بدکاري (زنا) -لوی ګناهونه ۱۰

الله  جل جلاله  په دې اړه فرمايلي دي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً } 32{   ۱ ) زنا ته مه ورنږدې كيږئ هغه ډېر ناوړه كار دى .

الله  جل جلاله  په بل ځاى كې فرمايلي دي : وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا }68{ يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا }69{ إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا}70{۲ )هغوى چې د الله  جل جلاله  سره بل الله  نه رابولې او نه پرته دحق څخه هغه كس  وژني چې الله  جل جلاله  يې ( وژل ) حرام كړي وي او نه زناء  كوي او څوك چې داسي وكړي هغه به خپله ګناه مومي ، دهغه لپاره به د قيامت عذاب دوباره كيږي او همېشه به په كې خوار او ذليل پروت وي پرته له هغه ( كس ) چې توبه وباسي .

الله  جل جلاله  په بل ايت كې فرمايلي دي : الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ وَلاَ تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ} 2{(1) زنا كاره ښځه او زنا كار سړى دواړو نه هر يو سل درې ووهى او دالله  جل جلاله  په دين كې دي په دواړه څه زړه سوى نه راځي ، كه تاسي په ( رښتيا ) په الله  جل جلاله  او دقيامت په ورځ ايمان لرى دهغوى سزا ته دې دمومنانو يوه ډله حاضره شي .

عالمان وايي: دا سزا دناواده شوي هلك او انجلى ده كه چېري واده لرونكى زناء وكړي اګر كه په ژوند كې يې لومړى وار هم وي هغوى به په كاڼو باندې تر دې پورې ويشتل كيږې تر څو چې مړه شي .

په يوبل حديث شريف كې راغلي دي: ( كه په دنيا كې زنا كار او يا زناكارې ته دا سزا ورنه كړل شي او د توبې څخه پرته مړه شي دوى ته به په دوزخ كې د دوزخ په دورو سزا وركول كيږي .

په دې اړه په زبور كې راغلي دي: ( زناكاران به په دوزخ كې د شرم ځايونو څخه ځوړند وي د اوسپنې په دورو باندې به وهل كيږي او چې كله د عذاب له كبله چغې كړي عذاب وركونكى به ورته ووايي : په دنيا كې دي دا چغې چيرې وې تا خو به خنداګانې ، خوشحاليانې او لوبې كولې ، دالله  جل جلاله  څخه نه ويريدې او نه شرميدې؟ )

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : ( لايزنى الزانى حين يزنى وهو مومن ، ولا يسرق السارق حين يسرق وهو مومن ولا يشرب الخمر حين يشربها وهو مومن ، ولا ينتهب نهبة ذات شرف يرفع الناس اليه فيها ابصارهم حين ينتهبها وهو مومن ) ۱ )زنا كار زناء نه كوي په هغه حالت كې چې مومين وي ، غل غلا نه كوي په هغه حالت كې چې مومين وي . شراب څښونكى شراب نه څښي په هغه حالت كې چې مومين روغاصب غصب نه کوي په داسې حال کې چې دى مسلمان وي .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  بل ځاى فرمايلي دي : ( اذا زنى العبد  خرج من الايمان وكان كالظلة على راسه فاذانقطع منها رجع اليه الايمان ) (2) كله چې يو كس زنا كوي ايمان ورڅخه داسې وځي لكه سورى چې  دچاپه سر ولاړ وي او چې كله دزنا څخه  وزګار شي ايمان ورته بېرته راځي .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : ( من زنى او شرب الخمر نزع الله منه الايمان كما يخلع الانسان القميص من رأسه ) (3)څوك چې  زنا وكړي او يا شراب وڅښي الله  جل جلاله ورڅخه ايمان داسي باسي لكه چې يو كس خپل كميس د سر څخه وباسي.

په يو بل حديث شريف كې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: ( ثلاثة لا يكلمهم الله يوم القيامة ولا ينظر اليهم ولا يزكيهم ولهم عذاب اليم : شيخ زان ، وملك كذاب ، وعائل مستكبر ) (4)د قيامت په ورځ باندې به الله  جل جلاله   د درېو كسانو سره خبري نه كوي،( د مهربانۍ په سترګه به نه ورته ) ګوري او ( حساب به ورته نه ) پاكوي او د دوى لپاره دردونكى عذاب دى : زناكار بوډا ، دروغجن پادشاه او كبرجن فقير .)

ابن مسعود  رضی الله عنه  وايي پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته مې وويل : دالله  جل جلاله  په وړاندې كومه ګناه ډېره لويه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم   راته وويل : ( دالله جل جلاله  سره چې شريك ونېسې په داسې حال كې چې ته الله  جل جلاله  پيداكړى يې ) ۱ )پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته مې وويل د دې څخه وروسته بله كومه ګناه ډېره لويه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : (اولاد دي  د لوږې د ويري ووژنې ) بيا مې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته وويل د دې څخه وروسته بله كومه ګناه ډېره لويه ده ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم  راته وويل: ( دګاونډي د مېرمنې سره  دي زنا وكړې) الله  جل جلاله  د دې حديث پخلى په قرانكريم كې كړى  دى : وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا }68{ يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا }69{ إِلاَّ مَن تَابَ ۲ )

هغوى چې الله  جل جلاله  سره بل الله  نه رابولي او نه پرته دحق څخه هغه كس  وژني چې الله  جل جلاله  يې ( وژل )   حرام كړي وي او نه زنا كوي او څوك چې داسي وكړي هغه به خپله ګناه مومي ، دهغه لپاره به دقيامت په ورځ عذاب دوباره كيږي او همېشه به په كې خوار او ذليل پروت وي پرته له هغه چې توبه وباسي

. په بخاري شريف كې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم  د خوب حديث شريف سمره بن جندب روايت كړى دى وايي پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل: ( زه د جبرائيل  علیه السلام او ميكائيل  علیه السلام  سره روان وم : ( فانطلقنا فاتينا على  مثل التنور اعلاه ضيق واسفله واسع ، فيه لغط واصوات . قال : فطلعنا فيه ، فاذا فيه رجال ونساءعراة ، فاذاهم ياتيهم لهب من اسفل  منهم ، فاذا اتاهم ذالك الهب ضو ضواء ، اى صاحوا من شدة حره فقلت لها من هولاء ؟ قالا : هولاء الزناة والزواني يعني من الرجال والنساء فهذا عذابهم الى يوم القيامة ).

  ژباړه ? په لاره ) كې د تنور  په ډول ( ځاى ) په مخه راغى سر يې وړوكئ او تل يې پراخه و ، د فرياد اوازونه ورڅخه راوتل چې كله مونږ ور وكتل يو لوڅ سړى او ښځه په كې وو ، د تنور د لاندي خوا څخه ورته د اور لمبې راپورته كېدې دلمبو د اور دتاو څخه به دوى چغې وهلې ، ما جبرائيل  علیه السلام  ته وويل : جبرائيله! دا څوك دي؟ جبرائيل  علیه السلام  راته وويل : ( دا د زنا كار  او زناكارو ( عذاب ) دى ، د قيامت تر ورځې پورې به دوى په دې  عذاب كې اخته وي .۱ )

عطاء  رحمة الله علیه  د دې ايت (لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ) ۲ ) په تفسير كې وايي : ( د دوزخ اووه دروازې دي دټولو څخه غمجنه ، ګرمه ، دردونكې او سپكوونكې دروازه  د هغه زنا كارانو لپاره ده چې  د پوهې سره بيا هم زنا كوي .)

مكحول الدمشقي  رحمة الله علیه  وايي : ۳ )( په دوزخ كې به دوزخيان يو ډېر  بد بوى حس كړي دوى به ووايي : تر اوسه پورې د دې څخه بد بوى مونږ نه وو حس كړى ، دوى ته به ملائيكي ووايي : ( دا د زنا كارو ښځو دشرمګاه وو بوى دى .)

ابن زيد وايي : ( دوزخيان چې د زناكارو دشرمګاه وو بوى  حسوي دا عذاب په هغو لسو اياتونو كې ياد شوى دى  چې الله  جل جلاله  موسى  علیه السلام  ته ليكلي و : ( ولا تسرق ولا تزن فاحجب عنك وجهى ) ۱ )غلا مه كوه ، زنا مه كوه كه نه ستا څخه به مې  مخ ( ذات ) په پرده شي .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ويلي دي : ابليس هره ورځ په ځمكه كې خپل لښكر خپوروي بيا ورته وايي : كه په تاسو كې چا ډېر مسلمانان بې لارې كړل د هغه په سر به تاج كېږدم ) ډېر فتنه ګر او ابليس ته نزدې شيطان چې كله بېرته راشي ابليس ته به ووايي : په فلانكي پسې  اخته شوى وم تر دې پورې چې ښځه مې پرې طلاقه كړه ، ابليس به ورته ووايي : تا هيڅ نه دي كړي كيداى  شي چې هغه كس بله ښځه وكړي ، بيا به بل شيطان راشي وبه وايي : په فلانكي پسې اخته شوى وم تر دې پورې چې دى او ورور مې په دښمنۍ كې واچول ابليس به ورته ووايي : تا هم هيڅ نه دي كړي كيداى  شي چې بيرته سوله وكړي ، بيا به بل شيطان راشي وبه وايي : په فلانكي پسې اخته شوى وم تر دې پورې چې  زنا يې وكړه ابليس به ورته ووايې : هو په رښتيا چې  تا كار كړى دى ځان ته به يې رانږدې كړي او بيا به تاج ورته په سر كړي.)

حضرت انس  رضی الله عنه  وايي پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : ( ان الايمان سر بال يسر بله الله من يشاء فاذا زنى العبد نزع الله منه سربال الايمان فان تاب رده عليه ) ۲ )په رښتيا چې ايمان جامې دي، د الله  جل جلاله  چې څوك خوښ شي دا جامې وراغوندي خو كله چې  هغه (كس ) زنا وكړي الله  جل جلاله  يې بېرته ورڅخه باسي او كه (د  زنا  څخه ) توبه وباسي بېرته يې بيا ور واغوندي .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : ( يا معشر المسلمين اتقو الزنى فان فيه ست خضال : ثلاث فى الدنيا و ثلاث فى الاخرة فاماالتى فى  الدنيا : فذهاب بهالوجه ، وقصر العمر  ، ودوام الفقر واما لتى فى الخرة : سخط الله تبارك وتعالى ، وسوء الحساب والعذاب بالنار ) ۱ )

ژباړه: اى دمسلمانانو ټولګيه ! دزناء  څخه لرې اوسئ ځكه چې دا شپږ عذابونه لري. درې يې په دنيا او درې يې په اخرت كې دي ،هغه عذابونه چې  په دنيا كې وركول كيږي دا دي: دمخ نور ختمېدل ، دعمر كمښت او همېشه غربت  هغه عذابونه چې په اخرت كې وركول كيږي هغه دا دي: ( د الله  جل جلاله  قهر ، بدسخت ) حساب او ددوزخ اور دى .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  په بل حديث شريف كې ويلي دي : ( من مات مصراعلى شرب الخمر  سقاه الله تعالى من النهر الغوطة وهو نهر يجرى  فى النار من فروج المومسات ۲ )څوك چې د شرابود څښلو له امله مړ شي الله  جل جلاله  به د ( غوطې ) اوبه ورباندې  وڅښي غوطه په دوزخ كې يو روان نهر دى چې دزناء كارو ښځو دشرمګاه وو څخه  بهيږي .يعنې دزنا كارو ښځو دشرم ځايونو څخه به په دوزخ كې نوونه او زوي بهېږي دا به بيا زناكاران او شرابيان څښي .پېغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : ( ما من ذنب  بعد الشرك بالله اعظم عند الله من نطفة وضعها رجل فى رحم لا يحل له )

 ۱ ) د الله   جل جلاله  سره دشريك نيولو څخه وروسته دالله  جل جلاله  په وړاندې تر دې بله لويه ګناه نشته چې يو سړى خپل نطفه ( اوبه ) په هغه ( ځاى ) كې وغورځوې چې هغه ورته روا نه وي .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  بل ځاى فرمايلي دي : ( فى الجهنم واد فيه حيات كل حية نحن رقبة البعير تلسع تارك الصلاة فيغلي سمها في جسمه سبعين سنة ثم يتحرى لحمه وان فى الجهنم واديا اسمه جب الحزن فيه حيات وعقارب كل عقرب بقدر  البغل لهاسبعون شوكة رواية سم ثم تضرب الزانى وتفرغ سمها فى جسمه يجد مرارة وجعها الف سنة ، ثم يتحرى لحمه ويسبل من فرجه القيح والصديدة )

ژباړه: په دوزخ كې يوه كنده ده چې ماران په كې دي  ، هر مار د اوښ دڅټ په ډول غټ دى، لمونځ پرېښودونكي به چيچي تر اويا كالو پورو به يې په بدن كې زهر خوټيږې چې بلاخره غوښه به يې زيړه  شي . په دوزخ كې يو بله كنده ده چې  نوم يې ( جب الحزن ) دى  لړمان او ماران په كې دي ، هر لړم دكچرې په ډول غټ دى ،هر لړم اووه ـ اووه لشې لري،هره لشه يې د زهرو چينه ده ،( دا لړمان به ) زنا كارانو ته ټك وركوي او په بدن كې به يې زهر ورپرېږدي، تر زرو كالو پورې به ( دغه كس ) د زهرو تريخوالى محسوسوي  ، بلاخره غوښه به يې زيړه شي او دشرم ځاى څخه به يې نوو  او زوي روانې وي  .همدا ډول په يو بل روايت كې راغلي دي : ( څوك چې د واده شوي مېرمنې سره زنا وكړي په دواړو به په قبر كې دټولامت نيم عذاب وي او چې  كله د قيامت ورځ شي الله  جل جلاله  به يې مېړه ته جنت ته د تللو امر وكړي په هغه حالت كې  چې مېړه يې ناخبره وي او كه مېړه يې ښه پرې  خبر وي او چپ پاتې شوى وي الله   جل جلاله  به جنت پرې حرام كړي ، ځكه چې الله  جل جلاله  دجنت په دروازه ليكلي دي : (جنت په ( ديوث كس ) حرام دى ) ديوث هغه كس دى  چې دخپلې ميرمنې د بې لاريتوب څخه ښه خبر وي او چپ  پاتې كيږې او غيرت نه كوي .

همداډول يو بل روايت شوى دى :  څوك چې په يوې ښځې لاس كيږدي چې ده ته روانه وي دقيامت په ورځ به په داسي ډول راشي چې هغه لاس به يې په غاړه كې ځوړندوي ، كه چيرې يې مچوكړې وي شونډي به يې د دوزخ په اور سوځيږي كه يې زناء ورسره كړې وي ورونونه به يې د قيامت په ورځ خبرې كوي اوشاهدي به ورباندې وايي :

 ( مونږ په حرامو كې استعمال شوي وو)  الله  جل جلاله  به ورته په قهر او غصې سره ګوري تر دې پورې چې د مخ غوښه به يې ټوله توى شي،دى به ترې منكرشي وبه وايي مادا كارونه نه دي كړي، ژبه به يې پرې شاهدي ووايي: په مايې حرامي خبري كړي دي ، لاسونه به يې پرې شاهدي ووايي :مونږ يې  د حرامولپاره غزولي وو، سترګي به ېيپرې شاهدي ووايې: په مونږ يې حرام كتلي وو، پښې به يې پرې شاهدي ووايي:  په مايې نارواتګ كړى دى، شرم ځاى به يې پرې شاهدي ووايي: په ما يې زناء كړې ده ، حافظه ملا ئيكي به پرې شاهدي ووايي: ما اوريدلي دي بله به ووايي ماليكلي دي اوالله جل جلاله   به ووايي: ( زه پرې خبروم خوپرده مې پرې واچوله ) بيا به الله جل جلاله  ملائيكو ته ووايي: ( وې نېسئ عذاب وركړى، زماعذاب د هغه كس لپاره ډېر دى چې زما څخه يې حياء نه كيږي .د دې پخلى دالله  جل جلاله  په كتاب كېهم شوى دي :

 يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ }24{۱ ) هغه ورځ چې خپلې ژبې ، لاسونه اوپښې به يې دهغو كارونو شاهدي ورباندي وايي چې دوى به كول .

له ټولونه لويه ګناه

دمور، ميرې ، خور اودهغوخپلوانوسره زناء كول چې نكاح يې د تل لپاره روا نه ده ډېره لويه ګناه لري. حاكم په دې اړه روايت كړى دى (من وقع على ذات محرم فاقتلوه ) ۲ ) چا چې دمحرماتوسره (هغوخپل خپلوانوسره چې په نكاح كول يې دتل لپاره ناروا ده) زناوكړه هغه كس ووژنئ .

البراء وايي پېغمبر صلی الله علیه وسلم  زما ماما په يو كس پسې وليږلو چې د خپلې ميرې  سره يې واده كړى و ، چې هغه كسووژني اوشتمني يې پنځه برخي كړي.0

دبخښونکي الله  جل جلاله  څخه دمهربانۍ سوال كوو چې ګناهونه  مو راته وبخښي په رښتياچې سخي اومهربان دى .

‌ژباړن :مولوي نورالله ( وفا )

۱ ) سورة الاسراء الآية (۳۲) .

۲ ) سورة الفرقان ( ۶۸ ـ ۷۰ ) .

(1)  سورة النورالآية (۲) .

۱ ) رواه خ . م. س . من حديث ابي هريرة .

(2)  رواه ابوداود والترمذي والبيهقي من حديث ابي هريرة قال المنذري وقال المنصف في صغراه . هذاعلى شرط البخاري ومسلم .

(3)  رواه الحاكم من حديث ابي هريرة . افاده المنذري .

(4)  رواه مسلم والنسائي من حديث ابي هريرة .

۱ ) تقدم تخريجه في الكبيرة الاولى ) الشرك ( .

۲ ) سورة الفرقان الآيات ( ۶۸ ـ ۷۰ ) .

۱ ) رواه البخاري في حديث طويل .

۲ ) عطاء إما ابن ابي رباح اليماني نزيل مكة احدفقهاء التابعين وائمتهم المتوفي سنة ( ۱۱۴) هـ واماابن يساالمدني احدالاعلام من فقهاء التابعين مات سنة (۹۷) أو (۱۰۳) . واما ابن دنيارمن رجال الحديث، له كتاب في التفسيريرويه عن سعيدبن جبيرمات سنة ( ۱۲۶) هـ .

۳ ) سورة الحجرالآية  (۴۴) .

۱ ) ثقة من فقهاء التابعين بالشام، روى عنه اوازعي وغيره مات سنة (۱۱۳) هـ .

۲ ) رواه البيهقي من حديث ابي هريرة قاله المنذري ونحوه عندد، ت، ك اهـ ترغيب وترهيب .

۱ ) رواه ابن الجوزي في موضوعاته عن ابي نعيم في الحلية من حديث مسلمة بن علي عن ابي عبدالرحمن الكوفي عن الاعمش عن شقيق عن حذيفة به، ومسلمة متروك، وابوعبدالرحمن الكوفي مجهول، وكذارواه البيهقي في الشعب من هذاالطريق، وله طرق اخرى ساقطة عن انس، وعلي اهـ من اللآليء المصنوعة .

۲ ) رواه احمد وابي يعلى وابن حبان في صحيحه والحاكم وصححه نحوه اهـ ترغيب .

۱ ) روى احمد والطبراني من طريق ابن لهيعة عن دراج عن عبدالله ابن تحارب بن جزء الزبيدي حديثًا نحواً مماهناكمافي الترغيب للمنذري .

۱ ) سورة النورالآية (۲۴) .

۲ ) قال المصنف في الصغرى : والعهدة عليه اي على الحاكم في هذالتصحيح .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب