د یو ښه اصول تدریس په هکله

د یو ښه اصولِ تدریس په هکله:

د ټوپک پرځای بچیانو ته قلم او کتاب لاس کې ورکړئ ، دوی د جګړې او شخړو پرځای د علم او معرفت خواته وهڅوئ ، ځکه مونږ د دوی د روښانتیا مسوول یاستو ، د دوی د بیدارولو او جرأت ورکولو حق پر مونږ دی ، مونږ باید خپلي تجربی دوی سره شریکې کړو ،چې په راتلونکي کې دوی ته د لارې څراغ وګرځي ،چې دوی زمونږ او خپلو تجربو په رڼا کې ،د یو روښانه راتلونکی په لور درانه او استواره قدمونه کیږدي ، باید د جنګ او جګړې نه په انتباه کې دوی ته لنډې کیسی ، وجیزې ، ادبی ، تعلیمی ، تربیوی ، او یا هغه مطالب هم چې د اَمن او سولي پیغام په کې نغښتی وي ،او دا مطالب باید تل تعلیمی ، تربیوی ،اصلاحی، اخلاقی ،انتباهی ، او د علم او معرفت د پاره د هڅونې بڼه ولري ، په کار ده چې د داسو مطالبو سره د دوی ذهنونه آشنا کړو ،او د داسي مطالبو څخه په تدریسی مطالبو کې ډه ډه وکړو لکه (با با ټوپک لري ، ما ما ټو پک راوړ،دا دا ټوپک په اوږه راغی،ما ما په ټوپک جهاد کوي ) داسي متنونو څخه چې دوی د جنګ او بربادۍ خواته هڅوی ډه ډه وکړو ، دوی ته باید د ښه تعلیم او تربیی تر څنګه د زړور تیا جرأت او اوسیلی درس ورکړو ، ځکه زمونږ ننې لویه بدبختي د تعلیم او تربیی ضعف دی ، او د یو نا سالمی تربیی زیږنده ده یانې د تعلیم او تربیی بڼه  زمونږ په هیواد کې ډیر ضعیفه ده ،په کار ده چې ، د تعلیم او تربیی سیستم په عصری علومو بدل کړو ،په دې لاره کې مونږ مجربو او فدا کاره استادانو ته هم ضرورت لرو .چې شپه او ورځي د نه ستړی کیدونکو کوششونو تر څنګه په زده کونکو هر اړخیزه مهربانی ولري ،چې د ښه مطالبو د پیدا کولو سره چې په اصول تدریس کې موجود دي، نور مطالب هم چې د روښانتابه بڼه په کې وي پیدا کړي، چې د زده کونکو زړونه او ذهنونه پری روښانه کړي ،یانی مطالب هغه مطالب واوسي چې د وخت او زمان ورته اړتیا ده ،چې هغه مطالب علمی ، تربیوی ، اخلاقی ، اصلاحی ، انتباهی تصوفی ، فلسفی ، او د علم او معرفت په هڅونه کې اوسي.

سید عبیدالله نادر

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب