د کرهنې زکات يا عشر

د کرهنی زکات يا عشر 

عشر چه لغوی معنی لسمه برخه ده ،  ټول ځمکنی محصولات لکه غلی دانی ،ميوه جات او شبزيجات  کی زکات ورکول فرض دی  ( مذهب امام ابوحنيفه ) .

هغه ځمکی  کومی چه د باران ،سيند او چينی په اوبه اوبول کيږی ٪ 10 يا لسمه برخه   اوهغه  ځمکی کومی چه د واترپمپ يا نورو تجهيزاتو په وسيله  خړوبول کيږی په هغه ځمکو کی بيا د زکات اندازه ٪ 5 يا شلمه برخه ده .

دعشرلپاره  نصاب  شرط ندی همدارنګ د کال پوره کيدل هم شرط ندی بلکی دفصل په رسيدلو سره به د هر فصل جدا جدا زکات ورکوی ( مذهب امام ابوحنيفه ) .

دکرهنی د زکات حکم :

دکرهنی زکات لکه  د نور مال  دولت په شان  په مسلمان نر او ښځه  فرض  دی .

دعالم پالوونکی  څښتن ج په  قرآنکريم  کی  مؤمنانو ته داسی  لاښوونه کوی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم ِمّنَ الأَرْضِ (البقره 267 ).

ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسی ګټلی ،اوله هغی چه ماتاسی    لپاره  د ځکمی نه  راويستلی دی .

وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُواْ مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُواْ حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (الانعام 141 ).

دڅارويو زکات :

هغه څاروی چه د تجارت لپاره وی  د تجارتی اموالو د نصاب  له رويه حسابيږی  د زکات اندازه يی څلويښتمه حصه ده  چه د تجارتی اموالود نصاب بيان     د زکات لنډ او مفصل بيان کی ذکر شوی دی .

هغه حيوانات  چه د نسل د ذياتوالی  او ډيری  کټی په لاس راوړلو لپاره ساتل کيږی  نظر په لاندی شرطونو زکات  ورباندی فرض دی .

1- چه د کال په ذياته موده کی په صحرا او ورشوګانو کی وڅری .

2- کال ورباندی تير شی .

3- د زکات نصاب ته ورسيږی .

داوښان نصاب              9

د ميښو او غوايانو     30

د ميږو وزو          40

د زکات اندازه په لاندی جدولونو کی بيان شوی ده .

 

د زکات اندازهترله
زکات نشته41
يوه ميږه  يا يو پسه95
2 ميوږی يا 2 پسونه1410
3 ميږی يا 3 پسونه1915
4 ميږی يا 4 پسونه2420
يوه  يوه کلنه جونګی3525
يوه دوه کلنه جوګی 4536
يو دری کلن اوښ6046
يو څلور کلن اوښ7561
2 دوه کلن اوښان9076
2 دری کلن اوښان12091

 

د غويانو  زکات 
د زکات اندازهترله
زکات نشته  291
ديوه کال غوسی نر يا ښځينهباندی30
يو دوه کلن غوسی  //باندی40
دوه يوکلن غوسی ء //باندی60
يو يوکلن غوسی او يو دوه کلن غوسیباندی70
دوه دوه کلن غوسی که نر وی او که ښځينه  باندی80
دری يو کلن غوسیباندی90
دوه يوکلن او يو دوه کلنباندی100

 

 

د ميږو يا پسونو او وزو  زکات 
د زکات اندازهترله
يو ميږه 12040
دوی ميږی 200121
دری ميږی399201
څلور ميږی— —————-400
ورسته د هرو سلوميږو پر ذياتوالی يوه ميږه ور اضافه کيږی

داسونو خرو او قچرو زکات :

څرنګه چه نومړی حيوانات د بار لپاره دی  زکات ورباندی نشته .

خو که د تجارت په نيت وی  حساب  د تجارتی اموالو د نصاب له مخی کيږی څلويښتمه برخه زکات ور کول کيږی ، يا د هر حيوان پر سر يو دينار زکات ور کول کيږی .

خو که د اسونو د نسل  ذياتوالی  موجود وی  يعنی يواځی نر نه وی   او د کال په ذياته موده کی په صحرا کی وڅری زکات ورباندی شته ( امام ابوحنيفه رح ) .

د زکات نصاب همغه د تجارتی اموالو په شان دی  يا د هر آس پر سر يو دينار زکات ور کول کيږی .

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ