د مور ورځ وه تيره شو تش په نامه یو ياد ؤ

خو زما ګرانه مور د کال د ورځو په څير ورځي نه بلکي د شيبو ارزښت يې راته زما تر خيالي نړۍ څوچنده غوره ده
ګراني مورکۍ کاشکي سره نږدې وای کاشکي مي ستا د سترګو اوښکي د خپل زړه په وينو ګډولي شوای
ستا هره سپيڅلي اوښکه زما د جدایی په حق کې چې پر زمکه لويږي ماته مې تر خيالي نړۍ زيات ارزښت لري خو د وخت استبداديت جابران او د کفر خوښونکې نغواړي زما او ستا تر منځ واټن نږدې شي
دا نړۍ پر دوۍ وسپاره ارمان لرم او ارمان لري دواړه د يو بل د ليدو د ايمان برابر تږی يو ممکن ليده وهم شي او ونه هم شي
په نيمګړي دونيا راته هيڅ په زړه پوري ندې بي ستا له ليدو ته هم همداسي
الله دې راته ژوندئ لره سره د ګران او مهربان پلار ستاسو د زرين ديوال سيوري دې زموږ څلورو زامنو او دري خويندو له سره نه لويږي
الله مو دې ژوند په نيمګړې ارمان کې نه ختموې د غږ دې تږی يم خو تر اوريدو دې نه اوريدل غوره بولم
زما د غږ په اوريدا تل ژاړي د راتګ لاري تر بل هر وخت هغه ورځ زياتي څاري
ته يوازي زوی نلري د زرګونه افغان ميرمنو د زړونو ټوټي همدې خونړي د جهالت انقلاب پريکړې هره مور له کلنو په هديرو کې وړوکې کورګې د زامنو د قبرونو تر څنګ لري, او لالهانده ژوند تيروې .
هره مور دا وايی چې زه دې مړه وای چې ته نوای
رب دې د ګران افغانستان او ټولې نړۍ سرکشه ظالمان د وينو تږي د نوح او موسی د قومونو په شان غرق کړي د هري مور زوی دې الله هغه ته سلامت ور ولې ګراني مورکۍ
اوبس

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب