د کمپیوټر اخیستلو پر وخت کوم څیزونه باید په پام کې ونیسو؟

د داسي کمپيوټر اخيستل چې زمو د ضرورياتو او هېلو مطابق وي، بعضي وخت شايد ستونزمن کار وي، او بعضي له موږ څخه ونشي کولائ چې د کمپيوټر قيمت، بڼه، پروسيسور، د استعمال ځای او داسي نور سره مقايسه کړي، نو په دي خاطر چې پيسې مو ضايع نه شي، او ضرورت مو پوره شي، بايد لاندي نقطې په پام کې ونيسو…

1. ليپټاپ او که ډيسکټاپ (د مېز پر سر ايښودونکي کمپيوټر)؟

دا يو اسانه انتخاب ده، کوم چې د ټوټل قيمت سره مستقيما اړېکه لري. کچيرې د يو شان مشخصاتو    (Specifications)  لرونکی ليپټاپ او ډيسکټاپ کمپيوټرونه د قيمت له مخې سره مقايسه کړو، نو د ليپ ټاپ قيمت د بيټرۍ د وجهې او د هارډوير په لږ ځای کې پر ځاي کولو په خاطر اوچت وي.

که چيرې ستاسو کار د يو ځای وي او د کمپيوټر انتقال ته ضرورت نه لرئ، نو د ډيسکټاپ کمپيوټر يو ښه انتخاب ده، په دې سره به مو يوه اندازه روپۍ بچت شي، بله دا چې د ډيسکټاپ کمپوټر يخ ساتل اسانه وي، کوم چې د کمپيوټر په اوږد ژوند او ښه چټک کار کولو کې مهم رول لري.

او که چيرې ستاسو کمپيوټري کار ګرځندويه او نقلوونکی وي، نو بيا مو يواځينی انتخاب ليپټاپ ده، کوم چې تاسو هر چيرته درسره نقلوئ شئ.

2. پراسيسور (Processor)

پراسيسور د کمپيوټر يوه ډېره مهم ترېنه برخه ده، کوم ته چې د کمپيوټر دماغ ويلئ شو. که غواړئ چې کمپيوټر مو د سترګو په رپ کې پروګرامونه خلاص کړي، او چې څنګه ورته کار وسپاري په همهغه وخت کې يې تر سره کړي، او د يو کار په کولو کې انتظار درباندي ونه کړي، نو تاسي يو قوي ترين پراسيسور غواړئ.

په بنيادي ډول د پروسيسور سپيډ د کورز د نمبرونو (Number of Cores) او د هغو د سپيډ د اندازې څخه چې په (GHz or Gigahertz) سره ښودل شوي وي، معلوميږي.

د پراسيسور (Chip) سپيډ درته دا ويلی شي چې پراسيسور څومره ډيټا په څومره وخت کې پراسيس کولای شي. نو چې څومره د پراسيسور سپيډ (GHz) او د کورز شميره(Number or Cores) زيات وي، پراسيسور به مو هغومره ښه سرعت ولري.

د کورز (Cores) زيات شمير په ملټي ټاسکنګ (Multi-tasking) کې زيات کومک کوي، چې هر يو يې په يوه خاصه دنده کار کولای شي.

که په اسانه لهجه ووايم چې کور (Cores) د کمپيوټر سرعت ضربوي په شمير د کورز (Number of Cores) کې، نو صحيح به مو پرې پوه کړم.

د Clock Speed او L1 , L2 او L3 کيشې اندازې (Cache Size) هم د پراسيسور په سرعت کې مهم رول لري.

3. ريم (RAM = Random Access Memory)

په بنيادي ډول ريم يو ډول کوچنۍ خو چټکه حافظه ده، کوم چې د کمپيوټر په سرعت کې مهم رول لري. نن سبا ريم په جي بي (Gigabytes) باندي اندازه کيږي، او چې څومره يې اندازه زياته وي، هغومره به ښه وي.

د زيات ريم په لرلو سره کمپيوټر زياته ډيټا ځانته په ريم کې ساتي، ددي پر ځای چې هارډسک ته لاړ شي او هلته يې وګوري. په يو وخت کې زيات پروګرامونه استعمالول يا لوی ګيمونه کول، يا په يو وخت کې د انټرنيټ ډيرې پاڼې خلاصول زيات ريم ته ضرورت لري.

په ريم کې يواځي د ريم د لوی والي اندازه ضروري نه ده، بلکې د ريم قِسم او بيا په قِسم کې قِسم هم ضروري خبره ده. لکه په (DDR4-800) او (DDR4-400) کې، چې آخري عدد يې دا ثابتوي چې په يوه ثانيه کې څومره ميليونه ډيټا نقلولای شي.

4. هآرډ ډيسک (Hard Drives/ Hard Disks)

په هارډ ډيسک کې د هآرډ ډيسک قسم، د هارډ ډيسک د حافظې اندازه، او د هارډ ډيسک سرعت مهم ده.

هارډ ډيسک په دوه قسمه دي، يو يې عام ميخانيکي هارډيسک دي چې (HDD or Hard Disk Drive) ورته وايي او بل يې منجمد ډرايو (SSD or Solid State Drive) دي، چې منجمد يې د ميخانيکي نه لس چنده چټک، او تقريبا څلور چنده قيمته دي.

که مو په کمپيوټر کې د زياتو پروګرامونه د نصب کولو اراده نه وي، او زياته ميډيا (Videos & Audios) په کې نه سټور کوئ، نو بيا يو وړوکی هارډ ډيسک واخلئ، او که روپۍ درسره زياتې وي، نو د هارډ ډيسک پر ځای منجمد ډرايو (SSD Drive) واخلئ، کوم چې ډير زيات چټک وي.

او که چېرې زيات پروګرامونه او ميډيا استعمالوئ، او کمې روپۍ مصرفول غواړئ، نو بيا يو ميخانيکي هارډ ډيسک واخلئ، چې دوه قسمه په کې دي، د يو قاب 5400rpm ځلې په يوه دقېقه کې تاويږي، او د بل قاب 7200rpm ځلې په يوه دقېقه کې تاويږي، نو چې څومره چټګ تاويږي، هغومره ژر به معلومات راټولوي.

نوټ: په بعضي ليپټاپونو کې HDD او SSD دواړه قسمه هارډ ډيسک لږيدلي وي، کوم ته چې SSHD or Solid State Hard Disk وايي.

5. کاريالي سيستم (OS or Operating System) /(Platform)

د کاريالي سيستم انتخاب هم يو مهم انتخاب ده، داسې يو کاريالي سيستم ځانته انتخاب کړئ، چې په کوم کې مهارت لرئ، او ستاسو د ضرورت وړ سافټويرونه ورته جوړ شوي وي.

که چيرې يو اسانه او ساده کاريالي سيستم غواړئ، نو بيا ميک کاريالي سيستم (Mac OS) انتخاب کړئ، کوم چې تاسي ته زياتره شيان په بنيادي بڼه وړاندي کوي.

که چېرې غواړئ چې د خپل کمپيوټر زيات واک په خپل لاس کې ولرئ، نو بيا وينډوز کاريالي سيستم (Windows OS) درته يو ښه انتخاب ده.

او که يو مسلکي استعمالونکي ياست نو بيا لينکس کاريالي سيستم (Linux OS) هم يو ښه انتخاب ده.

6. اضافي نښلونکي (Peripherals)

دا د کمپيوټر هغه اضافي برخې دي، چې د کوم په واسطه موږ د کمپيوټر سره نور اضافي هارډوير وصلولائ شو.

USB Port:

دا پورټ د موس، کيبورډ، هارډ ډرايو او آن تر منيټور پورې د استعمال وړ وي. بيا په دي کې USB 2.0 او USB 3.0 قسمونه شته، کوم کې چې USB 3.0 يو نوی ماډل ده، او له دي څخه هم نوی يې USB Type-C ده، چې آن تر جي بي (gigabytes) پورې ډيټا نقل کولای شي، او د دومره کرنټ (Current) د انتقالولو قابليت لري چې يو ليپټاپ چارج کړي. نو که زياته ډيټا ليږئ او راليږئ، نو د يو ښه پورټ انتخاب درته وکړئ.

HDMI Port:

که خپل کمپيوټر د پريزنټيشن (presentation) د وړاندي کولو، يا د سات تېرۍ (entertainment) په خاطر استعمالوئ، نو دا پورټ درته ضروري ده، ځکه چې دا پورټ د ټولو اوسنيو ماډرن تلويزونو او مانيټورونو سره، د ښه کوالټي تصوير ښودلو په خاطر استعماليدای شي.

SD Card Slot:

که د فوټو ګراپي (photography) سره مو سر او کار وي، او ميموري کارډ کله په کيمره او کله په کمپيوټر کې داخلوئ، نو دا پورټ درته انتخاب کړئ.

Wi-Fi:

که چيري تاسي په خپل کمپيوټر کې بيسيمه نيټورک يا انټرنيټ استعمالوئ، نو تاسي بايد په کمپيوټر کې دننه نصب شوی وای فای ولرئ.

Bluetooth:

د Wi-Fi په شان د کمپيوټر دننه نصب وي، او د بيسيمه هيډ فون (Wireless headphones) ، بيسيمه سپيکرو (Wireless Speakers) ، د بيسيمه ماوس او کيبورډ سره د وصل په خاطر استعماليږي.

7. ګرافکس (Graphics)

که په کمپيوټر کې لوی او قوي ګيمونه کوئ، نو د کمپيوټر د انتخاب په وخت کې د يو ښه ګرافيکس کارډ انتخاب هم حتمي ده. د دي پر ځاي چې د ګرافکس فشار مو په عمومي پراسيسور راشي، نو ګرافکس کارډ په خپل ځان کې د ګرافکس لپاره پراسيسور او ريم لري. يو ځل بيا چې څومره ښه پراسيسور او لوی ريم ولري نو ښه ده.

8. وارنټې (Warranty)

د دي ټولو څيزونو د ښه انتخاب باوجود، چې ډېر ضروري ده، هغه د کمپيوټر وارنټې ده. کمپيوټر يو برقي ماشين ده، او کله هم خرابيدلای شي، نو مخکې له دې چې کمپيوټر مو خراب شي او روپۍ مو ضايع شي، نو چې کله کمپيوټر اخلئ، د وارنټې (Warranty) سره يې واخلئ، چې کله هم په کې څه خرابې راشي، نو بيرته يې تبديل کړائ شئ.

د کمپيوټر د اخيستلو په وخت کې چې نور ډير مهم څيزونه دي، چې بايد پام ورته وشي، هغه د کمپيوټر قيمت، د کمپيوټر سايز (وزني او که سپک، وړوکی او که غټ)، د کمپيوټر جوړونکې کمپنۍ (Brand) ته هم بايد خاصه پاملرنه وشي.

نوټ: که انتخاب مو ليپټاپ وي، نو د ليپټاپ سکرين، بيټرۍ، د کيبوزډ کوالټې او د کيبورډ لاندې ګروپونو، او د سپيکر کوالټي ته هم بايد خاصه پاملرنه وشي.

چې د سکرين مهم خصوصيات يې د سکرين ريزولوشن (Screen Resolution) ، د سکرين سايز (Screen Size) ، د سکرين ټچ (Touch Screen) ، د پکسل د ريپريش ريټ (Pixel Refresh Rate) ، او Glare Effects دي.

د بيترۍ مهم خصوصيت، د بيترۍ ټايمنګ ده، چې په يو ځل چارج باندې څومره ساعته کار کوي.

لیکوال : مطیع الله حکیمي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب