د کرونا ویروس سرچینه او کوربه

د ویروس مخزن یا آرچینه

یوازې د څلورو (HCOV-HKU1 ,HCOV-OC43 ,HCOV-NL63, HCOV-229E) کرونا ویروسونو آرچینې (چې ویروس پکې ستوګنه او تکثر کوي) انسان دی. سارس (SARS) بیا د هغه ویروس اووښتی ډول دی چې آرچینه یې مرغان دي (لکه شوپرک یا آسمانڅکالی). او میرس (MERS) د تي لرونکو حیواناتو (لکه اوښ، خوګ او پېشو) استوګن او ناروغونکی ناروغونکی ډول دی چې ترې ډېر لږ انسان ته لیږدول کيږي چي بيا د انسانانو تر منځ په چټکه او پراخه کچه خپريږي.

SARS-CoV-2 د SARS یو اووښتی ډول او ورته ځانگړتياوې لري، چې ددې مخزن هم شوپرک منل شوی. کرونا ویورسونه د جنيټيکي اوښتون وړتيا لري نو ځکه په نا ببره توگه دنوو پيښو د رامنځته کيدو او خپريدو له امله انساني ټولني ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

 

په ویروس دککړتيا سرچېنه:

تر اوسه د ویروس د ککړتيا په اړه له شوو څېړنو په ډاگه شوې چې د اخته شوو کسانو د خولې، پوزې او ستوني افرازات (څاڅکي) پر ویروس د كکړتيا مهمه سرچېنه ده، چې له دوه مترو کم واټن لرونکو تر منځ يو تر بله مستقیما ليږدول کيږي.

خو پر تنفسي افرازاتو برسېره تشې او ډکې متيازې، وينه، نورو بدني مایعات، چټلې اوبه او چاپیریال يې هم سرچینه ده. وایروس په ککړو توکو تر درې ورځو او ډکو او تشو متيازو کې د کوټې تودوخې کې تر څلورو ورځو پورې ژوندی او چاپیريال کې د خپريدو له لارې د خولې اوپوزې ته د رسيدو شونتيا لـري.
ليږدونکی يـې پرته لـه دې چې دناروغۍ نښې نښانې پکې ولیدل شي د چټکې خپراوي او ککړتيا مهمه سرچېنه ده.

د اوسني کرونا (کووید-۱۹) د پيل پېښې د سمندري خوړن توکو د بازار پلورونکي او اخیستونکي وو چې ٪۲۲ پېښې د څارویو د غوښو او ٪۳۲ د نورو اخته شویو کسانو ترمنځ‌د خپلمنځي خپرید له امله جوته شوې نو ځکه هغه بازار سمدلاسه وتړل شو.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب