بې اولادي‬

بې اولادي يا د اولاد نه زېږولو ناروغي بېلابېل لاملونه لري

چې ځينې يې په ښځو اوځينې يې په نارينه وو پوري اړه لري.

که چېري ښځه او خاوند تر يوه کال جنسي نږدې والي وروسته او د اميدوارۍ ضد وسايلو د کارولو پرته بيا هم ماشوم پيدانه کړي، نودې حالت ته عقامت يا بې اولادي ويل کېږي.

يو سړی د خپلې بې اولادۍ په باب داسي وايي: ”زما له واده څخه څلورکاله تېر شول، خو د اولاد څښتن نه شوم، څوځلې مې خپله مېرمنه ډاکټر ته بوتلل، خو ګټه يې ونه کړه.

بيا د ملګرو په لار ښوونه پخپله ډاکټر ته ولاړم، وروسته معلومه شوه چې ستونزه په ما کې ده،

اوس ډاکټران وايي چې زما د بې اولادۍ لامل هغه د کله چرک (غونډ وربوزی) ناروغي ده چې ما د مخه درلوده“.

 د سړي شنډوالی

زما د واده څلور کاله کيږي، د ملګرو په مشروه ډاکټر ته ولاړم ډاکټرانو راته وويل چې زما علاج کيدونکی دی.

دڅېړنو له مخې په سلوکې (٨٥) مېرمنې او مېړونه د خپل ګډ ژوند د لومړي کال په لومړيو کې او په سلوکې (٩٣) د خپل ګډ ژوند د لومړي کال په وروستيو کې د اولاد راوړلو ډېر ښه چانس لري.

خو تر واده دوه کاله وروسته بيا د اولاد راوړلو چانس کمېږي. کابو په سلوکې (١٥) مېرمنې او ميړونه د اولاد د نه درلودو له امله ځورېږي چې دغه شمېر ورځ په ورځ نور هم مخ پر ډېرېدو دی.

د سړيو عقامت يا وچوالی بېلا بېل عوامل لري،
لکه د سپرم کمېدل او يايي په حرکت کې بدلون، د اوږد مهالو تناسلي ناروغيو لرل او سوزاک ناروغۍ يې عمده عوامل دي“.

 په سړو کې د شنډوالي علت!

د سړيو شنډوالی
سړيو عقامت يا وچوالی بېلا بېل عوامل لري،لکه د سپرم کمېدل او يايي په حرکت کې بدلون، د اوږد مهالو تناسلي ناروغيو لرل او سوزاک ناروغۍ يې عمده عوامل دي“.

”کله چې مېرمن او مېړه اولا د پيدا نه کړي بايد دواړه ډاکټر ته ولاړ شي او ځانونه معاينه کړي چې دا معلومه شي چې ستونزه په ښځه اوکه په خاوند کې ده؟

همدا راز بايد وچ نارينه په دې پوه شي چې دغه ناروغي تر ډيره حده د درملنې وړ ده“.

د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد تر ډېره حده له لوېدلوڅخه ځان وساتل شي چې ملا اود ملا تير زيانمن نه شي.
همدا راز دي له نا مشروع جنسي اړيکو څخه په کلکه ډډه وشي.
دغه ډول دي د غونډ وربوږي (کله چرک) په شان مکروبي ناروغيو څخه ځان وساتل شي چې مکروب تناسلي دستګاه ته لار ونه مومي.

داكتره مريم زينب

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب