د ښو جنسي اړيکو لپاره مطالعه کولی شم؟

پوښتنه:
زه له خپلې ميرمنې سره د ښو جنسي  اړيكو نيولو او خوند اخيستلو د لارو چارو د ټينګولو لپاره په انټرنټ كې پلټنه كوم. زما په دې پلټنه کې لوڅ انځورونه نشته، دا فقط عمومي توضیحات دي. زه د جنسي اړيكې بيلابيلې لارې ګورم. آیا پدې كار كې څه ستونزه شته؟ آیا ماته اجازه شته چې د داسې موضوعاتو په اړه پلټنه وکړم؟ زه کله داسې فکر کوم چې د خپل له ښځې سره په سمه توګه جنسي اړيكه نشم ټينګولاى او مناسب جنسي خوند نشو تر لاسه كولاى. زما هدف صرف له خپلې ښځې ښه جنسي اړيكه ده نه بل څه. زه غواړم هغې ته روحي او جنسي خوشالي ورکړم. موږ دواړه په دې هڅه کې یو چې ښه مسلمانان واوسو. اوس نو له تاسو درنو څخه هيله لرم چې زما د دغه كار شرعي حكم را ته وښاياست.
مننه

ځواب:

په  جنسي چارو کې د ښه والي ته تكل كې هیڅ بدي نشته، په حقیقت کښې حضرت محمد (ص) خپله فرمایلي دي چې که څوک د خپلې ښځې خواهشات په ښه او شرعي توګه پوره کړي هغه د ثواب ګټونګى دی. خو د جنسي اړيكو د لارښونو د مالوماتو لوستلو په هكله چې لوڅ عكسونه پكې نه وي (چې د هغو كتل په قطعي توګه حرام دي) لاندې ټكي په پام كې نيول په كار دي:
1.    هغه موضوعات چې كتل كيږي باید فاسد او بیځایه نه وي.
2.    باید په حرامو موضوعاتو پسې ونه ګرځي.يعنې په جنسي اړيكو كې له هغو پولو نه وي اوښتي چې شريعت ټاكلي دي.
د دغو دواړو شرطونو په پام كې نيولو سره، چې د كوم نيت تاسې يادونه كړې ده نو ان شا الله پدې كار كې به څه ستونزه نه وي.
و الله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب