د یتیم د ژوند په اړه څو مهم فقهي احکام

پدې لیکنه کې غواړو د یتیم په اړه یو لړ مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړو او هڅه مو کړېده چې د یتیم د ژوند مختف حالات وڅېړو؛ او د هغې په رڼا کې لاندېنیو پوښتنو ته ځوابونه ووایو:

لومړی دا چې: که چیری د یوې کورنۍ مشر د یتیم پالنه وکړي، خپل مال پرې مصرف کړي او د زانګو له وخت څخه ېې د بلوغ تر مرحلې پوری کفالت او پالنه وکړي او ورسره ګډ ژوند تېر کړي، دا تر دې پوری چې دا یتیم ماشوم پدې کورنۍ کې را ستر شي او د ځوانۍ تر مرحلې پوری ورسیږي؛ نو اوس پوښتنه داده چې: پدې کورنۍ کې دداسې یو ماشوم ګډ اوسېدل څه شرعي حکم لري؟ زمونږ په فقهي مذاهبو کې د داسي یو پردي یتیم هلک څخه چې په اصل کې ددې کورنۍ څخه نه وي او که پخوا ماشوم ؤ اما اوس ځوان شوی وي د ستر او پردې کولو احکام څه دي؟

آیا د کور دننه د مېرمنو سره د هغه ګډ ژوند به ګناه ولري او کنه؟ او آیا دا کورنۍ کولی شي چې ددې ماشوم له مال څخه یو څه برخه واخلي او د هغه په روزنه یې مصرف کړي؟

او په پای کې به دې پوښتنې ته هم ځواب ووایو چې: آیا د یتیم پالنه د هغه سره په مال، میراث او حقوقو کې کې د اشتراک معنی لري او که نه په اصل کې دا یو ناسم تصورګڼل کیږي؟

هیله ده چې زمونږ ګران لوستونکي له ما سره دا مقاله تر پایه پوری ولولي:
مخکې له دې چې ددې مقالې نورو جزئیاتو ته ورشو، لومړی به خبره له دې څخه را پیل کړو چې: زمونږ په افغاني ټولنه کې په هغو کورنیو کې چې یو یتیم ماشوم پکې روزل کیږي، یو غلط تصورر د خلکو تر منځ خپور شویدی او هغه داچې: اکثره خلک داسې تصور کوي کله چې یو پردې یتیم ماشوم په یوه کورنۍ کې راستر شي؛ نو دا ماشوم د دې نوی کورنۍ یو غړۍ ګڼل کیږي، پداسې حال کې چې دا اجنبي یتیم د دې کورنۍ له غړو څخه نشي شمېرل کیدلی، بلکه د دې کورنۍ د مېرمنو لپاره یو بیګانه او پردي شخص ګڼل کیږي؛ ولو که کلونه کلونه یې پدې کورنۍ کې تېر کړی وي ــ البته مونږ هڅه کړېده تر څو دا تصور سم کړو ــ او ګرانو لوستونکو ته دا څرګنده کړو چې: د پردي ماشوم څخه د پردې نه کول تر یو حده پوری ټاکلی وخت لري؛ او هرکله چې دا ماشومان د بلوغ تر پړاوه ورسیږي؛ نو دا استثنائي حالت چې پخوا موجود ؤ اوس د دوي د ځوان کېدلو سره سم له منځه ځي؛ ځکه له بلوغ وروسته دا ځوان د پردیو سړیو په څېر ګڼل کیږي او د دې ماشوم شرعي حکم هم ورسره توپیر پیدا کوي چې وروسته به دا مسئله نوره هم ښه واضحه کړو.

که وغواړو په دې مهمه او حیاتي مسئله باندی مسئله باندی لا ښه پوه شو چې: په ټولنیز ژوند کې به مېرمنې له چا څخه د خپلې پردې خیال ساتي؛ او له چا څخه به پرده نه کوي؛ نو ددې لپاره ښايي چې زمونږ ګران وروڼه او قدرمنې خویندې د سورة النور تفسیر او ترجمه ولولي؛ او ځان پری پوه کړي، تردې پوری چې حضرت عمربن الخطاب یو ځل د عراق د کوفې خلکو ته ولیکل چې: ((عَلّموا نِساءکُم سُورة النورِ)) تاسې خپلو مېرمنو ته سورة النور ورزده کړئ.

دا سورت مونږ ته ټولنیز آداب، کورونو ته د ننوتلو څخه مخکې د ننوتلو آداب، د پردې او حیا او د خپلو سترګو د نظر ساتلو مهم مسائل را زده کوي؛ لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي:[وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ] سورة النور / آیت 31

ترجمه: او ووایه (اۍ محمده! (صلی الله علیه وسلم)) مؤمنو مېرمنو ته تر څو خپلې سترګې بندی(پټې) وساتي(پردیو سړیو ته دې دوي نه ګوري او له هغوي سره دې سترګو په سترګو کیږي نه) او پاک لمني دې غوره کړي او خپله ښکلا او جمال(سینګار او آرایش) دې نه ښکاره کوي، مګر هغه برخه چې(د کار او کسب په وقت کې) ښکاره کیږي او ښايي چې خپل ټکری(پړونی) پر خپلو ګریوانونو باندی راواچوي(تر څو ټټر او سېنه یې ښکاره نشي) او خپل جمال او ښائست دې(هیچ چا ته) نه ښکاره کوي مګر خپلو (محارمو ته؛ لکه) خپلو مېړونو(خاوندانو ته) یا خپلو پلرونو(او نیکونو ته)، د خپلو خاوندانو پلرونو ته، یا خپلو زامنو(او یا هم خپلو لمسیو ته) او یا هم د خاوند زامنو ته(چې د بلې مېرمنې څخه وي) یا خپلو وروڼو ته یا د خپلو ورېرونو، یا خورئینو ته او یا خپلو ښځو ته چې(نیکې وي) او یا هغو خدمتکوونکو خلکو ته چې هیڅ مېرمنو ته اړتیا نلري یا هغه هلکانو ته چې دوي د مېرمنو په اسرارو(پټو رازونو باندی) هیڅ خبر نه وي(له دې پورته کسانو څخه پرته بل چاته خپل ډول او سنګار ښکاره کول جائز ندي) او دا مېرمنې دې خپلې پښې(پداسې ډول پر ځمکه) نه وهي تر څو هغه ښائست چې دوي یې پټول غواړي ښکاره شي او اۍ مؤمنانو ! (تاسې) ټول لوی پروردګار ته توبه وباسئ تر څو بریالي شۍ.

ګرانو لوستونکو! [دلته د یو څو مهمو خبرو یادول مهم او ګټور بولو چې ستاسې پام ورته را اړوو: که پورتني مبارک آیت ته ښه ځېر شو؛ نو د یوې مسلمانې مېرمنې لپاره پدې مبارک آیت کې دا خبره په ښه ډول سره څرګنده شوېده چې له چا څخه دې په پوره ډول ستر او پرده وکړاي شي او له چا څخه دې زیاته پرده ونه کړاي شي، دا پدې معنا چې: په پورتني مبارک آیت کې د دولس(12) ډوله خلکو یادونه شوېده.

له بل لوري دې خبرې ته هم اشاره شوېده چې په کورني ګډ ژوند کې د مېرمنو د زینت او ښکلا نورو ته ښودل هم څو درجې لري، البته د زینت او ښکلا د ښکاره کولو څخه هیڅکله هم زمونږ مقصود او هدف داندی چې ښځې دې د پردې خیال ونه ساتي او ټول خلک دې سره یو شان وګڼي، بلکه نژدې خپلوان او لری خپلوان او بیا پردي خلک سره ډېر توپیر لري، ځکه چې یو ډول داسې ښکلا وي چې له خپل خاوند پرته ېې یوه مېرمن بل هیچ چاته نشي بربنډ او ښکاره کولی، له دې پرته بله درجه د ښکلا ځایونه بیا داسې وي چې نژدې خپلوانو ته یې یوه مېرمن د یو لړ خاصو ضرورتونو په خاطر کولی شي ښکاره کړي چې په پورته آیت شریف کې د دغو خلکو یادونه هم وشوه؛ لکه که چیری په ګډ ژوند کې د پلار، ورور او کاکا او ماما او داسې نور پر وړاندی د دې مېرمنو نکریځې، رانجه، د سر ویښتان، د غاړې لاکیټ او نور زیورات او په لاس ګوتمې ښکاره شي؛ نو دا کومه پروا نلري تر څو دا مېرمنې په سختیو او مشقت کې پرې نه وځي.

خو بیا هم د مېرمنو لپاره د حیاء او خپلې پردې خیال ساتل په هر حالت کې لازمي ده او په ځانګړې توګه پدې عصر کې چې د بې حیایۍ او بدحجابۍ فرهنګ ډېر ترویج موندلی دی، په بازارونو کې د ښځو راوتل له پخوا څخه خورا زیات شویدي، د اختلاط او د فتنو پدې زمانه کې حیا او تقوی ته پاملرنه زمونږ د کامیابۍ راز ګڼل کیږي او دا ځکه چې د ښځې او نارینه حقیقي ښکلا په حیا کې ده. په هر صورت! په لنډه توګه سره ویلی شو چې اسلامي شریعت یوې مېرمنې ته ددې اجازه ورکړېده چې د دوه ډوله خلکو پر وړاندی خپله ښکلا ښکاره کړي او د خپلې زیاتې پردې خیال ونه ساتي (یعنې دا دواړه ډلې د پردې کولو څخه مستثنی دي).

لومړی ډله: هغه ډله سړي(خادمان) چې هغوی مېرمنو ته هیڅ اړتیا نلري او د فتنې رامنځ ته کېدو وېره ترې نه کیږي.
دویمه ډله: هغو ډله ماشومان چې دوي د خپل کوچنیوالي له کبله د ښائسته او ناښائسته مېرمنې تر منځ فرق نشي کولی او د مېرمنو پر ځانګړتیاو باندی لا تر اوسه پوری نه وي پوه شوي او ښه له بدو څخه نشي جلا کولی.

همداراز بله هغه مهمه خبره چې ستاسې پام ورته را اړول غواړو ، هغه داده چې:
پدې مبارک آیت کې مؤمنو مېرمنو ته ویل شوي دي چې د پردیو کمکیو ماشومانو څخه د پوره پردې کولو مسئله یو ټاکلی وخت لري او هرکله چې دا اجنبي ماشومان د بلوغ تر پړاوه ورسیږي؛ نو دا استثنائي حالت چې پخوا موجود ؤ(ورڅخه حجاب او پرده نه کېدله) اوس د دوي د بلوغ ته د رسېدلو سره سم له منځه ځي، ځکه له بلوغ وروسته دا نوي ځوانان د پردیو سړیو په څېر کیږي او د دوي شرعي حکم هم ورسره توپیر پیدا کوي.

که چیری پخوا ورڅخه د ستر او پردې خیال نه ساتل کېده، مګر اوس باید په کور کې مېرمنې د دوي پر وړاندی د پوره حجاب او پردې کلک خیال وساتي؛ لکه چې په قرآن کریم کې همدې خبرې ته په اشارې سره داسې راغلي دي او لوی پروردګار(جلت عظمته) مونږ ته داسې لارښودنه کوي: [وإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ] سورة النور/ 59 آیت.

ترجمه: او هر کله چې واړه هلکان د بلوغ پړاو ته ورسیږي(عقلمند شي او د غټو سړیو په څېر شي)؛ نو بیا دې دوي داسې اجازه وغواړي؛ لکه له دوي څخه چې پخوا به (بالغو هلکانو) اجازه غوښتله، (یعنې د بالغ کېدلو وروسته ورته د اجازې غوښتلو مهم ادب ورته زده کړئ چې په هر وقت کې دوي باید اجازه وغواړي؛ لکه بالغه هلکان چې پردو کورونو او کوټو ته د ننوتلو اجازه غواړي) په همدې ډول سره لوی پروردګار(جلت عظمته) تاسې ته خپل آیتونه (چې د احکامو په اړه دي) بیانوي او لوی پروردګار خورا پوه او د ډېر حکمت څښتن دی.

په فقهي مذاهبو کې د یتیم څخه د ستر او پردې کولو احکام:
امام مالک(رحمه الله): د امام مالک (رحمه الله) په مذهب کې په هر مکلف(عاقل، بالغ، آزاد او مسلمان نارینه او ښځینه) باندی دا فرض دي چې خپلې سترګې له محرماتو او پرېوتو کارونو څخه خوندي وساتي، دا په دې معنی سره چې مؤمن مسلمان به هیڅکله هم پردېو مېرمنو ته د التذاذ(خوند اخستلو) په خاطر نه ګوري، ځکه چې له خپلې مېرمنې څخه پرته نورو مېرمنو ته د شهوت په خاطر کتل ناروا دي. [1].

امام شافعي(رحمه الله): که چیری د امام شافعي (رحمه الله) مذهب ته که راوګرځو؛ نو دلته هم وینو چې پدې مذهب کې هر کله یو ځوان پینځل لس(15) کلنۍ ته ورسیږي ځوان ګڼل کیږي او له دې وروسته به د بالغ انسان په سترګه ورته کتل کیږي. پدې صورت کې د کور مېرمنو ته ښايي چې د خپل احتجاب او پردې خیال وساتي، په خاصه توګه کله چ دا پردې هلک وي او دا ځکه چې لوی پروردګار په دې اړه مونږ ته داسې لارښودنه کوي او فرمايي چې: [أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء] سورة النور/ 31 آیت.

ترجمه: یا هغه هلکانو ته چې دوي د مېرمنو په اسرارو(پټو رازونو باندی) خبر نه وي(نو له دوي څخه زیاته پرده کول لازمي نه دي او نه هم ددوي څخه د فتنې د پېښېدو وېره کیدلی شي).

د سورة النور ددې پورتني مبارک آیت څخه دا معلومیږي چې: د بالغو او هغو ماشومانو څخه چې دوي د ښځو په رازونو باندی ښه خبر وي ورڅخه حجاب او پرده کول ډېر لازمي دي او له دې وروسته به دې هلک ته د یو ځوان په سترګه سره کتل کیږي ولی چې اوس شهوت پېژني او ښائسته مېرمن له ناښائسته مېرمنې سره تفکیک او بیلولی شي. [2] امام أحمد بن حنبل: د امام احمد بن حنبل(رحمه الله) په مذهب کې بیا داسې راغلي دي چې: که چیری یو ماشوم غیر مُمَیِز وي(د ښځو ترمنځ فرق نشي کولی)؛ نو د هغه څخه استِتار(د پردې خیال ساتل) لازمي ندی. یو ځل أبو عبدالله امام أحمد بن حنبل(رحمه الله) څخه وپوښتل شول چې:

کله به یوه مېرمن له پردي هلک څخه خپل سر( د سر ویښتان) پټوي؟ هغه ورته وویل: چې کله لس(10) کلن شي. [3].
لدې وینا څخه داسې معلومیږي: هر کله یو پردی یتیم ماشوم ځوان شي؛ نو ددې کورنۍ د مېرمنو لپاره پکار دي چې نور به دې یتیم هلک ته د یواجنبي او پردې هلک په سترګه ګوري، ولو که دې مېرمنو ددې ماشوم په پالنه او روزنه کې کلونه کلونه ونډه اخستلی وي.

او دا خبره هیڅکله هم ددوي لپاره دلیل نشي کیدلی چې دا ماشوم له کوچنیوالي څخه زمونږ په کورنۍ کې را ستر شویدی؛ نو ورڅخه پرده کول او ګډ ژوند کول کوم ضروري نده، بلکه دا یو غلط تصور دی او دوي باید ستر او پرده ورڅخه وکړي، أما که چیری یوې مېرمنې خپل تۍ(شېدې) ورکړی وي؛ نو دا بیا جلا احکام لري.

د دې خبری د ښه څرګندولو لپاره غواړو چې د حضرت سهلة بنت سُهیل یوه کیسه له تاسې سره شریکه کړو چې کله یې نبي(علیه السلام) ته داسې وویل: اۍ دالله تعالی رسوله! مونږ حضرت سالم(رضي الله عنه) ته د خپل زوی په سترګه سره کتل، دا تردې پوری چې هغه به له ما سره ګډ اوسېده او زما له پلار حضرت حذیفه(رضي الله عنه) سره به یو ځای کور ته تلو راتلو او زه به یې هم لیدلم او دده په اړه لوی څښتن تعالی هم خپله وینا را نازله کړیده چې په دې اړه تاسې هم پوهیږي؛ نو پدې اړه ستاسې څه نظر دی؟ نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل: -: (( أَرْضِعِيْهِ)) ورته شیدی ورکړه؛ نو(حضرت سهلة بنت سهیل همداسې وکړل او که څه هم حضرت سالم غټ ؤ) هغې ورته پینځه ځلی شیدې ورکړی چې (لدې وروسته) بیا به هغه ته د رضاعي زوی په سترګه سره کتل کیدل. [4].

د یتیم پالنه هیڅکله هم د هغه سره په مال کې د شرکت معنا نلري:
دلته پدې مقاله کې اصلي مسئله د یتیم په اړه ده او مخکې مو هم دا مسئله ښه څرګنده کړه چې هر کله یو یتیم په یوې اجنبي کورنۍ کې ځوان او بالغ شي؛ نو د هغه سره به بیا د یو اجنبي(پردي) سړي په څېر تعامل او چلند کیږي او که چیری یو څوک د هغه پالنه او سرپرستي هم کوي؛ نو دا د دې یتیم ماشوم سره یو ډول ښېګڼه او نیکي ګڼل کیږي، ځکه د ماشوم دا پالنه هیڅکله هم ددې معنا نلري چې سرپرست انسان دې ورسره په مال کې هم شریک وګڼل شي او یا دې د هغه د حقوقو اصلي مالک او حقیقي واکمن وګڼل شي او یا دې د هغه په میراث کې برخمن وګڼل شي، بلکه دا سرپرست انسان هغه یواځینې کار چې کولی شي هغه ددې یتیم ماشوم پالنه او د هغه د مال سرپرستي کول دي؛ خو که چیری د یتیم ماشوم پلار مخکې له مړینې څخه دې سرپرست انسان ته یوڅه مال هم د ډالۍ او تحفې په توګه سره ورکړي وي؛ (خو پدې کار کې که چېری ددې یتیم ماشوم د کورنۍ د نورو غړو لپاره څه زیان نه وي) ؛ او دا وصیت هم پداسې حالت کې ترسره شوی وي چې تصرف پکې صحت ولري او د نیکۍ او ښېګڼې په خاطر او یا هم د ژوند په چارو کې د یو لړ مرستې کولو په خاطر ترسره شوي وي؛ نو پدې صورت کې بیا ان شاء الله سرپرست انسان ته ددې ډول مال اخستل کومه ستونزه نلري. د دې مقالې په پای کې غواړو د یادې مسئلې لنډیز په لاندی ډول سره بیان او خلاصه کړو:

لومړی: د یتیم کفالت (سرپرستي) او د هغه سره هر ډول مالي مرسته کول خورا نیک عمل دی چې یو انسان پری کولی شي لوی څښتن تعالی ته ډېر نژدې بنده وشمېرل شي، ځکه چې لوی پروردګار(جلت عظمته) له مُحسنینو(نیکي کوونکو) سره دوستي کوي.

دویم: نبي اکرم(صلی الله علیه وسلم) هر هغه چا ته چې په بې ساري اخلاص سره د یتیم پالنه او سرپرستي کوي دجنت زیری ورکړیدی.

درېیم: کله چې یو یتیم په یوه اجنبي(پردي) کورنۍ کې رالوی شي، له بلوغ او ځوانۍ وروسته پدې کورنۍ کې ددې یتیم ماشوم شرعي احکام فرق پیدا کوي او له دې وروسته بیا ددې کور مېرمنو ته پکار دي چې د هغه پر وړاندی د پوره پردې خیال وساتي.

څلورم: دا مهمه نده او هیڅکله هم بهانه نشي ګرځېدلې چې یو اجنبي او پردې ماشوم دې په یوه کورنۍ کې راسترشي او بیا له هغه سره دې ګډ او مُختلط ژوند وشي، حتی که کلونه کلونه یې هم پکې تېر کړي وي ولی بیا دې هم ورڅخه ددې کورنۍ مېرمنې د حجاب او پردې خیال وساتي.

پنځم: که چیری یو یتیم ماشوم ته تې(شیدې) ورکړل شي؛ نو بیا په دې صورت کې به ورسره د دې کورنۍ دیو نژدې غړي په څېر ورسره چلند کیږي او درضاعي ماشوم په څېر به ګڼل کیږي.

شپږم: ددې یتیم ماشوم پلار که چیری له خپلې مړینې څخه وړاندی یو پالونکي او سرپرست انسان ته د لږ مال په اړه وصیت وکړي تر څو ددې ماشوم په ښه توګه پالنه او روزنه کې مصرف کړای شي؛ نو پدې کار کې بیا کومه ستونزه نشته.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچینه:
[1]: الفواكه الدواني على رسالة أبي زيد القيرواني للنفراوي جلد 2/ 302 صفحه.
[2]: نهاية المحتاج إلى شرح المنهاج للرملي 6 ج 191ص.
[3]: المغني والشرح الكبير لابن قدامة 7 ج 458ص
[4]: أخرجه الإمام مالك في الموطأ/ شمېره 1284/ 416 ص.

لیکنه: فضل الله ممتاز

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب