د یوه ویښ افغان انسان د زړه چیغه!
که چیري زموږ ملي احساس قوي سي، ښوونکی په ښوونځي کي او مسجد امام مو په مسجد کي هر افغان انسان ته د آمنت بالله تر څنګ د حُب الوطن من الایمان تلقین ورکړي- فکر نه کوئ چي د هر افغان انسان په زړه کي به هیوادنۍ مینه رُشد وکړي؟
بې اتفاقي او اختلافات به مو د کورنۍ، محل، سیمي، ولایت… بالاخره د هیواد څخه کډه و کړي؟- د هر افغان انسان سره به د وطن د آبادۍ-زرغونولو فکر پیدا سي؟
بلې!
حتمن!
دا ځکه د کوموهیوادونو وګړو او خاصتاً ځوانانو چي د خپلو ټولنو پر وړاندي مسئولیت درک کړی وي، په حقیقت کي ئې هیواد د نړۍ د پر مختللو او سوکالو هیوادونو په کتار کي درولی دئ اولا ئې هم د پرمخ بېولو پراخي او نه ستړي کېدونکي هڅي کوي. راسئ له خپلو ځانو وپوښتو چي موږ افغان انسانانو او بیا په ځانګړي ډول ځوانانو د خپل هیواد، اولس او ځانو لپاره څه کړیدي؟!
آیا د خپل ملي مسئولیت څخه مو ځانونه خبر کړیدي؟
آیا په لوی لاس مو د خپل هیواد لپاره د سرطان حیثیت نه دئ غوره کړی؟
هو! حتمن.
ولي چي ټولنپوهان وايي، له لاندینیو نښو معلومیږي چي د یوه ملت په احساس مرګی ګډ سویدئ:
خلک په خپله ټولنه کي هر رنګه جنایت-خیانت د سر په سترګو ویني، خو چپه خوله تېریږي .
په ښوونځي کي ښوونکی، په روغتون کي ډاکټر، په دفتر کي مامور، په کار کي ګارګر لنډیز دا چي مشر – کشر په خپلو ورسپارل سویو دندو کي اخلاص نه کوي او اوبه غلبېلوي.
ملي شتمني او بیت المال هیڅوک خپل نه ګڼي.
لاس بري او ځواکمن دځان لپاره بې شمېره امتیازات اخلي خو مسؤلیت- مکلفیت او دحق وجیبې ته غاړه نه ږدي.
قاتل او قانون ماتونکی به اتل او ملي قهرمان بلل کیږي.
دښه سړیتوب معیار پیسه، سکه او واسطه وي.
راسئ چي هر یو خپل وجدان قاضي جوړ کړو او وګورو چي دا زموږ په ټولنه مرګی نه دئ را ګډ سوی؟
آه؟
حتمن به د هر یوه ځواب، هو! وي.
نو بیا راسئ د خدای لپاره ددې پر ځای چي یو و بل وغندو- درنښت او درناوی ئې وکړو، اوږې سره سمي کړو، یو-بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو، تر یوه بیرغ لاندي سره راټول سوو په ګډه د خپل پر دې دُنیا جنت غوندي ټاټوبي د آبادولو، زرغونولو او سیال کولو لپاره مټي را ونغاړو- پرېنږدو چي د پردیو ټوپک وي، زموږ مُټي او د خپل هیواد ورانېده. راځئ چي خپل سیاسي شعور قوي کړو، په هره جامه کي هیوادنی دُښمن و پېژنو، پر وړاندي ئې په ګډه اقدام وکړو او د خپل خوږ نبی(صلی الله علیه وسلم) ددې وینا مطابق چي ویل به ئې: که هیوادنۍ مینه نه وای؛ د بدې هوا او اوبو هیوادونه-ښارونه به ویجاړ او تش پاتي وای، راسئ د همدې وینا پر بنسټ د هر افغان د زړه سر” افغانستان “ نور وران نه، بلکي جوړ کړو، او د نن ورځي د جوړولو معیار یوازي –یوازي قلم دئ!
راسئ د هر افغان بچي( نر-ښځي) په لاسونو کي د ټوپک، خنجر، تبرزین… پر ځای د الله ج هغه تحفه د کومي څخه چي الله ج په خپل روح بخښوونکي کلام( قرآن) کي یادونه کړېده- القلم ورکړو، ترڅو ټول هغه شېرین او محبوب نومونه لکه اسلام، دین، مذهب، الله ج، محمد ص، قرآن، سُنت، مور، پلار، خور، ورور، مسلمان، وطن، ژبه، عقیده… او انسان چی، کالونه-کالونه ئې دی/دا یوازي پر ژبه وايي- وئې هم لیکلای سي او مینه ئې ورسره څو چنده سي. زه وایم، دلته به مو په رښتیا سره د خپلي ټولني پر وړاندي د راترغاړي مسئولیت د ادایني عملي نمونه وړاندي کړې وي او هر یوه افغان به د ټولني په درد؛ خوږمن او د درد لپاره مرهم ځان ثابت کړی وي.