زده کړه او روزنه د انسان د کمال دوه صفتونه
که څه هم داخبره ِيو منل شوی حقيقت دی چې انسان ته الله جل جلاله د کايناتو په منځ کی په خپلو ټولو بې شميره مخلو قاتوکې يو امتيا زي حيثيت وربښلی دی هغه پدې معنی چی د يو طرف نه يې په ډير ښايسته صورت ، متناسب قد وقامت پيداکړيدی او دبل طرف نه يې دښواو بدو د جداکولو لپاره عقل ورپه برخه کړي خو دابايد هم ومنو چې انسان يواځی په خپل عقل نشی کولای چی دعلم دزده کړی او روزنی نه پرته دانسانيت دکمال هغه مرتبې ته ځان ورسوي کوم چې دده لپاره ددونيا او اخرت دنيکمرغۍ او کاميابۍ ضمانت کوی همدا وجه ده چې الله جل جلاله د انسان دلارښونی دپاره په بيلابيلو وختونوکې کتابونه ، صحيفې او بې شميره پيغمبران راليږلی دی اوبيا يې پرانسانانوددغه اسمانی کتابونو اوراليږل شوو پيغمبرانو تعليمات او لارښونې زده کول لازم وګرځول ترڅودهغو په وسيله انسانان دځان دپآره ددنيا او اخرت د نيکمرغۍ او کاميابۍ لار ومومي د زده کړی دهمدی لزوم او اهمیت پربنياد الله جل جلاله خپل خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم ته د وحې ليږل د (اقرء ) په هغه لفظ پيل کړه کوم چې د زده کړي اساس تشکيلوي او بيايې پيغمبرته په خفيه وحی سره لارښودنه وکړه چی ددی وينا په ويلوسره چې (انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق ) انسانان داخلاقو لوړې پوړۍ ته رسول د خپل بعثت اصلي مقصد وګرځوي پرته له زده کړې او روزنې اخستنې انسان نشي کولای چې د خپل خالق او چاپير يال کې دنورو موجوداتو سره په هغه چوکاټ کی سم او برابرتعامل وکړي کوم چې دده نه په عام لحاظ دانسان په صفت او په ځانګړې توګه دمسلمان په صفت مطلوب دې مخکې تر دې چې دعلم ، زده کړې اوروزنې په وسايلو او اهدافو وغږيږونو غواړم د زده کړې او زده کوونکي اړوند ادابوباندې په لنډ ډول څه وليکم ترڅود يواړخ نه زده کړه مثمره او دفاېدې وړ وګرځي او دبل اړخ نه زده کوونکي پرې ځان سمبال کړي:
۱ : دهرقسم رذايلواوبدوصفاتونه لکه : کينه ، بغض ، خيانت ، لويې، شهرت اوجاه غوښته او۰۰۰نه په کامله توګه د زړه پاکوالی .
ځکه چې علم دالله دذاتې صفتونونه د يو صفت ترڅنګ نهايت پاک او سپيڅلې شي دی پداسې يو زړه کې چې هغه د ددغسې بدواو ناوړو صفاتو، خويونو او عاداتو مرکزوي کله هم نشي ځای پرځای کيدای دغه مطلب ټولو علماوو په يوه لنډه جمله کې پدې الفاظوبيان کړي چې وايي : (ألعلم طاهر لايستقرالافى مكان طاهر) لکه څنګه چې علم په خپل ذات کې پاک شی دی دځای پر ځای کيدولپاره يې هم ځانته همداسې ديو پاک ځای غوښتنه کوی ددې مثال کټ مټ دهغه ځمکې او په هغې کې دکرل کيدونکي تخم دی چې ترڅوځمکه دتخم دغوښتنې سره سم برابره نشي کړای نو دغه ځمکه به ددهقان د ارزو سره سم هغه شنکی اوفصل رازرغون نکړي چې هغه ورته طمع او اميد لري – نوويلای شوچې په سينه اوزړه کې دعلم دقبلولو دپاره لومړی بايد دزړه ځمکه ښه شودياره او داسې قلبه کړای شي چې په هغی کې دعلم د چراغ د روشنايي ټول موانع او خنډونه له منځه لاړشي.
علماوو د علم په زده کړه د ( صلاة السراوصلاةالقلب) دزړه اورازدارۍ دلمانځه اطلاق کړېدی لکه څنګه چې د بدني لمانځه لپاره دهررازپليتونه دبدن دټولو اندامونوپاکوالی شرط دی دهمدې په څيردزړه دلمانځه (دعلم دزده کړی) لپاره يي د ټولوخرابو صفتونو، اوبدو اخلاقو نه دباطن اوزړه پاکوالی شرط ګرځول شويدی رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
(ان فى الجسد لمضغةاذاصلحت صلح الجسد كله واذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهى القلب)
ژباړه : يقينا دانسان په بدن کې دغوښې يو داسې ټوکړه ده چې دټول بدن صلاح او فساد ورپورې تړلې دی که هغه صالحه اوروغه وي نو ټول بدن به صالح اوروغ وي او که هغه فاسده او بې کاره وی نو ټول بدن به ورسره فاسد اوخراب وی ښه خبرشی چې دغه دغوښې مهمه ټوکړه د انسان زړه دی.
دسهل په نامه يو صوفی عالم وايي :
په کوم زړه کې چې هغه صفات او خويونه موجود وي چې الله يې نه ځوښوي به هغه زړه کې کله هم الله دعلم رڼا نه اچوي.
۲ : دنيت اخلاص اوروغوالی :
ددې عنوان مطلب دادی چې د علم دزده کوونکي غرض به ددونيا ماديات لکه منصب ، مال دولت ،جاه او جلال ، د خپل نفس د تقديس اثبات، دخلکو دطرف نه ځانته احترام جلبول او داسی نور نه وی بلکې مقصد به یی يواځی او يواځې د الله رضا ترلاسه کول وی ترڅو ددی په نتيجه کې دونيوی ژوند نيک مرغه او اخروي ژوند کې دالله دعذابونونه محفوظ او دالله دنعمتونونه برخمن شي همدا وجه ده چې ټولو محدثينو علماوو او نورو مصنيفينو خپل کتابونه او تصنيفات د عمربن الخطاب رضی الله عنه پدی مبارک حدیث چی ( انما الاعمال بالنیات وانمالکل امرء مانوی) الحديث – سره پيل کړي دي ترڅو دهر څه نه وړاندې د علم حاصلوونکي خپل نيت تصحيح کړي او د علم دحصول په لارکې د خپلو ټولو جهودو او هڅو ښکلې ودانۍ دخلوص او حسن نيت پر بنسټ اوتهداب ابا ده کړي .
۳ : دټولوهغو کارونواو مشاغلوسره خپله علاقه قطع کول چې د علم دزده کړې سره په ټکر کې وي:
ځکه چې دهر انسان په سينه کې الله يوزړه پيداکړي – دعلم لاسته راوړل هغه ارزښتناک عمل دی چې له دې سره په ټکرکې هغه په خپل څنګ کې د هيڅ بل شي لاسته راوړل نشي زغملای او نه هغه توزيع شوي ، تيت اوپرک فکر حقايق او واقعتونه درک کولای شي چې په يو وخت کې د ډيرو شيانودلاسته راوړلو په هڅه کې وي پدې اړوند د پو هانو هغه وينا زړه پورې ده چې وايي : (ان العلم لایعطیک بعضه حتی تعطیه کلک )
ترڅوچی ته علم ته په تمامه معنی ځان فارغ نکړي دهغه په څنډه به هم تېر نشي .
۴ : په هر وخت او هر ځای کې دعلم د زده کړی حرص درلودل :
دعلم لاسته رواړل بايد د انسان دعمرکوم ځانګړی وخت او ځانګړی ځای پورې منحصر نشي بلکې د عمرپه هره لحظه او شيبه او هر ځای کې چې ورته د علم دزده کړی چانس او فرصت په لاس ورغی بايد نه يواځې هغه ضايع نکړي بلکې پوره استفاده ورځنې وکړي دنبي کريم صلی الله عليه وسلم ددی حديث : ( اطلبوا العلم من المهد الی اللحد ) – د مورله غيږي ترمرګه دعلم په طلب کی اوسيږه – دهمدې پورتني خبرې تايداو غوښتنه کوي که يو هوښيارسوداګردباارزښته شيانو پيرودلولپاره هيڅ وخت او هيڅ ځای کې فرصت له لاسه نه ورکوي څنګه کيدای شي چې په عقل روغ انسان دداسې يوشي چې دډيراهميت نه يې ارزښت نشي ټاکل کيدای- په ترلاسه کولود وخت او ځای په لحاظ فرصتونه د لاسه ورکړي – همدا وجه ده چې د ځني سلفو عالمانونه نقل شوي چې هغوی به دځنکدن پروخت هم د نورونه د بعضې علمي مسايلو پوښتنې کولې او ويل به يې : پداسې حال کې چې په نوموړې خبره د ناپوهۍ سره ددونيا نه رخصتيږم دا ښه ده چې په هغه باندې دپوهې سره رخصت شم .
۵: د تسويف ( سبابه يې زده کړم ) له شعارونوزمزمه کولو ځان ساتل :
ډيری وخت يو زده کوونکي د نن کار او زده کړه په سبا او سبل په بل سبا سپاري پداسې حال کې چې دسبا د فرصتونواو امکاناتو دموجوديدوهيڅ ضمانت نشته ډيری انسانان د تسويف په غولوونکي اس سپاره د علم اوپوهي نه محروم د ناپوهي له توښې سره ددونيا نه لاړل دنبي کريم صلی الله عليه وسلم په زياته اندازه لارښونې مونږ ته د تسويف نه په لرې واټن سره د ځان ساتلو درس راکوي او ددې خبر امرراته کوي چې هرانسان بايد خپل موجوده حالت – هررنګه چې وي – د ځان دپاره د کارکولو غنيمت وګڼي او دښې راتلونکي په انتظاردنن کارپه سبا ونه سپاري نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : (اغتنم خمسا فبل خمس شبباک قبل هرمک ، وصحتک قبل مرضک ، وفراغک قبل شغلک ، وغناک قبل فقرک ، وحیاتک قبل موتک )
ژباړه : پنځه شيان – خپله ځواني ، تندروستيا ، وزګارتيا ، شتمنتيا ،او ژوند د ی د پنځو شيانو- بوډاتوب ، مريضی ، مشغولتيا ، محتاجي ، او مرګ څخه مخکې غنيمت وګڼه .
بل حديث کی فرمايي : (نعمتان مغبون فیهما کثیر من الناس الصحة والفراغة )
ژباړه : دوه داسې نعمتونه دی چې خلک يې په ارزښت نه پيژندلوکی دوکه کې پريوتې هغه يو روغوالي او بل فراغت او وزګارتيا ده .
۶: په لږ خوراک اولږرزق قناعت کول دزحمت ګاللوسره ځان عادت کول او داستراحت طلبنې نه ځان ساتل .
د پخوانيو هغو سترو علماوو د ژوند تاريخ که وکتل شې چې ترشاه يې دی اسلامي امت ته په خپلو اسلامي اوعلمي ليکنوداسې ستر اسلامي تراث پريښوده چې نن ورځنې دعلم په ميدان کې دهرطالب العلم دپاره پکې د زړه ډاډ او سترګويخوالي پروت دي – هغوی ټولو د علم دسعادت او کاميابي دغه لوړ مقام او مرتبه د تنګ ژوند په برداشت کولو ، زحمت ګاللواوپه لږ رزق د قناعت کولو په نتيجه کې ترلاسه کړيده هغوی دعمرزياته برخه ياخو په وچه ډوډی او يا د هغی سره ديو عادي قطغ لکه زيتون او داسې نور په يوځای کولو اکتفاکړېده ځکه خود علم د حصول دکاروان سرلاری عالمان وايي چی : څوک ډیرخوراک کوی هغه بیا دډیرو اوبو څښلو تقاضا لری او چا چی ډیر خوراک او څښاک وکړو په هغه خوب اوغفلت غلبه کوی اوعقل یی اوده کیږی.
شايد همداراز وی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
هرانسان دی خپله معده په دری برخووویشی يوه د خوراک بله د څښاک او دريمه دتنفس او سا اخستلولپاره خالی پريږدی ترڅودعلم د قيمتي جوهرنه د خيټی د ډکولو په وجه محروم نشي – دابوعمرالداني په نوم يوعالم وايي : ډيرخوراک او څښاک بی شميره افتونه لری چې يو يي دادی چې دلږ خوراک او څښاک خاوندان چی کله ګوری نود عبادت او علم له ځايونوګرد ګرځي راګرځي او د خيټې بې کچه ډکوونکی چې ګوري هغوی به دتشنابونواو ډيرانونونه ګرد چاپير تاويږی راتاويږي- دامام شافعي يووينا نقل شويده چې ويل به يي :
د( ۱۶) شپارسوکلونوراهيسې زه په ډوډۍ نه يم موړ شوی او بيا وايي چا چې د ځان په خوارولو اوتنګ ژوند په تېرولو علم ترلاسه کړه هغه به کامياب وي اودداسې اړخ نه به يې الله د ژوند ستونزې حل کړي چې ګمان به يې هم نه وی – عيني همدا مفهوم دنبي کريم صلی الله عليه وسلم په يو حديث کی داسی بيان شويدی :
(من تفرغ لطلب العلم تکفل الله رزقه من حیث لایحتسب )
ژباړه : چاچې دعلم د لاسته راوړلو په غرض ددونيا نور ټول کارونه او ماديات پريښوده الله به دداسې طرف نه درزق ضمانت وکړي چې دی به ګمان هم نکوي.
۷: تقوا او پرهيز ګاري په ځانګړې توګه دحلال مال خوراک او دحرامونه ځان ساتل:
علم د الله جل جلاله بنده ګي او هغه ته د نېژدي کيدلو وسيله ده داوسيله د تقوی او پرهيز ګاری نه پرته نشي ترلاسه کيدای الله جل جلاله فرمايي : (والتقوا الله ویعلمکم الله)
ژباړه :دالله نه وويريږي( دالله داوامرو په عملی کولواومنهياتونه په ځان ساتلوسره دجهنم داورنه ځان وساتی ) نو ددی ګټه به تاسوته داورسيږی چی الله به علم درپه نصيب کړی .
نبی کريم صلی الله علیه وسلم هم پدی اړه داسی فرمايي :
(من عمل بما علم ورثه الله علم ما لم یعلم )
ژباړه : چا چی عمل وکړه په هغه څه چی پری پوهيږي نوالله به هغه ته د هغه شيانوعلم په ميراث ورکړی په کوم چی نه پوهيږي .
سترمجتهد او امام الشافعی( رحمه الله ) دغه مطلب ته د شعر په ژبه داسی اشاره کوی:
شکوت الی وکیع سوء حفظی فارشدنی الی ترک المعاصی
فان العلم نورمن اله ولایعطی نورالله للعاصی ژباړه : امام شافعی رحمه الله وایی :
خپل استاد وکيع ته می د خپلی حافظی د خرابوالي شکايت وکړو هغه راته د هرقسم ګناه پريښودلو لارښودنه وکړه اووه ېې ويل ځکه چې علم دالله دطرف نه يوه رڼا ده او الله دغه رڼا دنافرمانه انسان په زړه کی نه اچوی په انسان باندی دګناهونودبدو اغيزو په اړه ددين عالمانوبې شمېره بيانونه او ليکنې کړي چی دهغی په لړ کی دابده اغېزه هم شامله ده چی ګناه انسان دعلم درڼا نه بې برخی کوی .
۸ : تواضع او عاجزي کول .
علم هغه جوهردی چې دکوم انسان په زړه کی متمرکزشي هغه بيا خپل موصوف انسان دستاينې وړ ټولو اخلاقو او صفتونوته توجيه کوی .
دعلم حصول او لوېې کول دواړه په يو زړه کی کله هم نشي يو ځای کيدای که یو ورته راځی نو بل به تری خامخا کډه کوی – الله جل جلاله فرمايي :
(یرفع الله الذین امنوا منکم والذین اوتوا العلم درجات )
ژباړه : په تاسوکې الله مومينانو ته او بیا هغه چاته چی علم او پوهه ورکړ شوی ده د مرتبواو درجوپه لحاظ اوچت مقام ورکړی .
ذکرشوی ايات کريمه معنی او مفهوم د نبی کريم صلی الله عليه وسلم د دی وينا :
(من تواضع لله رفعه الله ) څوک چې دالله دپاره عاجزي کوی الله به يې درجې پورته کړي ژوند ی مصداق دی .
مولوي مير عباس ګوهري