د ښځې او نر په لمانځه کې څه توپير دی ؟

محترمو وروڼو یوه پوښتنه لرم: د نر او ښځی لمونځ فرق لری او کنه؟ مثلاّ په رکوع، سجده، قعده، نیت، او نوروکی کوم تفاوت شته او کنه؟ مهربانی وکړی مفصل ځواب راکړی.

مننه  – حکمت الله

د ښځې او نر په لمانځه کې څه فرق دی ؟

د ښځې لمونځ د نر په شان دی يواځې په ځنې برخو کې د نر سره فرق لري چې هغه دا دی :
۱-  نر به دواړه لاسونه د غوږونو تر نرميو پورې پورته کوي ، ښځی به خپل لاسونه تر اوږو  پورې پورته کوي .
۲-  نارينه به لاسونه تر نامه لاندې نيسي پداسې شان سره چه د ښې لاس غټې ګوتې او کوچنۍ ګوتې د چپ لاس مړوند ونيسي او د ښی لاس مينځنی دری ګوتې دچپ لاس په ليچي باندی خپرې کيږيدي او ښځه به د ښي لاس تلی د چپ لاس  په شا نيولی په سينه باندی ونيسي .
۳-  نارينه به رکوع په داسې شان سره کوي چې د ده د شا ورستۍ حصه ، ملا او سر د تختې  په شان برابر او هوار وي سر ډير ټيټول يا د شا نه اوچت ساتل نه دي پکار د دواړو لاسونو ګوتی به پراخه په ګونډو نيسي ،ښځه به دومره ښکته کيږي چه لاسونه يی زنګون ته ورسی .
۴- نارينه به سجده په داسې شان سره کوي چې لومړی دواړه زنګنونه پر ځمکه ولګوي بيا د دواړو لاسونو پنځې دغوږونو په برابر کيدي بيا  پوزه او تندی دواړه پر ځمکه ولګوي ، د دواړو لاسو څنګلې او مړوندونه دځمکی نه پورته او ګيده د ورنونو نه جلا ساتل پکار دي د لمونځ کوونکی دګيډی او ځمکی ترمنځ به خالي ځای پريښودل کيږي او دښځو لپاره ورنونه دګيډی سره پيوسته کول او پښی په ځمکه باندی غوړيدلی ساتل په کار دي .
۵-  د جلسې او قعدې په وخت کې نارينه ښی پښه ولاړه د پښې ګوتې د قبلې په طرف وي او ګينه پښه به څملوي  د پاسه دې پرې کيني او دواړه لاسونه په په ورنو ږدي ، ښځه به دواړه پښی ښی طرف ته ويستل او خپل ښی ورون دګين ورون سره جنګول په هغه کيناستل پکار دي او تشهد به وائی .
فقه حنفي
و الله اعلم

ننګيالی هاشمي

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب