رسول الله -صلی الله عليه وسلم – په مدينه کې
د جمعې له لمانځه وروسته رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته تشريف يو ووړ، او له همدې ورځې نه د يثرب نوم مدينه الرسول شو، او اوس د اختصار په توګه مدينه ورته ويل كيږي.
دا يوه تاريخي او بې سارې ورځ وه، د مدينې ټولې لارې او كوڅې د تكبير، تحميد او تقديس نارو په سر اخيستې وې. او د انصارو لوڼو له ډېرې خوشالۍ نه دا ابيات ويل: طلع البـدر علينا من ثنيات الوداع وجب الشكر علينا مـا دعا لله داع ايهـا المبعوث فينا جئت بالامر المطاع [ترجمه: د جنوبي لوري له غرو (ثنيات وداع) نه په مونږ باندي د څوارلسمې سپوږمۍ راوختله. په مونږ تر هغې د الله شكر واجب دى، تر څو بلونكى د خداى لورته بلنه كوي. اې مونږته راليږلې شويه! دا ستا د حكم اطاعت فرض دى.]
انصار (رضي الله عنهم) كه څه هم د زياتې سرمايې خاوندان نه وو، خو هر يوه يې دا هيله او آرزو درلوده چي رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) يې ميلمه شي، او دده په كوركې واړوي، نو په هر يوه كور به چي تېريده د كور مالك به يې د اوښې واګې نيولې او ورته ويل به يې: تشريف راوړئ دلته زيات تعداد ډېر ساز او سامان، وسله او حفاظت ستاسي په خدمت كي دي. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به ورته فرمايل: [خلوا سبيلها فإنها مأمورة]اوښه پريږدئ دا ماموره شوېده! او ښه روانه وه تر څو د مسجد نبوي ځاى ته ورسېده او هلته چو شوه، خو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورنه كوز نه شو، اوښه پاڅېده لږ وړاندي لاړه، بيايې يوې خوا بلې خواته وكتل بيرته راوګرځېده او پخپل لومړني ځاى چو شوه. رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورنه كوز شو.
دا د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ماما خيلو بني النجار ځاى وو، او دا د الله له لوري اوښې ته توفيق وو ځكه ده غوښتل چي د خپلو ماما خيلو د عزت او احترام پخاطر له دوئ سره واړوي، پدې وخت كې خلكو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته له دوئ سره د تلو پيشنهادونه كول، خو ابو ايوب الانصاري (رضي الله عنه) وار ړومبى كړ او د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) بار او كجاوه يې خپل كورته يووړه، نو رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: [المرء مع رحله]. مسافر له خپل بار او كجاوې سره وي. او اسعد بن زراره راغى او د اوښې پړى يې ونيوه او له ځان سره يې بوتلله او له همده سره وه. امام بخاري له انس نه روايت كوي وايي: رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: [أي بيوت أهلنا أقرب؟] .
زمونږ د خلكو نه دكوم يوه سړي كور ډېر نژدې دى؟ ابو ايوب ورته وويل: فقال أبو أيوب: أنا يا رسول الله ، هذه دارى، وهذا بأبي، زما كور ډېر نژدې دى يا رسول الله ! دا مې كور او دا يې دروازه ده. نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: قال: [فانطلق فهيئ لنا مقيلًا] درځه، او زمونږ لپاره د قيلولې (د غرمې په وخت د خوب) ځاى برابر كړه. هغه عرض وكړ: قال: قوما على بركة الله تاسې دواړه مهرباني وكړئ د الله په بركت سره. څو ورځې وروسته د رسول (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) بي بي ام الموْمنين سوده او دواړه لوڼې يې فاطمه او ام كلثوم، او اسامه بن زيد او ام ايمن له عبدالله بن ابوبكر چي عائشه او د ابوبكر نوره كورنۍ يې را ايستلى وه را ورسېدل (رضي الله عنهم اجمعين) خو حضرت زينب (رضي الله عنها) هملته په مكه كې له ابو العاص سره پاتې شوه ځكه هغه اجازه نه وركوله، تر څو له بدر وروسته را مهاجره شوه. عائشه (رضي الله عنها) وايي: كله چي رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته ورسېد، هلته ابوبكر او بلال (رضي الله عنه) سختې تبې ونيولو، زه ورغلم او ورته ومې ويل: پلار جانه څنګه يې؟ او بلاله ته څنګه يې؟ دا وايي چي ابوبكر (رضي الله عنه) به د تبې په وخت كې داشعر وايه: كل امرئ مصبح في اهله و الموت ادنى من شراك نعله هر چا ته پخپل كور كې سهار په خير (صبح بخير) ويل كيږي، پداسې حال كې چي مرګى يې د څپلۍ له تسمې نه هم ورلنډ دى. او وايي كله به چي د بلال حالت لږ غوندې ښه شو نو پخپل ښكلي آواز سره به يې داسې ويل: الا ليت شعري هل ابيتن بواد و حولي اذخر و جليل وهل اردن يوما مياه مجنة وهل يبدون لي شامة و طفيل [كاشكي خبر واى چي كومه شپه په وادي (مكه) كې تېرولى شم او شا او خوا مې اذخر او جليل بوټي واى او آيا كومه ورځ به مې د مجنى په چينه ګذر شي، او آيا د شامې او طفيل غرونه به بيا ووينم.] عائشه (رضي الله عنها) وايي: زه بيا رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته ورغلم او لدې حال نه مې خبر كړ. نو رسول (صلى الله عليه وسلم) داسې وفرمايل: [اللهم العن شيبة بن ربيعة، وعتبة بن ربيعة، وأمية بن خلف، كما أخرجونا من أرضنا إلى أرض الوباء]. خدايه! په شيبه بن ربيعه او عتبه بن ربيعه، او اميه بن خلف لعنت وکړې، هغوى مونږ له خپل وطن نه د رنځونو ځمکې ته راوشړلو.
ثم قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: [الله م حبب إلينا المدينة كحبنا مكة أو أشد، وصححها، وبارك في صاعها ومدها، وانقل حماها فاجعلها بالجُحْفَة].يا الله ته زمونږ په زړونو كي د مكې د محبت په شان او يا له هغې نه هم زيات د مدينې محبت واچوې، اې خدايه! ته د مدينې فضا او هوا صحيح او صحت وركوونكې وګرزوې، او ددې ځاى د غله جاتو په پيمانو كي بركت واچوې، او ددې ځاى تبه له دې ځايه اوچته كړې او په جحفه كې يې و ګرځوې.
الله تعالى د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دعا قبوله كړه د مدينې حالات يې بدل كړل. دلته د دعوت مكي دور پاى ته ورسېد، او د رسول الله(صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ژوند د لومړۍ برخې حالات او واقعات مو هم همدلته تر نظر تېر كړل.
(الرحيق المختوم)