راتلونکی اختر بايد څنګه ولمانځو!؟

اوس غواړم چی د عيدالفطر په اړه ځني مهمي خبرې درته ذکر کړم،

اوله خبره داده چي ددې خبري له حقيقت څخه بايد ځانونه اګاه کړو چي اختر او د اختر خوشحالي د چا لپاره ده ددې خبري تفصيل دادۍ چي اختر او د اختر خوشحالي د هغو مسلمانانو دپاره ده چي درمضان مبارکه مياشت يې په طاعت اوعبادت کښي اوپه توبه اواستغفار کښي راتيره کړې وي او درمضان دمبارکي مياشتي روژې يې په صحي توګه نیولي وي عيدالفطراوپه عيدالفطرکښي خوشحالي دهمدغوخلګودپاره ده اوبالمقابل هغه خلګ چی درمضان په مبارکه مياشت کښي يې هم  له فسق اوفسادڅخه لاس نه وي اخستۍاوپه دغه مبارکه مياشته کښي يې دالله جل جلاله دعبادت هيڅ خيال نه وي ساتلۍاوروژه مبارکه يې ياخوړلۍ وي اويايې په دي ډول نيولي چي صرف له خورک اوچښک څخه يې ځان بندکړيوي  نورنوچي په لاس وررغلي  وی هغه يې کړيوي  ټولي ورځي درمضان ئې په غيبت،بهتان،نميمت اوعبث ګويې اوپه حراموکسبوکښي تيري کړيوي دداسي خلګودپاره دعيدالفِطرورځي دخوشحالۍ ورځي نه بلکي دافسوس اودغم اود دردورځي دي  لکه چي زما يوشعردئ:

  که اختردۍ دنيـکانوبه اخــتروي
وبدانو ته اخــــترنــه دۍ سقر دئ

 څه دي وکړل په راغلي رمضان کښي
چي تاهم نن هـسک نيولي ببر سردئ

  مطرودين اومقبولين سره يونه دي
له دې رازه ابـوالفضل ښـه خبردئ

دوهمه خبره داده چي دعِيْدُالفطرورځي چي په اسلام کښي دمسلمانانودپاره دبې مثاله خوشحالۍ ورځي مقرري سويدي دادمادياتواوددنيوي چاروپربناباندي نه دي بلکي دديني اواخروي پرمختګ په خاطراودالهي جائزوپه وجه  دعيدالفطر ورځي په اسلام کښي مقرري سوي دي ځکه له يوې خوادرمضان په مبارکه مياشت کښي مسلمانان عبادي اوديني پرمختګ وکړي اوله بلي خوادآخرت دورځي ثوابونه وګټي اوله دې سره سره  ددوۍ دروژواوطاعاتوپه بدل کښي دعيدالفطرپه ورځ کښي له الهي لوری ودوۍ ته جائزې ورکړې  کيږي.

دريمه خبره داده  چي څرنګه چي داختردورځوخوشحالۍدروحاني اوديني ګټو اودالهي جائزوپه خاطردي نوپه دې کښي ومسلمانانوته دادرس اوتعليم ورکړسويدۍچي دمسلمان خوشحالي اوخفګان بايددديني چاروپه خاطِروي نه ددنيوي چاروکه يوديني کارورڅخه فوت سي نومسلمان بايدغمجن اوپريشانه سي اوکه يوديني کارپه صحيح صورت سره انجام کړي نوبايد په خوشحاله سي، همداسبب دۍ چي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په يوه صحيح حديث کښي فرمايلي دي چي،هغه وخت چي په نيک کارسره خوشحاله کېږي اوپه بدکاسره خپه کيږې نوته مومن يې ،اولکه چي په يوه مأثوره دعاکښي راغلي دي.

اللهم لاتجعل الدنيا اکبرهمنا.

دنړۍ په مختلفوملتوکښي هم يوقسم دخوشحالۍ اوداخترورځي سته خوهغه دنفسانياتواومادياتوپربنا باندي دي اودبشرپه تشخيص اوتحريف او تقريرسره مقرري سويدي نه په الهي تقريرسره.

څلورمه خبره داده چي درمضان  دمبارکي مياشتي روژې اوعبادتونه په حقيقت کښي دجنت دنعمتوانعکاس کوي اودعيدالفطرخوشحالۍدهغه وخت انعکاس کوي چي دقيامت په ورځ مسلمانان په وهغه وخت کښي وجنت ته داخليږي اودعيدګاولمانځه ته دمسلمانانوراغونډيدل دهغه وخت انعکاس دۍ چي مسلمانان به دقيامت په ورځ کښي په هغه وخت کښي  له قبروڅخه وحشرګاه ته راغونډيږي.

ليکنه :

علامه ، محقق  مـحمد مـعين الدين ابوالفضل،کان الله له ودامت برکاته.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب