د ښځو ترمنځ برابري

دا چې اسلام د عدل، انصاف او برابري دین دی نو ځکه یې په هغو نارینه وو چې دوو، دریو یا څلورو ښځو سره یې نکاح کړي وي دا لازمه کړې، چې د هغوى ترمنځ به په شپې تېرولو کې برابري عدل کوي، یانې داسې نه دی روا چې د یوې ښځې په استوګنځی کې دوې شپې تېروي، د بلې ښځې په استوګنځی کې یوه شپه، هرومرو به یې د شپو تېرولو کې برابري کوي یانې یوه شپه له یوې سره بیا یو شپه له بلې سره، یا دوې شپې له یوې سره بیا دوې شپې له بلې سره تېروي.

دا برابري  په شپو تېرولو، جامه، استوګنځی او داسې نورو لازمو اړتیاوو پوره کولو کې لازمه ده، په کوروالي ښكلولو یا داسې نورو کې لازمه نه ده، ځکه هغه د انسان تر نفسي غوښتنې پورې تړاو لري، د انسان په اختیار کې نه وي.
او که یوې ښځې سره تر بلې ډېره مینه وه دا کومه ستونزه نلري، خو کوښښ دې وکړي، چې هغه ښځه چې مینه ورسره لږ ده د مینې پر کمښت پوهه نکړي ترڅو ناهیلې نشې.

که یوه ښځه د شپې تېرولو وار بلې ښځې ته وروبښي نو کومه ستونزه نشته مېړه کولی، چې د هغې پرځای هم دغې سره شپه تېره کړي.

سرچینې: کتب الأحادیث کلها في باب القسم، الموسوعة الفقهية، الفقه الإسلامي و أدلته.

لیکنه: مفتي نقيب احمد حمیدي

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ