رهبانیت د کلیسا ستونزه

د BBC عربي ویپ پاڼې څو ورځې وړاندې د رهبانیت په اړه یوه لیکنه د (توم دي کلاستیلا) په قلم خپره کړه، چې سرلیک یې ؤ: د پاپانو جنسي رسواییو دورځپاڼو د لومړۍ پاڼې لومړی مقام تر لاسه کړ، او همدې رسواییو پخوانی پاپ استعفاء ته اړ ایست. داچې څیړنه دهغو کسانو له شاهدې سره تړلې چې ډیر عمر یې د کلیسا په خدمت کې تیر کړیدی، او ددوی څرګندونې د اسلام د هغه اصل سره توافق لري، چې رهبانیت په اسلام کې نشته او دا کوم الهي امر ندی، بلکې دا دپاپانو جوړ کړی قانون دی چي د کلیسا په پیروانو تحمیل شوی.

موږ د موضوع د اهمیت په نظر کې نیولو سره د مضمون غټ ټکي را اخیستې هیله ده چې د لوستونکو دپام وړ وګرځي .

لیکنه په دې عنوان پیل شوې چې (آیا انسان کولای شي د جنسي اړیکو له لرلو پرته ژوند وکړي؟) او آیا کولای شي انسان له نفس سره تړلې غریزي څخه ځان ګوښه کړي؟

لیکوال زیاتوي: درهبانیت ژوند د زهد او پرهیزګارۍ په معنی ندی، د رهبانیت کلمه یوه لاتیني کلمه ده چې د مجردتوب معنی ورکوي، یعني په ټول ژوند کې د جنسي اړیکو سره مقاطعه .

د کليسا د نوي پاپ د انتخابېدو مراسم

نوموړی زیاتوي: دا ممکنه ده چې یو کس دې د یوې مودې لپاره زاهد پاته شي، او دا هم ممکنه ده چې یو زاهد د جنسې اړیکو د لرلو سره هم زاهد پاته شي، خو ریښتینی رهبانیت دهرډول جنسې اړیکو له لرلو پرته ژوند کولو ته وایی، پرته له واده کولو او د ژوند له شریک لرلو.

ځینې کسان رهبانیت ته څه جزیات او نور تعریفونه ورکوي، خو دې مسئلې ته هغه مهال د خلکو ډیر پام شو چې کله په لندن کې د کاردینال کیت اوبراین د جنسي بې لارۍ په اړوه خبرې چې له بریده تیرې شوې وې، د ورځپانو مخ ته راووتې، او دا چې نوموړي کاردینال یو کاتولیکي کشیش ؤ ، له نوموړي دا تمه کیده چې له هر راز جنسي اړیکو به یې ځان ساتلی وي، او ځان به یې د خدای عبادت او د کلیسا د پیروانو خدمت ته وقف کړې وي.

همدا (درهبانیت) عقیده په بودایی مذهب کې هم لوړ مقام لري، او دواړه ادیان د استمناء عمل د رهبانیت ماتونکی کڼي، … په کاتولیکي مذهب کې ټول نارینه او ښځینه راهبان، چې ډیري یې نارینه دي، په همدې عمل مکلف دي، خو پوښتنه داده چې ايا درهبانیت ژوند ممکن دی؟

کاردینال کیت اوبراین په دې اعتراف کوی چې د نوموړي جنسې سلوک له طبعي معیاونو اوښتی، خو جان واس د اکسفورد د پوهنتون د غدو د علم استاذ وایی: رهبانیت یو شاذ او نادر حالت دی، د نوموړي په وینا (۸۰ـ۹۰) په سلو کې نارینه د استمنا عمل تر سره کوي، چې په دې کې کشیشان هم شامل دي، نوموړي زیاتوي: د رهبانیت ژوند د جسمي صحت سره هم په ټکر کې دی، ځکه د جنسي عمل څخه ځان ساتل د پروستات د سرطان لامل ګرځي. له بل لوري ډیر خلک دا فکر نه کوي چې یو کس دې ټول عمر پرته له دې چې کوم جنسې عمل تر سره کړي، په رهبانیت کې پاته شي، خو د بودایی دین یو ښوونکی دا نه مني او وایی چې: دا ممکنه ده د ذهني طاقت او تمرین په واسطه جسم له دې رغبت څخه راوګرځول شي، همدا شان پاپ ستیفن وانګ وایی چې دا هغه قرباني ده چې کشیشان یې قبلوي، جیمې اوبراین هغه کشیش دی چې د ازدواج کولو په نیت یې له رهبانیت څخه لاس اخیستی وایی: ستونزه یوازې تر بیولوژیکې مسائلو محدوده نه پاته کیږي، بلکې جنسې کیمیاوي مسائل هم د رهبانیت ژوند ته ګواښونه متوجه کوي، اوبراین ترټولو تسونزمن عمل چې په عیسوي دین کې یې لیدلی، هغه دادی چې، دا دین چاته ددې اجازه نه ورکوي چې په ژوند کې د بل چا سره شریک شي، هغه زیاتوي: موږ بشر یو، او موږ د یوالی په عنصر باور لرو، زموږ ډیر خلک دې ته اړتیا لري چې په ژوند کې دبل چا سره شریک شي (نکاح او واده ولري).

بلخوا الیزابت ابوت په دې باور دی چې د جنسي دوافعو او سلوکو په مړه کولو او خفه کولو د کشیشانو مجبورول، خلکو ته دمنلو وړ کار ندی، هغه زیاتوي چې دا فکر دکلونو په تیریدو اوس دناکامي په لور روان دی، او اوس نور روښانه آندونه را څرګند شوي دي.

خو وانګ بیا فکر کوي چې خلک د رهبانیت په هکله غلط تصور لری، دا عقیده په دې ټینګار کوي چې یوازې د الله تعالی سره اړیکې ولري، خو ساندرابیل د رهبانیت، کلتور او ټولني د کتاب لیکوال بیا وایی چې: اساسي خبره په عقیده کې نه ده، او نه دا عمل په کاتولیکي کلیسا کې یوه عقیده ده، دا یوازې یو قانون دی، دا ځکه چې کله دانجیل (پروتستانت) کلیسا پیروان دمذهب په تغیر سره کاتولیکي کلیسا ته را اوړي نو دوی مجبور ندي چې خپلې ښځې طلاقې کړي، او دوی کولای شي خپلې ښځې ورسره وساتي، نو له دې عمل څخه ښکاري چې رهبانیت یوه عقیده نه، بلکې یو قانون دی چې په عیسویت کې دود شوی.

ژباړه او لنډیز: محمد شفیق صادق

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب