په اسلام کي دوالدینو حقوق

 هرپلار او مور چي په ټولنه کي نن زه وينم نو د دوئ زندګي له خپلو اولادو سره په د ې ډول ده چي ګواکي  دوئ  دخپلواولادومريونه وي اويائې ځامن وي چي دادآخرت له علاموڅخه يوه ستره علامه ده لکه چي د حديث  دجبریل کوم چي بخاري وغيره ئې روايت کړَي دئ دغه جمله چي ،اذاولدت الامة ربتها،دد ې خبري ګواه ده سره له د ې چي اطاعت دوالدينوپرځوئ اولورباندي په رواکاروکي فرض عین دئ قطب الارشاداونورمعتبرکتابونه په د ې باره کي وګورئ  په قرآن کريم کي په ډېروسختو الهي  تاکيداتوسره دوالدینودحقوقوپه باب کي  آیاتونه راغلي دي لکه  ،ووصينا الانسان بوالديه ،اولکه ،ولاتقل لهمااف ولاتنهرهماوقل لهماقولاًکريمًا،اودموراوپلارنافرماني ترشرک رالاندي ددوهمي غټي ګناه په توګه رسول عليه السلام ذکرکړيې ده،ان من اکبرالکبائرالاشراک بالله وعقوق الوالدين،بخاري وغیره په همد ې سبب دلته دوالدینوحقوق ومسلمانووروڼوته بيانه وم چي په د ې شرحه دي

اول حق:

هغه وخت چي والدين احتياج ولري ستا وخوراکي شيانوته  نوته بايد هغه خوراکي شيان ودوۍ ته ورکي که ستاقدرت ؤـ

دوهم :

هغه وخت چي والدين ولباس ته ضرورت ولري نوته ودوۍ ته بايد هغه لباس ورکړې که دي چيري وس ؤ ـ

دريم:

هغه وخت چي والدين محتاج سي ستاوخدمت ته  نوته بايد ددوۍ خدمت وکړې ـ

څلورم:

هغه وخت چي والدين وتاته نعره وکړې  نوته بايد ودوۍ ته حاضر سې اوورته ووايې چي کوم خدمت دئ چي زه يې اجراءکړم ـ

پنځم:

چي والدين  تاته په يوشي امر وکړي  نوته بايددهغوۍ اطاعت وکړې ددوۍ اطاعت پرتا لازم دۍ په رواکار کښي  ـ

شپږم :

دتجارت لپاره تلل بې اجازې دموراوپلار وزوئ ته ندي روا کچيري دفرضي حج په وخت کښ موراوپلاروخدمت ته  محتاج وي نو بايد حج وځنډوي اودموراوپلاراطاعت بايدوکړي اوکچيري مور اوپلار وخدمت ته محتاج نه وه نوبيادي خپل فرضي حج وکړي اوکه لاره خطرناکه وه نوبيادي دموراوپلاربې اجازې نه وزي که دموراوپلارپکاروي که يې نه وي پکار اوهر سفر پرسفردحج  قياس دۍ (فتاوی قاضي خان ) اوبايد خبري له والدينوسره په نرمي سره وکوي ،اوبايد والدين په نامه ياد نکړي  اوپه وخت کښي دملګرتيادموراوپلار بايدپه لارکي تردوئ لمخه نسي ،هغه شي  چي په حق کښي دځان يې خوښه وي بايد دموراوپلارپه حق کي  يې هم خوښه وي

والسلام ومن الله التوفیق

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب