
د اکسل Excel پروګرام د څه لپاره کارول کېږي؟
د Excel پروګرام د څه لپاره؟
اکسیل داعدادو لپاره یو تجزیه وي او محاسبوي پروګرام دی ، چي ترډېره نن ورځ په سوداګریزو دفترونو کي ورڅخه کال اخیستل کېږي ، دایکسیل آسانتوب هر چاته ددې اختیار ورپه برخه کوي چي ددې پروګرام په کارولو سره خپل په چارو کي ورڅخه بشپړه ګټه واخلي.
د اکسیل پروګرام ځانګړي خصوصیات په دوو برخو ویشل شوي:
۱:- داکسیل څخه دیوه محاسبوي پروګرام په څېر کاراخیستنه:
په دې برخه کي ، دبېلابیلو کمانډونو او توابعو (Functions) په کاروني سره ، کولای شئ چي یو لړ ارامو باندي دریاضي څلور عملیې (جمع ، منفي، ضرب او تقسیم ) اجراء کړئ ، په دې سربېره تاسو کولای شئ ، نوري پېچلي ریاضيکي او مثلثاتي سوالونه پکي حل کړئ.
نوموړې برخه ډېره ساده او آسانه ده ، چي هر څوک کولای شي دلږ زده کړو وروسته ورڅخه کار واخلي ، تاسو به لږوړاندي په دې هکله بېلابیل مثالونه ووینئ.
۲:- داکسیل پروګرام څخه دیوه توکبنسټ (Database) په څېر کاراخیستنه:
اکسیل کي دتوکبنسټ جوړول یو څه مشکل کار ښکاري ، هغه په دې چي دتوکبنسټ د جوړولو لپاره بعضي چاري باید دپروګرام لیکلو په صفحه کي ترسره سي ، چي اکسیل هم ځان ته د ویژول بیسک دپروګرام لیکلو یوه برخه لري ، چي باید ټول د کوډونو په وسیله مشخصات او شرطونه ورته کېښودل سي.
کومي چاري چي دیوه توکبنسټ په وسیله جوړ شوي وي ، کارونه یې ډېره آسانه او همدا ډول ټول مواد یې په ښکلي بڼه منظم سوي وي.
ددې لپاره چي ډېر غټ او پېچلی توکبنسټ جوړ کړئ ، باید ددې لاندي پروګرامونو څخه کار واخلئ ، ځکه په اکسیل کي ډېر پېچلي توکبنسټونه (Databases) نه جوړېږي.
د پروګرامونو بېلګه :
1:- MS Access
2:- SQL
3:- MySQL
4:- DB2
5:- Oracle
او داسي نور …
یوسفزی