زه نن د مور د ورځې په اړه هیڅ مبارکي نه لیکم او نه یې وایم

زه نن د مور د ورځې په اړه هیڅ مبارکي نه لیکم او نه یې وایم.

ځکه زه ددې خلاف یم چې تاسې په ټول کال کې یوه ورځ مور ته ځانګړې کوئ.

زما مور هر ثانیه، دقیقه، ساعت، ورځ، میاشت او ټول کال زما په زړه کې ده، او په همدې مودو کې یې د زړه له کومي قدر کوم نو بیا ولې ورته یوه ورځ ځانګړې کړم؟

هغه انسانان چې الله (ج) یې د خپل نوم نه روسته نوم اخلي او مونږ ته په دې امر کوي چې ” وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا . وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا” ) سوره الإسراء (17): آيات 23-24

ژباړه:اوستا رب پريكړه كړيده چې تاسې د بل هيچا عبادت مه كوئ مګر يوازې د هغه ،  له مور او پلار سره ښه چار چلن وكړئ. كه له تا سره له هغو نه يو يا دواړه   زړښت ته ورسيږي نو هغو ته اُف قدرې مه وايه، مه هغو ته په توربريښ ځواب وركوه، بلكې له هغو سره په درناوي خبرې كوه. او په نرمۍ او رحم سره د هغو په وړاندې مات غاړى اوسه ، او دادعا كوه چې ” پروردګاره! پردوى رحم وكړه لكه څنګه چې دوى له زړه سوي او خواخوږۍ سره په ماشومتوب كښې زه پاللى وم.

[irp][irp][irp]

او همدارنګه په یو بل حدیث کې راغلي :

وجاء في الحديث أن رجلا جاء إلى رسول الله-صلى الله عليه و سلم- ،

فقال : يا رسول الله من أحق الناس بحسن صحابتي ؟

قال : أمك .

قال : ثم من ؟

قال : أمك .

قال : ثم من ؟

قال : أمك .

قال : ثم من ؟

قال : أبوك . (رواه البخارى ومسلم)

 یعنې: یو نفر محمد (ص) ته حاضر شو او پوښتنه یې ترې وکړه چې په دنیا کې ډیر احسان له چاسره وکړو نو محمد (ص) ورته درې ځل مور او یوځل پلا وښود.

هغه انسانان چې الله پاک او د هغه رسول دومره ستایلي نو ایا بیا دا مناسبه ده چې په ټول کال کې دې ورته یوه ورځ ځانګړې شي.

زه خو وایم چې هره ورځ د مور او پلار ورځ ده چې خوشحاله یې ساتې او نیکي ورسره کوې.

او بیا خو مونږ ځان ته د محمد (ص) لارویان او امت وایو او په دې عقیده لرو کوم عمل چې زمونږ ستر لارښود کړی هغه سنت دی او د هغې نه غیر کار چې څوک وکړي بدعت دی، ایا محمد (ص) د مور ورځ لمانځلې؟ ایا نورامت یا صحابو ته یې امر کړی چې د مور ورځ په ټول کال کې یوه معینه ورځ ولمانځئ  نو بیا ولې؟

نبی کریم (ص) فرمايي: وَعَن ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ((مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ)). أَخْرَجَهُ أَبُو دَاوُدَ، وَصَحَّحَهُ ابْنُ حِبَّانَ. (وَعَن ابْنِ عُمَرَ: یعنې څوک چې دکوم قوم سره مشابهت کوي د همغې قوم نه دی.

ایا  دا ورځ له دې روستنيو لسو کلونو مخکې په افغانستان کې لمانځل کیده؟ که لمانځل کیده نو چا لمانځله؟

په اخر کې له ټولو ورنو غوښتنه کوم راځئ چې د بدعت او خرافاتو نه کلکه ډډه وکړو او د نورو د فرهنګ د لمانځلو نه ځان وساتو او په هغه څه عمل وکړو چې شریعت مونږ ته په ډاګه کړي. اسلام کامل نظام دی او داسې هیڅ ځای نشته چې ارشادات پکې موجود نه وي. نو هرکار باید د شریعت په مکمل چوکاټ ترسره کړو.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب