
زمونږاساسي دنده څه ده؟- دعوت
د مسلمانانو اساسي فريضه هماغه ده كومه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم وه، څرګنده خبره ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په غزواتو كې برخه اخيستې وه او د مسلمانانو قيادت يې كړى دى، د حكومت نظام يې هم چلولى دى، او قضا يې هم كړې ده، او د پيغمبر د نبوت منصب هم تاسې ته معلوم دى، چې هغه هراړخيز منصب و او د هغه هڅې هم هراړخيزې وې، خو هغه د خپل انقلابي، جهادي، دعوتي، تعليمي او اصلاحي كار پيل د دين د تعليم نه كړى وو، د اسلام د تفهيم نه يې شروع كړى وو.
دا څه داسې خبره نده چې فلسفيانه او خطيبانه دلايلو ته اړتيا ولري، دا خو د قراّن او سنتو له نصوصو او دلايلو نه ثابته ده او چې لږ علم هم ولري هغه پدې پوهيږي، چې پيل او ابتدا يې هم په تعليم ده او انتهاء او پاى يې هم په تعليم دى، د الله(ج) په اوامرو كې لومړنى امر د (اقرډ باسم ربك الذى خلق)نه وو معنا دا چې قراّن لوله د خپل رب په نوم، بل ځاى كې قراّن كريم د پيغمبر صلى الله عليه وسلم صفت بيانوي چې ( يعلمهم الكتب و الحكمة ) خپل قوم ته به يې كتاب او حكمت ورښوده، په خپله پيغمبر صلى الله عليه وسلم هم فرمايي( انما بعثت معلما) په حقيقت كې زه يو معلم را ليږل شوى يم ، لدې نه معلوميږي چې د پيغمبرانو اصلي كار په دين باندې د خلكو پوهول اوفكر اّخرت ته د هغوى توجه راګرځول دي.
اصل كار د بندګۍ په لار د انسانانو د روانولو كوښښ كول دي، او دا د تعليم ، تبليغ او دعوت په وسيله كيږي، نو د رباني او مخلصو علماوو اساسي كار هم همدغه دى، چې د الله بندګان به په دين پوهوي او د دين د پوهاوي په ميدان كې به د تحزب خيال نه ساتي چې فلانى حزب څه وايي؟ او د فلانۍ ډلې پاليسي څه ده؟ زما د خپل تنظيم تګلاره څه ده؟ زما د قوم، ګوند، سيمې او وطن د خلكو مفاد او ګټه په څه كې ده ؟ خالص تبليغ به كوي، خلكو ته به د عام ولس په ژبه دين بيانوي، او په هره برخه كې به د خلكو لارښوونه كوي.
كه د تجارت په برخه كې وي، د سياست په برخه كې وي ، كورني مسايل وي او كه بين المللي روابط وي، عقايد وي او كه عبادات وي، دې ته به نه ګوري چې كومه ډله موافقه ده او كومه مخالفه ده ، كومه ډله په واك كې ده او كومه مخالفه ده، په حق باندې ځان پوهول، په حق باندې عمل كول او د حق نورو ته رسول، دا دعلماوو دنده ده، دا كار خو په ژبه اّسانه دى خو عملا انقلابي كار هم دغه دى، اهل علم خبر دي.
شيخ القراّن مولانا گوهر رحمان(رح)