ریحان او درملیزې ګټې یې!

ریحان؛ معطره سبزي ده چې د نعنا له کورنۍ څخه شمېرل کېږي. له دې سبزۍ څخه تر ډېره د خوړو د معطر کېدو لپاره ګټه اخیستل کېږي. خو له دې پرته دغه سبزي ډېرې نورې ګټې هم لري. د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي، په زیاته کچه د انتي اکسیدان درلودلو له کبله د پوستکي، ځیکر او سږو له سرطان څخه مخنیوی هم کوي. د ډېرو وېټامینونو او په پاڼو کې یې د ډېرو درملیزو ځانګړنو او غوړو شتون، اوس دغه سبزي پر ګټور درمل بدله کړې ده.

روغتیا پالان وایي چې لږ تر لږه د ریحانو ۳۵ ډولونه تر اوسه پورې پېژندل شوي دي، چې بېلابېلې بڼې لري. د ناروغۍ ضد د پراخې پیمانې انتي اکسیدانو درلودونکې ده. ستړیا له منځه وړي، له سرطان سره مبارزه کوي، مکروب ضد ځانګړنه لري، د ژور خپګان مخه نیسي، زړه روغ ساتي، ځیکر تقویه کوي او بدن له مسموم کېدو ژغوري او ترڅنګ یې د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي.

دغه سبزي ډېرې نورې ګټې هم لري، چې یوازې  په یوه کوچنۍ لیکنه کې یې بیانول ستونزمن کار دی. په ټوله کې هغه سبزي یا سابه چې نن سبا یې خوړل زموږ په ټولنه کې دود دي، په یو ډول نه یو ډول د بدن لپاره ګټه رسوي.

حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب