را پنجه شه! | د ټانګې والا او داود خان کیسه

یوه داسې لیکنه چې هم پند، هم خوند او هـم طنز دی.
وایي د داود خان په زمانه کې یو سړی راغئ داود خان ته یې وویل:
د ټانګې کرایه ډیره ګرانه شوې ده.
داود خان سملاسي شخصي لباس واغوست او لاړ ټانګې والا ته یې وویل:
محترمه تر څرخي پله څو روپۍ اخلې؟
ټانګې واله بغیر له دې نه چې ویې پیژني ورته یې وویل:
زه په دولتي نرخ باندې کار نه کوم!
داود خان: 20؟
ټانګې واله : پورته ځه!
داود خان: 25؟
ټانګې واله: پورته ځه!
داود خان: 30؟
ټانګې واله: پورته ځه!
داود خان: 35؟
ټانګې واله: را پنجه شه!
سپور شو، ټانګې واله داود خان ته وکتل او ویې ویل:
عسکر یې؟
داود خان: پورته ځه!
ټانګې واله: تورن یې؟
داود خان: پورته ځه!
ټانګې واله: جنرال یې؟
داود خان: پورته ځه!
ټانګې واله:مارشال یې؟
داود خان: پورته ځه!
ټانګې واله: هسې نه چې داود خان یې؟
داود خان: را پنجه شه!
د ټانګې واله رنګ بدل شو داود خان ورته…،وویل:
وویریدې؟
ټانګې واله: پورته ځه!
داود خان: ولړزیدې؟
ټانګې واله: پورته ځه!
داود خان: متیازې دې وکړې؟
ټانګې واله: پورته ځه!
داود خان: ډکې بولې دې وکړې؟
ټانګې واله: را پنجه شه!
ټانګې واله: هی هی … ، ما زندان ته وړې؟
داود خان : پورته ځه!
ټانګې واله: بل ځای ته مې بدلوې؟
داود خان: پورته ځه!
ټانګې واله: اعداموې مې؟
داود خان: راپنجه شه

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ