د کمپيوټر کارولو پر مهال د سترګو د درد اسانه حل

کورونو يا دفترونو کې د کمپيوټر ډېره کارول د انسان په سترګو ناوړه اغېزې کوي او داسې هم کېدای شي، چې د کمپيوټر کاروونکي پر سر او سترګو درد راشي.

امريکا کې يوې نوې طبي څېړنې ښوولوې، چې د دې ستونزې اسانه حل دا دی، چې کمپيوټر کاروونکی دې هر شل دقيقې وروسته خپلې سترګې له کمپيوټره پورته کړي او شل ثانيې دې شل فټه لرې ځای باندې خپلې سترګې متمرکزې کړي.

طبي کارپوهان وايي، چې دې سره د سترګو د درد تکليف لرې کيږي.

ډاکټران وايي، چې کمپيوټر ته ډېر کتل د سترګو، سر او څټ د درد لامل کيږي.

که څوک ډېر تکليف ولري، بايد په دې اړه خپل متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي، تر څو يې ستونزه ډېره نشي.

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب