د ښځې ناز او نياز
ناز او نياز د ميني او هيلې تعبيرونه دي او ښځه چې د مينې، محبت او اميدونو سمبول ده ناز او نياز دواړه لري. ته به يې دواړه اخلې. اخيستل د غصب په معني نه، بلکې د رانيولو او قدر کولو په معني. ښځه لطيف موجود دی چې ناز يې د لطافت يوه مهمه برخه ده. که ناز ونه لري يا ناز ورڅخه ليرې شي فطرت يي نيمګړی، طراوت يې زمول او خوند يې پـيکه کيـږي. نو، پام کوه له نازه يې وانه چوې چي دا ددې د فطرت تقاضا ده. ګوره چي ستا فطرت هم ددغسي ناز غوښتونکی دی. د يو ماشوم، حتی د پـيشې ناز او محبت چاته خوند ورکوي. نو ته به د يو انسان او هغه هم ستا د ژوند د خواږه ملګري ناز څنګه ردوې؟ د هغې د ناز په نه اخيستو، ځان بې احساسه، بـيوقوف او وچ لرګی مه ښـيه.
نياز هم د ناز په شان د ښځې په ژوند کي مهم دی. هغه هرڅه په تاکې ويني او خپل اميدونه يې په تا پوري تړلي دي. هغه تا د ژوند داسي ټينګ انـډيوال ګڼي چي کېدای شي ته يې هغومره ونه ګڼې يايې درک نه کړې. نياز له همدې هيلو او اميدونو راولاړيـږي. چي څومره هيلي ډيرې وي هغومره نياز زيات وي. الله عزوجل ته زموږ نياز زموږ دډيرو هيلو له کبله دي. دهغه دربار ته زموږ د نياز سرونه زموږ اميدونو ټيټ کړي دي. نو دښځي هيلي مه خرابوه او له ځانه يي مه ناهيله کوه. داچی پرتا راتاويـږي، ته يې د اميدونه کعبه يې؛ مخ يې له ځانه مه اړوه او خپل ځان په لوی لاس مه بې حرمته کوه.
که ته دا فکر کوې چي ښځه لښته ده او پخپل طبيعت يي بايد کږه کړې، نو ګوره چي دا د ډير کږېدو طاقت نه لري، په نرمي کي سخته ده او ستا تر تصور ډېر ژر ماتـيږي او چي ماته شوه بيا نه پـيونديـږي.
ښځه تا خپل د سرسيوری بولي. خو ګوره ترسيورې لاندې ناسته او په سيورې کې يې ساتل يوله بله توپـير سره لري. يو څوک ستړي ستومانه له بـيديا يا له لوه راشي او د يخې ونې سيورې ته کښېني او خپله ستړيا وباسي. دا له هغه څخه فرق لري چي ترسيوري لاندې ساتل کيـږي. که يو نبات مداوم تر سيوري لاندې وساتل شي وده نه کوي او وچيـږي. ستا دژوند ملګرې
بايد ستا ترسيورې لاندې ارام وکړي خو کوښښ مه کوه چي هغه داسې پخپل سيورې کې وساتي چي وده ونه کړای شي او دا موجود وچ شي. په دي صورت کې ته نه يوازې ددې سره ظلم کوې، بلکې له خپل ځان سره هم بد کوې چي مات لاس خپلې غاړې ته پخپله اچوې.
زه پوهيـږم ته دخپل فطرت او ماحول په تقاضا ځان دخپل ښځې او کورنۍ مراقب ګڼي. حق هم لرې. خو ګوره د مراقبت او پوليسي ترمنځ توپـير دي. د خپلې ښځې هرکار او حرکت ته په شک مه ګوره.
چي يو وار يې وتلې چي من سي – هر آن يې مه تله چي کم سي.
انسانان سهوې کوي او ستا ښځه ستا په شان انسان ده او له سهوې خالي نه ده. له کوره دي دپوليسو تاڼه مه جوړوه. ژوند په خوشبيني، ګذشت، اعتماد او پېرزوينې چليـږي.
دکتور فاروق اعظم