الویرا بوټی

د (الویرا) بوټی چې تر زعفرانو ور اخوا د کوکنارو عالي بدیل کېدای شي. دا اصلاً طبي بوټی دی، معمولاً ورڅخه د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ګټه پورته کیږي. ددې بوتي لویه ګټه دا ده چې ډېرو اوبو ته اړتیا نه لري،په وچو سیمو کې یې نتیجه بېخي ښه ده. تر دې وړاندې دا بوټي د ننګرهار، فراه او بادغیس ولایتونو ځینو سیمو کې کرل شوي وه چې پایله یې ښه وه. تر زعفرانو وروسته دا بوټی قیمتي دی. هم د چاپیریال د زیانمنېدو مخه نیسي او د بزګرانو لپاره په اقتصادي لحاظ ښه دی، تکلیف هم ډیر نه غواړي. ښه شوه چې نن یې د ترویج په موخه د کرنې وزارت تړونونه لاسلیک کړل او د هلمند په لشکرګاه کې یې کرکیله پیل شوه.


اوس اړتیا دا ده چې د دې بوټي د ترویج لپاره پراخه لابي وشي. د نشه یي توکو کښت و کر/ تولید. استعمال او قاچاق؛ خو د نړۍ پرمخ د دوه پیسو کړي یو، هم يي د افغان ملت حیثیت تر سوال لاندې راوستی، هم یې زمونږ شاوخوا ۳ میلونه نفوس په تدریجي ډول وژلی او د ټولنې بار دی چې له کبله یې پاتې نفوس ځوریږي،

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب