اودس – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

اودس د ځان د پاکۍ لپاره ترسره کېږي، پرته له اوداسه لمونځ سم نه دی، مسلمان بايد له رفع حاجت څخه وروسته موضوع په کاغذتشناب او يا لوټه پاکه کړي، که کله فضله مواد له ځای څخه يې تيت شوي وؤ، نو استنجاء واجب او که نه، سنت ده، مګر هغه څوک چې د جنايت او یا هغه ښځه چې د حيض او يا نفاس په حالت کې وي، د دغه حالت په ختمېدو کې بايد غسل وکړي، وروسته بیا اوداسه ته وار رسي چې هغه هم په لاندې ډول ترسره کېږي:

د اوداسه ځانګړتياوې:

۱ــ لومړی په زړه کې د الله جل جلاله د خوښې او اوداسه نيت وکړه:

«نيت کړم چې اودس ترسره کړم ترڅو له نجاست څخه پاک، الله جل جلاله ته نږدې شم او لمونځ پرما روا شي».

وروسته له نيته «بسم الله الرحمن الرحيم» ووايه او بيا خپل لاسونه تر مړونده پرېمينځه(۱).

۲ــ درې ځلې خپله خوله په اوبو پرېمنځه او غاښونه مسواک کړه، کله چې مسواک نه وي د شهادت (سبابه) په ګوته خپل غاښونه پاک کړه.

 

۳ـ درې ځلې خپله پزه په اوبو پريمنځه.

 

۴ـ درې ځلې مخ پرېمنځه او طيبه کلمه ووايه. څوک چې ډېره ږېره لري باید خپلې ګوتې تر ږيرې لاندې او مخ ته ورسوي او هغه وموښي.

«لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللّٰهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّٰهِ».

 

۵ـ اول ښی او بيا کيڼ (چپ) لاس ترڅنګ (آرنج) پورې درې ځلې پرېمنځه، که کله مو ګوتې او يا ښځو نور ښځينه زيورات په لاس کړي وي، نو د هغې ځای دې وښوروي ترڅو اوبه د پوست سر ته ورسي.

 

۶ـ لاسونه په اوبو لامده او خپل سر مسحه کړه، په دې بڼه چې لاسونه له ټنډې څخه څټ خوا ته يوسې او مسحه يې کړې، بيا لاسونه واړوه او د سر پاتې برخه مسحه کړه.

 

۷ـ په لمدو لاسونو خپل غوږونو او غاړه مسحه کړه.

 

۸ـ لومړی ښۍ او بیا کيڼه (چپه) پښه تر ښنګري (بجلک) درې ځلې پرېمنځه او په خپله کوچنۍ ګوته د پښو د ګوتو منځ  پاک کړه.

 

د اوداسه له پشپړېدو وروسته د لاندې دعاء ويلو سپارښت کېږي:

«أَشْهَدُ أَنَّ لاَ إِلٰهَ إِلاَّ الله وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنَ التَوَّابِينَ ، واجْعَلْني مِنَ المُتَطَهِّرِينَ» (د مسلم او ترمذي روايت دی).

ژباړه: شهادت ورکوم چې الله جل جلاله يو او شريک نه لري او شهادت ورکوم چې محمد صلی الله عليه وسلم د هغه بنده او را استول شوی دی، ای الله! ته ما د پاکانو او توبه ګارانو په ډله کې وشمېرې.

ـ

د يادونې وړ ده چې اودس باید پرپله پسې ترسره شي، یعنې د کړنو (د غړو د مينځلو) ترمنځ وخت يې زیات نه شي.

  • د اذان، تکبير، د خطبې لوستلو، د دين تعليم، د الله جل جلاله ذکر، د خوب څخه د وېښېدو، د عرفات په ميدان کې تمېدل، په صفا او مروه کې د ګرځېدو او د ډوډۍ څخه مخکې وختونو کې اودس سنت دی. دا به ښه وي چې هرڅوک هر وخت اودس ولري.
  • د ټولو لمونځونو لکه فرض، واجب، سنت، نفل ‎، جنازه او د قرآن د تلاوت د سجدې لپاره اودس فرض دی.
  • د کعبه له تاوېدو څخه او قرآن ته د لاس ور وړو لپاره اودس واجب دی.
  • د غسل او ويده کېدو څخه مخکې اودس سنت دی.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

ــــــــــــــــــــــــــ

(۱)ـ د هرې کړنې د ښه ترسره کولو لپاره نيت اړين دی او اودس هم يوه ديني کړنه ده، نو ځکه د اوداسه لپاره نيت ښه دي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب