رواجي ذهن!

اليس هووي (elias howe ) دامريكا د مشهور ښار مساچوچسټ يو عادي كار ګر و هغه په كال 1819م كي زيږيدلي او د 48 كلني په عمر په كال 1867م كي مړشوي دي خو ده نړۍ ته يوداسي څيز وړاندي كړ چي هغه دجامو كنډلو په لړ كي يو انقلاب او اوښتون را منځه ته كړ داد جامو كنډلو ماشين و چي ده په كال 1845 م كي ايجاد كړ .

اليس هووي چي په پيل كي كوم ماشين جوړكري و دهغه په ستن كي دتار پييلو له باره دستني په بيخ كي سوري شوي و لكه څرنګه چي په عامه توګه دلاس په ستنو كي سوري كيږي له زرهاو كلونوراهيسي انسان دستني په بيخ كي سوري كاوه كله چي اليس هووي دكالو كنډلو ماشين تيار كړ نو ده هم له عام رواج سره سم دهغه دستني په بيخ كي سوري وكړنو له دي كبله دده ماشين روغ كارنه كاوه په پيل كي هغه له خپل ماشين نه يواځي دڅپلي كنډلو كار اخيست او د جامو كنډلو وړتيا يي نه لرله اليس هووي څه موده له دي ستونزي سره لاس او ګريوان و او ددي له پاره يي دحل لاره نه شوي موندلي بلاخر ده يو خوب وليد چي په هغه خوب كي يي دحل لاره بياموندله:

ده خوب وليد چي ديوه وحشي قام خلكو دي نيولي وي او ده ته امر كوي چي په 24 ساعتونو كي دي دوي ته دكنډلو ماشين تيار كړي او كه نه وژني يي ده خپلي هڅي په كار واچولي خو په ټاكلي وخت كي يي ونشواي كولي چي ماشين تيار كاندي كله چي ټاكلي وخت پاي ته ورسيده نو هغو وحشي خلك دده د ډبولو او وژلو له پاره په ده باندي را تاوشول دهغوي په لاسونو كي تيري برچي وي هووي چي په غور سره ددوي برچو ته وكتل نو دهري برچي په څوكه كي يي سوري وليد په همدي ځاي كي دده خوب پاي ته ورسيده او را ويښ شو.

هووي ته دكار سر په لاس ورغي ده دخپل ماشين په ستنه كي هم دبرچي په څير دهغي په سر كي سوري وكړ او په هغه كي يي تار واچاوه اوس نو ستونزه پاي ته رسيدلي وه د ماشين په ستنه كي چي دتار له پاره سوري دهغي په بيخ كي شوي و نو تار دماشين په برني برخه كي راتلو ځكه يي كار نه كاوه كله يي چي په سر كي سوري وكړ نو تار لاندي راغي او خبره سمه شوه

دهووي ستونزه دا وه چي هغه له رواجي ذهن پورته سوچ نه شوي كولي ده فكر كاوه چي يو كار له زرهاو كلونو راهيسي په كوم ډنګ روان دي هماغه سم دي خو چي دده لاشعور ده ته د انځور دويم اړخ وروښود همدا مهال هغه ستونزه وپيژندله او دحل لاره يي بياموندله .

كله چي يو څوك په يوه كار كي خپل دماغ په پوره معني بوخت ولري او ټول ځان هغه كارته حواله كړي نو هغه په داسي توګه دهغه كار رازونه ترلاسه كولی شي لكه هووي چي ترلاسه كړل.

لیکنه: حامد افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب