زما لپاره نن د مور ورځ ده !

 نن مې له سترګو یو څو اوښکې یو ناڅاپه وبهیدې، له اوښکو سره سم مې زړه په درد شو، دغه درد دومره زورور وو چې بدن مې ټول ورسره ورپیده، ورو ورو مې سترګو هم دید له لاسه ورکړ، تیاره پرې خوره شوه، له همدې سره مې سم د واره سر وګرځيده، ورو ورو بې هوښه کیدم، خو داسې وخت راغی چې نور په ځان پوه نه شوم، درز شو بې دریغه راولویدم، یو څو شیبې همداسې بې هوښه پروت وم، بیا یو وخت کې یو تړیکه شوه رڼا مې تر سترګو شوه، په هوښ راغلم کتل مې څوک هم راسره څنګ کې د حال پوښتلو نه وو، خو په دې وخت کې هغه تورکالي چې یې په خپله خوښه، د هجران په چیغو، د وصال د شیبو په شمیرلو او په خپلو نازکو لاسونو باندې په کې خامک کړی وو، هغه اغوستي تورکالي مې لامده غوندې ول، زه خو د هغې په یادونو کې ډوب وم، نو سم پام مې ورته ونکړ، ما ویلې خولې به وي ګرمي وه دلته، په هماغه ولیدلي ځای کې مې سلګۍ وهلی او سر مې په زنګون کیښود، یو څو شیبو کې مې دا ډک شوی زړه هملته تش کړ.
له هغه ځایه راپورته شوم، په اوښکو او سرو وینو ککړ شوی مخ مې غوښته چې پاک کړم، نو سترګې مې وسولولې په مخ می لاس راکش کړ، لاسو ته مې فکر شو چې په سرو وینو ککړ ول، وارخطا شوم شیشې ته ودریدم، چی ومې کتل مخ مې هم په وینو سور وو، راته نه معلومیده چې له کومه ځایه مې وینی بهیږي،منډه مې واخیسته تشناب ته لاړم په مخ مې اوبه واچولې او هغه بهیدلې وینی مې پاکې کړې، ډیر ورته ځير شوم خو د وینو د بهیدو ځای مې پیدا نه کړخو لږ ورخطا شوم، ما خو کله هم څوک نه وو لیدلي چی یی له سترګو وینې بهیدلې وي، ځینې لیوني او فلسفي شاعران یې په شعرونو کې استعمالوي خو ما هغه مبالغه باله، لږ وډار شوم، ما ویلې له خولې او یا مې له سترګو وینې تلي، بیا مې شیشې کې خوله او سترګو ته ځیر ځير وکتل نه مې په خوله کې داسې څه وو او نه مې سترګې داسې ښکاریدې چې وینې دې ترې بهیدلې وي. لاړم مخ مې ومینځه په سر مې لاس راکش کړ، غوښتل مې بیا لاسونه لامده کړم او په سر یې کش کړم چې ګورم لاسونه مې په وینو سره دي، پوه شوم چې سر مې په کوم کلک ځای لګیدلی دی، نو په سر کې مې ګوتې وهلې چې هغه زخمي ځای پیدا کړم او پټې پرې ولګوم چې وینې ودریږي، سر مې ومینځه زخم مې پیدا کړ زخمي لږ وم خو وینې ډیرې بهیدلې وی، په تور رنګه کالیو کې وینه نه معلومیده خو په زیړ رنګه خامک کې وینه را څرګنده شوه، سم د واره مې ولمبل کالي مې بدل کړل،لا ناست نه وم چې بیا د هغې په یادونو کې غرق شوم، د هغې هغه نرمه اومینه ناکه لهجه مې تر غوږو شوه، هغه خندا او ژړا مې سترګو سترګو ته کیده، چې په لومړي ځل مې له ټولو سره خدای پاماني کوه، له ګودره، کلي او له وطنه بیلیدمه، ټول په ژړا ول خو ددې په سترګو کې یې اوښکو راته د زړه حال وویل، په هماغه سلګیو کې یې راته کلکه غاړه راکړه، په ژړغوني غږ او په یوه ساه کې یې راته وویل چې چپ شه نور مه ژاړه او د ځان خیال ساته.بس زما لپاره نن ورځ د مورجانې ورځ وه، خو ما یې د هوا په څپو مخ او لاسونه ښکل کړل. خوږی ترخې مو یو له بله سره شریک کړل. خو په اخره کې یې بیا هماغسې په ژړغوني غږ راته وویل، بچې ! د ځان خیال ساته

اباسين مشعل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب