ساکن میم احکام | تجوید ۷ لوست
ساکن ميم دری احکام لري ادغام ،اخفاء او اظهار
۱- ادغام :
ساکن میم فقط په ميم کې ادغامیږي .
کله چی د ساکن ميم نه وروسته بل متحرک ميم راشي نو ميم په ميم کې مدغم کيږي او د يوه الف يا دوو حرکتونو په اندازه غنه پکې کيږي . لکه :
(أَمْ مَّنْ) (وَمِنْهُمْ مَّنْ) (کَمْ مِّنْ) (لَهُمْ مَغْفِرَةٌ) .
۲– اخفا :
کله چی له ساکن ميم نه وروسته د (ب) حرف راشي له غنی سره اخفا کيږي چی دیته شفوي اخفا هم ویل کیږي یعنی شونډی به دیوه ویښته په اندازه فاصله لري او مکملی به نه سره لګیږي .
احکام تجويد لیکي چې که د ميم نه وروسته د (ب) حرف راشي اخفا او اظهار دواړه روا دي ولی اخفاء کول غوره دي .
مثال :
(هُمْ بَارِزُونَ) (کَلْبُهُمْ بَاسِطٌ) (إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ).
۳– اظهار :
د ادغام او اخفا حروفو (م،ب) پرته نور شپږويشت حروف که له ساکن ميم وروسته راشي اظهار کيږي . يعنی ساکن ميم له غنی پرته ښکاره او له خپل مخرج څخه ادا کيږي .
لکه : أَنَّ لَهُمْ جَنَّتٍ – أَمْ حَسِبْتُمْ اَن تدخل– ألْحَمْدُ للهِ ، لهم فیها
خو د نورو حروفو په پرتله په (و، ف ) تورو کې د مخرج د اختلاف په وجه اشد اظهار کيږي لکه : په “و” کېامْوَالٍ او په ”ف” کی کَيِدَهُمْ فی تَضْلِيْلٍ
د ساکن ميم احکامو لنډيز
ادغام کله چې د ساکن ميم وروسته متحرک ميم راشي ادغام صورت نيسي چې د متماثلين ادغام بلل کيږي . |
|
مثال |
حرف |
و منهمْ من – كمْ من – أمْ من |
م |
دې ادغام ته متماثلين ادغام وايي ځکه دواړه توري يو شان د يو مخرخ څخه دي او همارنګه ادغام ضغير هم بلل کيږي ځکه چې اول يې ساکن او دوهم يې متحرک دی. |
|
اخفاء کله چې د ساکن ميم وروسته د باء حرف راشي اخفاء ميځته راځي چې يوازې په دوو کلمو کې ميځته راځي . |
|
مثال |
حرف |
همْ بارزون – کلبهمْ باسط |
ب |
اظهار کله چې د ساکن ميم وروسته د «باء او ميم» حروفو پرته د هيجا نور حروف راشي هلته اظهار کيږي ، يعنې د غنې پرته څرګند لوستل کيږي |
|
مثالونه |
|
أمْ أمنتم – يمْترون – أن لهمْ جنات – أمْ خلقوا |
مشدد نون او ميم
مثال |
حروف | ||
په اسماء کې |
په افغالو کې |
په حروفو کې |
|
منَّا |
تظنُّون |
انَّ |
ن |
همَّاز |
دمَّرناهم |
ثمَّ |
م |
حکم : د دوو حرکتونو په اندازه غنه کول . |
غُنه :
غُنه هغه آواز دی چې له خيشوم (د پوزې له وروستۍ برخې ) څخه راوځي او د يوه الف يا دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .
يو حرکت دومره وي لکه خلاصه ګوته چې بنده شي يا تړل شوي ګوته چې خلاصه کړل شي .
غنه په ميم مشدد ، ميم مدغم او ميم اخفاء ، نون مشدد ، نون مدغم نون احفاء او تنوين کې تر سره کيږي
غنه لره پنځه مراتب دي :
۱- المشدد ( شد لرونکي ميم او نون کې کامله غنه تر سره کيږي) .
۲- المدغم ( د ادغام په صورت کې کامله غنه تر سره کيږي) .
۳- المخفي ( د اخفاء نون او تنوين او اخفاء شفوي او اقلاب په صورت کې کامله غنه د دوو حرکتونه په اندازه تر سره کيږي) .
۴- الساکن المظهر (کله چې نون ساکن وروسته حلقي حروف وي په نون کې ناقصه غنه تر سره کيږي او د شفوي اظهار په صورت په ميم کې ناقصه غنه ادا کيږي ).
۵- المتحرک ( په نون او ميم متحرک کې ناقصه غنه تر سره کيږي ) .