د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو لاملونه

په دې وروستیو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې په بې ساري ډول ټيټ شوی او د اسعارو د راکړې ورکړې بازارونو کې یو ډالر له شاوخوا ۷۲ افغانیو سره تبادله کېږي، چې په وروستۍيوه نیمه لسیزه کې د افغانیو د ارزښت د لوېدا تر ټولو زیاته کچه بلل کېږي. د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوېدا د هېوادوالو ترمنځ ګڼې اندېښنې او ستونزې رامنځ ته کړي. زموږ کاروباریان او هېوادوال يې زیانمن کړي، او د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت يې منفی اغېزه کړې. په بازارونو کې د سوداګریزو توکو بيې لوړې شوي او په ټوله کې د افغانانو ژوند تر منفي اغېزه راغلئ. د یاد وضعیت په رامنځ ته کېدو او د افغانیو د ارزښت په کمېدو کې بېلابېل بهرني او کورني لاملونه رول لري.د بهرنیو لاملونه په هکله باید يادونه وکړو چې په نړیوالو بازارونو کې د ډالرو د ارزښت لوړېدا یو مهم لامل دۍ، چې د سیمې او نړۍ پولي واحدونه باندې يې سیوری غوړولئ. دا چې ولې په نړېواله کچه د ډالرو قیمت لوړ شوی؟ ورسره نور لاملونه تړلي دي. د نړۍ په کچه د هېوادونو ترمنځ سیاسي ناندرۍ، پر ایران د امریکې لخوا نوي اقتصادي تحریمونه، په منځني ختیځ کې سیاسي کړکیچونه، د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزې جګړې د پای ته رسولو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د دوه اړخیزو خبرو اترو پيل او مثبتې پایلې او موافقي ته رسېدل، امریکايي تولید شویو توکو ته په نړیواله کچه د تقاضا لوړېدل او نور هغه عوامل دي چې کوی شو ورڅخه یادونه وکړو.

په کور دننه هم بېلابېل لاملونه د افغانۍ د ارزښت په لوېدا کې مهم رول لري. روان ناوړه سیاسي او امنیتي وضعیت او د سیاسي ثبات نشتون،د دولت او افغانستان بانک لخوا د مناسبو مالي او پولي سیاستونو نه پلي کول، د افغانستان بانک لخوا په مناسب وخت کې بازار ته د افغانۍ د مصنوعي ارزښت د ساتلو لپاره د اړتیا وړ ډالرو او نورو اسعارو نه نشرول، د دولت او افغانستان بانک لخوا پر بازارونو د منظم څار نشتون، په نظام کې د فساد لوړه کچه، د تولیداتو او پانګې اچونې ټيټه کچه، د صادراتو ټیټه کچه او په سوداګریز او تادیاتو بېلانس کې کسر چې د سوداګري او صنایع وزارت د خپرو شویو شمېرو او راپورونو پر بنسټ (د هېواد صادرات۷۸۴ میلیونه او واردات شاوخوا ۶ میلیارده ډالرو ) ته رسېږي. پر افغانیو د خلکو د باور کمزورتیا او بې باوري، په پېر او پلور کې د افغانیو کم چلښټ، په کورنۍ او بهرنیو سوداګریزو معاملاتو کې د ډالرو او نورو اسعارو کارول، د هېواد کاذب او وارداتي اقتصاد، د روژې میاشتې له رارسېدو سره بېلابېلو توکو ته د تقاضا لوړېدا او ورسره وارداتو لپاره ډالر ته تقاضا زیاتېدا،له بهرنیو هېوادونو څخه په ډالرو د وارداتو لوړېدا، له هېواد څخه د ډالرو وتل او تېښته، د دولت لخوا د بېلابېلو لګښتونو زیاتېدا او ورسره په اقتصادي جریان کې د افغانیو د کچې زیاتیدا، راتلونکې ر روانې ټاکنې او پر راتلونکې بې باوري او ورسره د خلکو او سوداګرو لخوا د اعتبار وړ اسعارو په توګه د ډالرو ساتل، د خلکو رواني حالات او نور …هغه مهم لاملونه دي چې د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د افغانیو د بیې په ټیټيدا کې مهم رول لري.
که روان وضعیت همدا شان دوام پيدا کړي، لرې به نه وي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د وخت ترټولو ټيټ او بد حالت ته ورسېږي، د پيسو خطرناکه پړسوب به منځ ته راشي او هېواد به له لوی اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ناورینونو سره مخ کړي.

اوس د افغانۍ د ثبات او زیاتې ټيټیدا د مخنیوي لپاره څه پکار دي؟
د نړۍ په کچه د ډالرو په ارزښت کې بدلون او ثبات منځ ته راوړل زموږ له لاس څخه وتلې خبره ده، خو هېواد دننه زموږ دولت، سوداګر او خلک د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د خپلو افغانیو د ارزښت په ټینګښت او ثبات کې مهم مسؤلیت لري. افغانستان چې یو وارداتي هېواد ده، ټول د اړتیا وړ بېلابېل توکي له بهر څخه واردوي او د تولید او صادراتو کچه يې په نشت کې حسابېږي، دولت ته پکار ده چې روان ناورین څخه د وتو او د باثباته افغانۍ او پرمختللي اقتصاد د درلودو لپاره اړین ګامونه پورته کړي. په لومړي سر کې دې امنیت ټینګ او سیاسي ثبات رامنځ ته کړي. بازار او د هېواد اقتصادي حالاتو سره سم دې خپل مالي او پولي سیاستونه پلي کړي او د افغانستان بانک په چوکاټ کې د اړینو پولي سیاستونو په پلي کېدو دې د افغانیو د ارزښت د ټيټیدا مخنیوی او اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي.همداشان پکار ده چې د کورني تولید او عاید د لوړېدا او غوړېدا لپاره په ملي کچه ګټور او پلي کېدونکي پلانونونه او پالیسي یانې جوړې شي. هېواد دننه داخلي او بهرنیو پانګه اچونکو ته دې تولیدي آسانتیاوې برابرې شي، ترڅو په لوړه کچه ملي تولیدات ولرو، چې ورسره به له یوې خوا داخلي تولیداتو ته تقاضا زیاته شي، د وزګارتیا او فقر کچه به راکمه شي، د توکو بیې به راټيټي شي، صادرات به زیاد شي، د صادراتو له زیاتوالي سره به افغانیو ته د بهرنیانو تقاضا لوړه شي، د افغانیو ارزښت به زیاد شي،او له بلې خوا به د وارداتو کچه را کمه شي.له دې کار سره به افغانۍ له اوسني کاذب او مصنوعي ارزښت چې بازار ته هره اونۍ د افغانستان بانک لخوا د ۳۰ ملیونو ډالرو د عرضې پواسطه ټاکل کېږي د داخلي تولید له برکته به حقیقي ارزښت ترلاسه کړي. سربېره پر دې اړینه ده چې خلک د پانګې اچونې لپاره وهڅول شي، د غیر قانوني او غیر رسمي اقتصاد د شتون چې د فساد د رامنځ ته کېدو او د بهرنیو اسعارو د تېښتې لامل ګرځي مخنیوي وشي. هغوی سره چې د افغانیو پرځای د خپلې راکړې ورکړې لپاره نور اسعار کاروي قانوني چلند وشي او مکافات او مجازات د پلي شي.

د افغانیو د ودې لپاره دې د عامه پوهاوي پروګرامونو ته پراختیا ورکړل شي. خلکو، کاروباریانو او ټولو سوداګرو ته پکار ده چې ملي ګټو ته ژمن اووسي، افغانۍ د خپل ملي ارزښت او ملي هويت په توګه په خپلو اقتصادي او سوداګریزو معاملاتو کې وکاروي. کارول يې ملي رسالت وګڼي او د یادې ستونزې د منځ ته وړلو لپاره خپل دولت ته او ملت ته د مرستې اوږه ورکړي. یاد او ورته نور ګټور ګامونه مرسته کوي ترڅو هېواد مو د سیمې په کچه د با ثباته، د اعتبار وړ پولي واحد او پرمختللي او په ځان بسیا اقتصاد خاوند واوسي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب