغه ځنګل نه د خپل ځای ته ورسوو، ځکه چې دا ځای خو د اوسیدلو نه دی.

مسافر له ډیرې خوښۍ نه الله ته پر سجده پریوت او بیا یې دوی ته ټوله کیسه وکړه چې زمونږ کیشتۍ توپان غرقه کړه یوازې زه ترې بچ شوم، بیا مې دلته دا جونګړه جوړه کړه کله چې خوراک توکو پسې لاړم نو جونګړې مې اور اخیستی و، چې د همدې په وجه الله زما مرسته وکړه او تاسې ما پسې راغلئ، بیا له دوی سره د کیشتۍ په لور روان شو او خپل سفر ته یې ادامه ورکړه.

عبرت: انسان هیڅکله په خپل خیر او شر نه پوهیږی، اکثره وخت انسان ته کوچنی تاوان ورسیږي او په بدل کې یې لویه فایده ترلاسه کړي.

مسلمان باید تل لپاره توکل په الله وکړي، که هرڅومره تکالیف ورته ورسیږي باید صبر وکړي ترڅو چې الله تعالی یې بدله لس چنده ورکړي.

ژباړه: فضل الهي

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ