د کامیابې کورنۍ مهمې ځانګړتیاوې
تېر کال په عربي نړۍ کې د مَجد نړیوالې تلویزوني شبکې ګڼ شمېر کامیابې کورنۍ سټوډیو ته رابللی وې؛ او د دې کار څخه یې بنسټیز هدف دا ؤ؛ تر څو د کامیابو کورنیو ځانګړتیاوې، مشترک صفتونه او په ټولنیز او یا هم په علمي سکتور کې د دوی د کامیابۍ مهم رازونه له خپلو لیدونکو سره شریک کړی. دا تلویزوني خپرونه د ډېرو لیدونکو لپاره خورا جالبه وه. هغه څه چې په دې کورنیو کې تر ټولو جالب ؤ، دا ؤ چې: دې ډول کامیابو کورنیو به په هرې اونۍکې خپلمنځي غونډې درلودلی؛ او دا هم ددې لپاره تر څو هغه ستونزې او مهمې قضایاوې چې دې کورنیو ته ارزښت لري، یو له بل سره په دې غونډو کې بحث او مناقشه کړي.
لیکنه: فيصل العرادي
ژباړه: محمد خالد (ملکزی)
په اصل کې یوه کورنۍ د اولاد د تربیت ټاټوبی دی، نو له همدې کبله زما په نظر(د لیکوال له نظره): د یوې کورنۍ په تربیوي نظام کې د دا ډول ستراتیژۍ (پلان) شتون، بیا هغه څه دي چې د یوې کورنۍ په کامیابولو کې خورا مهم نخچ لري؛ځکه چې کورنۍ جلسې او غونډې ښکاره خبره ده چې خورا زیاتې ګټې لري، چې دلته به په دې مقاله کې په مناسب لنډيز سره د یو څو هراړخیزه ګټو یادونه وکړو:
– 1: په هره اونۍ کې لږ تر لږه یو ځل غونډه کولای شي چې د کورنیو د غړو تر منځ زیاتې ستونزې هوارې کړي، په ځانګړې توګه هغه ستونزې چې همدا کورنۍورسره په دې ورځو کې مخامخ ده.
– 2: د همدې ناستو (جلسو) له کبله د کورنۍ غړي کولای شي چې د نورو ګټورې خبرې اترې، غوره نظریات او پاموړ وړاندیزونه یو له بل سره شریک او تبادله کړي؛ او همداراز یو له بل سره ښې اړیکې ولري.
– 3: ستاسې ډایلوګ او تفاهم کولی شي چې د کورنیو د غړو تر منځ د مرستو په ترسره کولو کې خورا اغېزمن نخچ ولوبوي.
– 4: د مُتقابل احترام په زده کولو کې یو له بل سره مرسته کوي.
– 5: د دې غونډو په دائرولو سره د کورنیو د غړو فکرونه وده مومي؛ او د یوې کورنۍ غړي کولی شي چې د ستونزو لپاره مناسب د حل لارې پکې ولټوي.
– 6: د همدې غونډو له کبله د کورنۍ غړي کولی شي چې خپلو کشرانو ته د خبرو کولو مهم فنون او مهارتونه او د غونډو آداب ورزده کړي او له زیانمنو خبرو څخه یې وژغوري.
– 7: په دې غونډو کې معلومه خبره ده چې کله کله د کورنۍ د مشرانو له لوري ځیني تصمیمونه نېول کيږي، یو بل ته مسؤلیتونه ورسپارل کېږي؛ نو ستره ګټه یې دا شوله چې: په دې غونډو کې یو انسان د مسؤلیت انګېرنه (احساس) زده کوي؛ او همداراز دا زده کوي چې څه ډول یو انسان په خپل ژوند کې ترسره شوې پرېکړې او فیصلې عملي کړي.
– 8: د دې کورنیو غونډو تر ټولو بله مهمه فایده داده چې: د دې غونډو په مرسته د کورنيو د غړو تر منځ خپلمنځي مینه او محبت پیاوړی کېږي، او په دې توګه سره دوی کولی شي چې په خورا آسانۍسره یو د بل د حال او احوال څخه خبر شي.
– 9: اوس به راشو دې خبرې ته چې: که چېرې د یوې کورنۍ لپاره دا اوونیزې غونډې په رښتیا هم دومره ګټورې وي؛ نو بیا د دې غونډو د کامیابولو او اغېزمن ګرځولو لپاره کوم ډول مهم اصول، آداب او شرطونه باید په پام کې ونیسو؟
د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې غواړو یوازې دا ووایو چې: که چېرې مونږ وغواړو زمونږ کورنۍ غونډې کامیابې او اغېزمنې شي؛ نو د دې کار لپاره ښایې چې دا لاندې مهم شرطونه له پامه و نه غورځوئ:
1- : زمونږ هره غونډه باید یو منظم مَوعِد (ټاکلی وخت) ولري؛ او ښه به دا وي چې زمونږ دا کورنۍ غونډې په اونۍ کې یوازې یو ځل ترسره شي او ددې لپاره چې هرڅوک پکې وکولی شي ګډون وکړي؛ نو د کورنۍ د هر فرد په مشوره یو مناسب وخت پکې باید په پام کې ونیول شي.
2- : د غونډې اجنډا باید ټولو ته معلومه وي؛ او څوک باید ترې نه ناخبره ونه اوسي. ددې کار لپاره غوره داده چې: د کور په دیوالي لوحه کې باید یو لست راځوړند شي او په دې لست کې د اطلاعیې په شکل ټول هغه مهم قضایا او اړین مسائل چې تاسې غواړۍ بحث پرې وکړئ، باید ټولو ته اعلان شي.
3- : د کامیابو غونډو لپاره بل مهم شرط دادی چې: د دې غونډو افتتاح او پیلامه باید جالبه او زړه راښکونکي وي؛ نو له همدې کبله هر هغه څوک چې د یوې غونډې مقدمه برابروي؛ نو باید د خپلې غونډې په پیلیزه (ابتدائي او مقدماتي) وینا کې د کورنۍ د هر فرد لپاره د مینې، مننې او قدردانۍ کلمات وکاروي؛ دوی نور هم باید تشویق او د د وی د ښو صفتونو ستاینه باید وکړي؛ او په خورا ښو او تشجیع کوونکو کلماتو باندې باید د دوی یادونه وکړي.
4- : دا چې هره کورنۍ یو مشر لري؛ نو د دې مشر مهم مسؤلیت دا دی چې: د هرې غونډې د پیل وخت او نېټه؛ او هغه بنود (مهم نقاط) چې په دې غونډه کې به پرې بحث کېږي، ټولو ته باید اعلان کړي. همداراز دا چې په دې غونډه کې به څوک وینا ترسره کوي؛ د هغوی نومونه، ترتیب او د وخت د تنظیم دنده به همدا مشر تر سره کوي. همداراز په دې غونډه کې به د کورنۍ مشر یو تن ته دا دنده ورسپاري تر څو په دې غونډه کې ټول هغه موضوعات،پېشنهادات او مهمې پرېکړی له ځان سره په منظم شکل ولیکي،کوم چې وروسته به یې عملي کوي.
5- : د یوې کورنۍ د مشر بل ښه صفت دادی: مخکې له دې چې په یوه پرېکړه باندې عمل ترسره کړي؛نو لومړی به له ټولو سره مشوره کوي، په ځانګړې توګه کله چې دا مشکل د کورنیو د ټولو غړو پورې اړه ولري،نو بیا په دې صورت کې ښه داده چې: ددې مشکل د حل لپاره له ټولو سره سلا مشوره او د هغوی نظر پوښتنه وشي،انتخابات تر سره شي؛ او کله چې د یوې مسئلې په اړه د ټولو نظر سره یو شي؛ نو بیا دې عمل پرې ترسره کړي.
6- : که چېرې په یوه کورنۍ کې مشکل یوازې او یوازې په یو فرد پورې اړه ولري؛ نو بیا په دې صورت کې غوره داده چې: د کورنۍ مشر ددې مشکل د حل لپاره د هماغه شخص سره خبرې اترې ترسره کړي او بیا د پوره غور او فکر څخه وروسته، د هغه د مشکل لپاره مناسب حلول ورسره شریک کړي.
7- : د کورنۍ مشر باید خورا زیات صابر انسان وي؛ د نورو ګډونوالو خبرې تر څو چې ختمې شوي نه وي؛ په نیم کې باید قطع او پرې نه کړي، بلکې په ډېره مینه او توجه غوږ ورته باید ونیسي.
8- : د غونډې په پای کې غوره به دا وي چې: ستاسې غونډه په پای کې یو له بل څخه د شکرګذارۍ او مننې په درنو کلماتو سره پای ته ورسيږي.
په پای کې ستاسې د ګرانو لوستونکو لپاره یو لړ وړاندیزونه لرو؛ هیله ده چې دا وړاندیزونه هم ستاسې د ټولو پاموړ وګرځي.
لومړی: د دې لپاره چې ستاسې دا غونډې کامیابې شي؛ نو دا له تاسې څخه زیات وخت او صبر غواړي. هیله ده چې په دې لاره کې خپله لوړه حوصله ونه بایلئ.
دویم: تاسې باید په دې باندې پوه شې چې: بشري ژوند له هسکو او ټیټو څخه خالي نه وي؛ نو له همدې کبله په دې خبره مه خفه کېږئ چې ستاسې دا غونډې ولی کامیابې نه دي، بلکې همېش به یو لړ نیمګړتیاوې ولري؛ او دا به ډېره ستونزمنه وي چې دا غونډې دې بشپړې کامیابې، او له هر ډول ستونزو او نېمګړتیاؤو څخه دې خالي وي.
درېیم: په دې اوونیزو غونډو کې غوره به دا وي چې ستاسې شعار زیاتې وینا نه؛ بلکې د نورو خبرو ته ښه غوږ نیول وي؛ او ددې مهم مهارت د زده کولو لپاره د ډېرو ویلو پر ځای پخپله کله کله چوپ پاتې شئ.
څلورم : په خپله غونډه کې مو د خپلو ګډونوالو که هر څوک او هر ډول وي ډېر خیال وساتئ،نېوکې او انتقاد پرې مه کوئ، بلکې د هغوی ویناؤو ته په درنه سترګه وګورئ، او د هغوی د عواطفو، احساساتو او انګېرنو د زخمي کولو څخه ځان وژغورئ.
پینځم: له دې صفت څخه ځان وژغورئ چې یوازې خپلې ویناوې مو نورو ته واوروئ او اوامر ترسره کړئ، بلکې کله هڅه وکړئ چې له نورو څخه هم یو څه واورئ او د نورو وړاندیزونه او حتی آوامر هم عملي کړئ.
شپږم: د جلسې په کارونو کې همېشه له اعتدال او منځلاریتوب څخه کار واخلئ، له دوستانو او وروڼو سره چې څومره مو تر وسعه پوره وي، د تندلارۍ، تاوتریخوالي او قساوت پر ځای له ملاطفت او نرمۍ څخه کار واخلئ.
ګرانه وروره او درنې خورې:
بې شکه چې دا غونډې او جلسې خورا زیاتې ګټې او فوائد لري چې مونږ نشو کولای دلته د ټولو یادونه وکړو؛ بلکې یوازې دومره ویلای شو چې: ستاسې کامیابې غونډې له تاسو څخه ښه پلان جوړول،د مناسب وخت ټاکل او د زیات صبر او هلو ځلو څخه کار اخستل غواړي، په همدې هیله چې تاسې ټول کامیابې کورنۍ ولرئ.
ستاسې د سوکاله او خوشحاله ژوند په هیله !
سرچینه: http://saaid.net/afkar/172.htm