د ګناه لس زیانونه
۱- د ګناه په کولو ابلیس خوشحالیږي
۲- بنده پرې له جنته لرې کیږي
۳- الله تعالی پرې غوسه کیږي
۴- دوزخ ته پرې نږدې کیږي
۵- په اوږو ناستو ملائکو ته يې له امله تکلیف رسیږي
۶- بدن پرې پلیتېږی، په داسې حال کې چې الله تعالی پاک پیدا کړی و.
۷- د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر او سنتو نه مخالفت دی
۸- خپل ځان ته تکلیف رسول دي
۹- پر خپل ځان باندې د ځمکې او اسمان ټول مخلوقات ګواه کول دي
۱۰- له بندګانو سره خیانت او د الله تعالی له امر نه سر غړاوی دی
( د علم او حکمت ویناوی
حمید الله شینواری