د کمپیوټر مدیریت له لارې د یوزر جوړول

ایکس پي وینډوز کي دبېلابیلو لارو په استفادې کولای سئ یوزرونه جوړاو تري کار واخلئ .

دکمپیوټر مدیریت (Computer Management) له پروګرام څخه د لږې تجربې په درلودو  سره یوزر او همداډول یوزر ګروپ جوړ کړئ .

کنټرول پانل کي کله چي تاسو یو یوزر جوړوئ ، کولای سئ چي دیوزر ترڅنګ دهغه انځور او همداډول دننتولو (Log in) یوه طریقه ورته انتخاب کړئ .

خو په دې پروګرام کي ددې  دوو کارونو پرته نور ډېر څه دیوه یوزر لپاره انتخابولی سئ .

دیوزر جوړولو لپاره یوه ترټولو چابکه او دډېرو توانمندیو لاره همدا ده چي تاسو ئې دکمپیوټر د مدیریت له پروګرام ترسره کولای سئ .

دکمپیوټر مدیریتي پروګرام دکنټرول پانل له Administrative Tools پوښۍ څخه خلاصولی سئ .

ددې پروګرام د کارولو لپاره :

۱:- لومړی کنټرول پانل ته ولاړسئ  .

۲:-  د Administrative Management پوښۍ راخلاصه کړئ .

۳:- د Computer Management پروګرام کلیک کړئ ترڅو نوموړی پروګرام راخلاص سي .

۴:- کله چي پروګرام  راخلاص سو، د System Tools لاندي د Local Users and Groups کمانډ انتخاب کړئ .

۵:- اوس به تاسو جوړ سوي ټول یوزرونه ووینئ ، چي دکړکۍ په کیڼ اړخ کي درته ښودل سوي دي .

د Administrator  او Guest  یوزرونو نه پرته ښکاره یوزرونه د Internet Information Server لخوا کار ول کیږي ، البته که مخکي نوموړی پروګرام (IIS) انسټال سوی وي .

اوس دلاندي ګامونو په اخیستو سره کولای سئ ځآن ته یو یوزر جوړکړئ !

۱:- لاندي ځای ته ځان ورسوئ .

Computer ManagementàSystem Tools à Local Users and Computers

۲:- اوس دښي لاس کلیک وکړئ او بیا دمېنو څخه پر New User ټک وکړئ.

۳:- د نوي یوزر لپاره یوه کړکۍ راپرانیستل کیږي ،  ددې کړکۍ متنځایونه ډک  کړئ ، اوکه غواړئ خپل یوزر ته پسورډ ورکړئ ، د Password  مخي ته په متنځای کي ورته پسورډ ټایپ کړئ .

 

د User Must Change Password at Next Logon  خوښ بکس :

که داټاکنه انتخاب کړئ ، دیوزر لپاره به ورکړل سوی پسورډ دلومړي ځل لپاره دکاروني وړوي ، په دې مانا کله چي دلومړي ځل لپاره کمپيوټر ته په خپل یوزر ننوت ، باید پسورډ  ئې نوی کړي ، چي دهغې نه وروسته  به دخپل نوي پسورډ په ذریعه ننوزي .

د User Cannot Change Password خوښ بکس :

ددې ټاکني څخه هغه وخت استفاده وکړئ ، کله چي نه غواړئ یوزر دي ددې اجازه ولري، ترڅو خپل یوزر ته بیا ځلي پسورډ ورکړي ، بلکې هغه ستاسو ورکړل سوی پسورډ به ورته کافي وي .

د Password Never Expires   خوښ بکس:

که تاسو د Group Policy کانفیکور (Configure) کړې وي ، ددې ټاکني په ټاکلو سره به دیوه  مشخص وخت نه وروسته پسورډ ونه ختمیږي .

دبېلګي په توګه که تاسو په ګروپ پالیسي کي ورته یوه میاشت انتخاب کړې وي ، ددې ټاکني په ټاکلو سره به دیوزر پسورډ دیوې میاشتي لپاره  داعتبار وړ وي .

د Account is Disabled   خوښ بکس :

ددې ټاکني په ټاکلو سره به دغه نوی یوزر جوړ سي ، خو غیره فعاله به وي ، او ترڅو چي غیرفعاله وي ، یادسوی یوزر به ددې توانایي ونه لري  چي سیستم (وینډوز ) ته ننوزي ، ترهغه وخته چي فعاله سوی نه وي .

اوس د Create تڼۍ په وهلو سره نوی یوزر جوړ کړئ .

[irp][irp][irp]
د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب