د کمپیوټر ساینس اساسات!
دغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځانګړې سوې ده، هغه کسان چې تازه کمپیوټر ساینس ته بریالي سوي دي او یا یې اوس لولي.
لومړئ: کمپيوټر ساینس په لنډ ډول د معلوماتي ټکنالوجي مطالعې ته وایي.
دویم: کمپیوټر یو داسې برقي وسیله ده چې د ورکړل سوي لارښوونو Instructions پر اساس یوه عملیه سر ته رسوي.
کمپیوټر عموما له دوو برخو تشکیل سوی دی.
لومړئ: هارډوير
دویم: سافټویر
هارډویر برخه له فزیکي پرزو تشکیل سوې ده،. کولای سئ لاس وروړئ، مات یې کړئ، په لغتو یې ووهئ.
سافټویر: دا برخه له فزیکي پرزو نه ده جوړه سوې، په باینري شکل د هارډویر لپاره لیکل سوي لارښوونې دي او د فایلونو په شکل په فزیکي پرزو کښې ساتل کیږي لکه HDD او نور Chips او هارډویر ته لارښوونه کوي چې کوم کار سر ته ورسوي.
پروګرام: پروګرام د سافټوېر یوه برخه ده (A Piece of Software) چې ستاسې په کمپیوټر کښې د فایل په شکل ساتل سوی وي او د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي، پروګرام د کمپیوټر لپاره د لارښوونو یو سیټ دی چې کله چالان سي کمپیوټر د هغو لارښوونو مطابق کار سر ته رسوي.
کوډ: کوډ د لارښوونې مترادف توری دی، په یوه پروګرام کښې د لغاتونو او سمبولونو مجموعه ده چې د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي.
له پروګرامینګ سره باید د کمپیوټر په اساسي پرزو خبر یاست، هره پرزه ځان ته جلا کار کوي چې د ټولو مجموعه بیا یو کمپیوټر کیږي.
د کمپیوټر هارډویر له شپږو 6 مهمو برخو جوړ دی، چې په لاندې ډول دي.
لومړئ: Central Processing Unit یا CPU
دویم: Main Memory
دریم: Secondary Storage
څلورم: Input/Output Devices چې I/O Devices ورته وایي.
پنځم: Network
شپږم: Bus
لاندې یې عکس دی.
د ټولو تشریح دلته ولولئ:
لومړئ: CPU یا Central Processing Unit چې د کمپیوټر مغز ورته ویل کیږي، په کمپیوټر کښې د هر کار د تر سره کولو مسئولیت د CPU په غاړه دی. هر پروګرام او کوډ او پکښې لارښوونې CPU سر ته رسوي.
دویم: Main Memory چې Random Access Memory یا RAM ورته وایي، دوه کارونه سر ته رسوي.
لومړئ: ستاسې د پروګرام کوډ ساتي
دویم: تر کومه حده چې پروګرام مخ ته تللی دی او یا تر کار لاندې دی هغه Data یې ساتي. د بیلګې په ډول تاسې Microsoft Word خلاص کړی دی، هغه کوډ چې Microsoft Word چلوي ستاسې په RAM کښې ساتل کیږي، RAM یواځې تر هغه وخت فعال پاته کیږي تر څو چې ستاسې کمبیوټر چالان وي، کله چې کمپیوټر بند کړئ، په RAM کښې دننه Data ټوله له منځه ځي.
دریم: Secondary Storage
ستاسې په کمپیوټر کښې Hard Disk، SSD یا Solid State Drive او نور په دغه کټګوري کښې راځي، کله چې پروګرام بند وي په همدغه حافظه کښې ساتل کیږي، که تاسې کمپیوټر بند کړئ ډیټا مو له منځه نه ځي او همدلته پاتې کیږي.
څلورم: Input & Output Devices یا I/O Devices
دغه برخه د کميپوټر کاروونکي ته دا قدرت ورکوي چې له کمپیوټر څخه ډیټا واخلي یا ډېټا ورکړي.
د Input Devices لکه keyboard, Mouse او Microphone او د Output Devices لکه Monitor, Printer یا Speaker
پنځم: Bus
د Bus کار په Motherboard کښې د ټولو پرزو تر منځ د اړیکې ټینګول دي، یعنې Bus د لینونو او تارونو یوه مجموعه ده چې د کمبیوتر مختلفې پرزې یو له بل سره نښلوي. د بیلګې په ډول که تاسې Microsoft Office کلیک کړئ، Bus د Microsoft Office کوډ له HDD څخه RAM ته وړي تر څو RAM یې CPU ته ورکړي او چالان سي.
د پروګرامینګ ځینې مشهورې اصطلاحګانې
لومړئ: Code او مترادفې کلمې یې Computer Instructions, Software, program او Application دي.
دویم: Coding چې مترادفي کلمې یې Programming, Software Development, Software Engineering دي.
دریم: Programmer: چې مترادفي کلمې یې Coder, Software Developer, Web Developer او Software Engineer دي.
د Machine Language او Programming Language تر منځ توپیر
لومړئ: د کمپیوټر ژبه یا Machine Language
کله چې تاسې یو فایل ثبتوئ د بېلګې په ډول د Microsoft Word یو فایل ثبتوئ، کمبیوټر ستاسې ټول ټایپ سوي توري په یوه مشخص فارمټ چې Binary ورته وایي ثبتوي، Binary ټول پر 0 او 1 ولاړ دی او دغه Binary Format ته Machine Language یا د کمپيوټر ژبه وایي.
هر توری ستاسې په کیبورډ کښې په Binary ژبه یو کوډ لري، کپمیوټر A او B نه پېژني، کله چې تاسې هر توری د کیبورډ ټایپ کوئ، Shell هغه توری ترجمه کوي او په هر Numerical Code کوډ چې ساتل سوی دی هغه کوډ یې ترجمه د سکرین پر مخ ښکاره کیږي، او د هر توري مشخص کوډ له بل توري سره فرق لري او یو له بل څخه سره جلا کوي. تاسې کولای سئ د Numerical Codes په اړه پرلیکه Online ولولئ.
په Numerical Code کښې A له a سره توپیر لري. د A خپل کوډ 65 دی او د a کوډ بیا 97 دی، اوس نو کله چې تاسې a ټایپ کړئ کمپيوټر 97 کوډ ثبتوي ، دا چې 97 د انسان لپاره اسانه دی چې ویې لولي نو دغه سیسټم ته بیا Decimal Number System وایي چې قاعده یې 10 ده، له 0-9 پوري ټول Numerical کوډونه په همدغه فارمټ ساتل کیږي.
کله چې تاسې د Microsoft Word یا بل کوم پروګرام یو فایل ثبت کړی، کمپیوټر یې یواځې په 0 صفرونو او 1 ثبتوي، دا چې دا د Machine ژبه ده او انسان نه په پوهیږي، کله چې تاسې بېرته بل وخت خپل فایل خلاص کړی تاسې ته بېرته په هره ژبه چې مو ثبت کړی وي ترجمه کیږي.
د Binary System یا Machine Language ته Low-level-Language هم وایي ځکه چې یواځې Machine په همدغه ژبه پوهیږي.
د پروګرامینګ ژبه یا Programming Language
د پروګرامینګ ژبي ته High-level-language هم وایي، دا هغه ژبه ده چې پروګرامران کوډ پکښې لیکي او د پروګرامینګ هره ژبه خپل ګرامر Syntax لري، که چیري تاسې د پروګرامینګ د ژبي ګرامر یا Syntax مراعت نه کړئ، پروګرام مو کار نه کوي. د پروګرامینګ ژبه مخکې له مخکې معرفي سوي آروییونه یا Keywords لري چې هر آرویئ یا Keyword خپله معنا لري.
لکه څنګه چې د انسانانو ژبې ډول ډول وي دغسې د پروګرامینګ ژبې هم ډیري دي، یو داسې پروګرامر چې د پروګرامینګ څو ژبې یې زده وي، تر ټولو هغه ډیره کارېدونکې ژبه خوښوي او پروګرامونه پکښې جوړوي.
د پروګرامینګ هره ژبه خپل د کار ځای لري، یوه ژبه د بلې ژبې په ځای کښې موثره نه تمامیږي.
کوډ لیکل او ثبتول
د لومړي ځل لپاره د سافټوېر په برخه کښې تاسې هر څه له پروګرامینګ څخه را پیل کوئ، ستاسې د کوډ لیکلو هدف د یوه پروګرام جوړول وي، او پروګرام د لارښوونو یوه مجموعه ده چې یو ټاکلی کار سر ته رسوي.
که تاسې غواړئ چې یوه مقاله ولیکئ، تاسې یې په مایکروسافټ ورډ یا بل پروګرام کښې لیکئ او بیا یې په PDF, doc یا بل فارمټ ثبتوئ.
د کوډ لیکلو لار هم همدغسې ده، تاسې یوه پروګرام ته ضرورت لرئ چې هلته خپل کوډ ولیکئ یا په اصطلاح یو Integrated Development Environment یا IDE ته ضرورت لرئ. او دغسې یو پروګرام ستاسې د کوډ لپاره هر څه لري لکه Text Editor, compiler, runtime environment او یو Debugger
که Debugger د لومړي ځل لپاره اورئ نو Debugger یو پروګرام دی چې ستاسې په کوډ کښې غلطیانې راباسي او هرې غلطۍ ته د پروګرامینګ په اصطلاح کښې bug وایي.
کله چې مو کوډ ولیکئ، خپل کوډ د فایل په شکل یو ځای ثبتوئ چې د پروګرامینګ په اصطلاح کښې Source File ورته وایي، او Source File ستاسې د پروګرام Source Code ساتي.
د Compiling پروسه
د Compiler دنده دا ده چې ستاسې لیکل سوی کوډ چې په High-Level-Language کښې لیکل سوی د low -level-language یا د کمپیوټر ژبې ته واړوي.
که مو پروګرام کومه غلطي ونه لري او د Debugging تر پروسه تېر سي، Compiler یې د کمپیوټر ژبې یا low -level-Language ته اړوي او تاسې ته ستاسې د کوډ نتېجه در کوي.