زړه څه ته وایي؟
زړه
زړه يو موټي ته ورته عضلي اورگان دی چې په بدن کې د يوه پمپ حيثيت لري. دا غړی رگونو ته د وينې د پمپولو دنده ترسره کوي. وينه د زړه د پرله پسې رېتميک غونجېدلو په پايله کې نورو رگونو ته ورځي. زړه د بدن ټولو برخو ته وینه پمپ کوي. وینه زړه ته له راتګ وروسته تر بیرته وتلو پورې یو دوران کوي، چې اغیزه یې د زړه په ضربان کې څرګندیږي. ستاسو زړه مخکی له زیږیدو نه په وينې پمپولو پيل کوي او تر هغه وخته چې تاسو ژوندی یاست وینی بدن ته پمپ کوی.
پوښتنې
- دخپل نبض یا دزړه ضربان پیدا کړئ
- پس له منډې وهل نه د خپل ضربان (ټوپونه) معلوم کړئ او ووایاست چې په منډې وهل حالت کې هره دقیقه کې څو ځلې ټوپونه وهي؟.