د لیکوالۍ لس اصول

لیکواله: ان هېنډلي

ژباړه: وږمه وردک

ډېری کسان فکر کوي چې د لیکلو استعداد یوازې پر یوې خاصې ډلې پورې اړه لري او عادي خلک ترې بې برخي دي. دا کسان ګومان کوي چې انسانان پر دوو ډلو وېشل شوي دي: لومړۍ ډله پیاوړي لیکوال دي او پرته له کومې هڅې ښه لیکنه کولی شي او دویمه ډله هغه خوار لیکوال دي چې د ښې لیکوالۍ هڅه کوي خو هره هڅه یې بې ګټې تمامېږي. دا ډول فکر ناسم دی، نو تاسو هم پرې باور مه کوئ.

په اصل کې ښه لیکوالي یو ډول هنر دی، چې له تفکر او الهام سره مل دی او موږ هر یو د ډېرو ښو او غوره متنونو د لیکلو استعداد په ځان کې لرو.

په اوسني وخت کې چې ټولنیزو رسنیو پر ډېرو چارو اغېز پرې اېښی او په هره برخه کې یې مهم رول لوبولی دی، نو موږ هم باید د ټولنې د فعال غړي په توګه د ځان د اثبات او بریا لپاره باید د ښو متنونو د لیکلو او خپرولو وړتیا ولرو.

your ads

هر څوک که هڅه وکړي او وغواړي، نو خپلې ډېرې عادي لیکنې په الهام بښونکې او جذابه بڼه مخاطبینو ته وړاندې کولی شي. په دې لار کې لومړنی ګام د یوه مناسب ذهني انډول رامنځته کول دي. په دې لیکنه کې د لیکوالۍ لس مهم اصول وړاندې شوي، چې د ذهني انډول د رامنځته کولو او د لیکوالۍ د پیل لپاره ګټور او مؤثر ښودل شوي دي.

۱-  لیکوالي یوه نه، بلکې څو لارې لري

څنګه چې د ماشوم د روزنې لپاره څو لارې موجودې دي؛ ښه لیکوالي هم کومه ځانګړې تګلاره نه لري، نو هڅه وکړئ، خپل سبک او تګلاره پیدا او پر بنسټ یې مخ پر وړاندې لاړ شئ.

۲- کلمې زموږ استازې دي

همدا کلمې دي چې موږ نورو ته ورپېژني، نو باید د خپلو کلمو پانګه پراخه کړو او په کارونه کې یې حساس واوسو. له دې خبرې موخه په ځانګړو موقعیتونو کې د مناسبو کلمو کارول دي.

۳-  لیکوالي عادي وسیله نه ده

لیکوالۍ ته په کمه سترګه مه ګورئ، دا د واک یوه وسیله ده، تر کومه ځایه چې کولی شئ هغه پیاوړې کړئ، څو په اوسني وخت کې د واک خاوندان/ې شئ. تر وروستي بریده هڅه وکړئ چې له دې وسیلې په ګټوره توګه کار واخلئ.

۴-  د ښې لیکوالۍ راز تمرین او تکرار دی

د ښه لیکوال کېدلو لپاره ډېر ولیکئ، که په ساده ژبه یې ووایم نو تاسو یوازې په ډېر تمرین او تکرار سره پر پیاوړي لیکوال بدلېدای شئ؛ نو له هر فرصته د لیکوالۍ لپاره ګټه واخلئ.

۵-  د قواعدو مراعات او حوصله لرل

د ښو لیکلو لپاره لازمه ده، ‌‌‌‌‌‌لیکوالي مو ورځنی عادت وګرځوئ، بېړه مه کوئ، د سم لیکلو د قواعدو د مراعات ترڅنګ پراخه حوصله او زغم هم ولرئ.

٦-  ساده یې ولیکلئ

که موږ د خپل مطلب د ښې افادې لپاره ساده ویي کاروو، نو دا عیب نه دی. د ‌‌‌‌‌‌ډېرو پېچلو وییونو په کارونې سره مو لوستونکي لارورکي کېږي. په یاد ولرئ چې د ښې لیکنې تر ټولو مهمه ځانګړنه نورو ته د خپلې موخې ژر رسول دي.

٧-  لوستونکي مو ناپوه مه ګڼئ

د لیکلو پر وخت داسې وانګېرئ، چې ګواکي لوستونکی مو پر موضوع نه پوهېږي، نو د پوهېدلو لپاره یې بشپړ مواد په لیکنه کې ځای کړئ؛ خو پام مو وي چې هېڅکله مو لوستونکي ناپوه ونه ګڼئ.

٨-  له کلیشې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړئ

تر وروستي بریده هڅه وکړئ چې په لیکنه کې مو د کلیشه یي خبرو او ځانګړو اصطلاحګانو له کارولو ځان وساتئ، خو که چېرې ناچاره شوئ چې دا موارد په متن کې راوړئ، نو کوښښ وکړئ چې کارونه یې محدوده او حد اقل ته را ښکته کړئ.

٩- د بیا لوستنې پړاو جدي ونیسئ

له بیا لوستلو پرته مو لیکنه مه خپروئ، ښایي مطالب په نامناسب او غیر معیاري بڼه راوړل شوي وي. د بیا لوستنې پړاو له تاسو سره مرسته کوي چې متن مو په عالي کیفیت لوستونکو ته وړاندې کړئ. ناهیلي کېږئ مه، د لیکنې لومړنۍ بڼه مو د لیکنې د وروستي کیفیت په ټاکلو کې رول نه لوبوي‌. د ښه لیکوال وړتیا د خپلې لیکنې په بیاسمونه کې ده.

ټولو هغه لیکوال چې تاسې یې پیاوړي ګڼئ، لومړی ځل يې ‌‌‌‌‌‌لیکنو ډېرې تېروتنې لرلې دي، خو د دوی بریا د خپلې لیکنې په بیالوستنې او ا‌ېډېټ کې ده.

اېډېټ یوازې د ګرامري تېروتنو سمونه نه ده، بلکې سربېره پر دې د مطلب د ژر پوهېدلو او افادې لپاره د متن هر اړخیزه اصلاح ده.

١٠- پرله پسې یې ولیکئ

هڅه وکړئ پرله پسې یې ولیکئ او د یوه متن د لیکلو پر وخت زماني واټن مه رامنځته کوئ، کنه نو ښایي د متن کیفیت مو کم شي. د ښې او اغېزمنې لیکوالۍ یوه ځانګړنه لیکلو ته د وخت ځانګړي کول دي؛ نو د کار د پیل پر وخت د هغه پای هم له ځان سره وټاکئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب