د ښه لور ځینې ځانګړتیاوې

تر ټولو لومړی باید دغه مهم او اصلی ټکی ټولو لورانو ته په شه توګه معلوم وی چه هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو په خاطر وي، او بس.

زه غواړم چه قدرمنو لورانو ته ځنې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:

۱- ښې لور ته باید دغه حقیقت ښه معلوم وی چه د پلار او مور غوښتنې باید یوازې د اسلام په رڼا کې ومنل شي او له اسلامی حدودو څخه په هیڅ صورت کې تېری ونشي. که چېرې خدای ناخواسته د هغې د پلار او یا مور غوښتنې د اسلام سره ټکر ولری، نو هغوی ته د دوی د غوښتنو د نه منلو او نه کولو ځواب په ښه نرمه لهجه او حکمت سره د اسلام په رڼا کې ورکړل شي.

۲- ښه لور هر وخت باید الله(ج) په خپل سر حاضر وګڼي او داسې کارونه په پټه او ښکاره و نکړي چه هغه د اسلام خلاف وی. ښه لور باید پوه وی چه الله(ج) په ټولو شیانو قادر او د خپل بنده په ټولو پټو او ښکاره کړنو خبر دی، او هېڅ شی له الله(ج) څخه په هیڅ ځای کې پټ نشی پاته کېدلای.

۳- ښه لور باید په خپل پلار او مور د زړه د خلاصه اعتماد او اعتبار ولری. د کوم مشکل په وخت کې تر ټولو لومړی خپل پلار او مور ته مراجعه وکړي، او له هغو سره خپلې ستونزې شریکې کړي. هېره د نه وي، چه د پلار او مور څخه بل هیڅ نېږدې دوست او غمخور نه پیدا کېږي.

۴- ښه لور هیڅکله خپل پلار او مور ته دروغ نه وایی، ځکه چه دروغ ویل د ټولو بدو کارو سرچینه ده. که چېری له لور څخه په سهوه کومه غلطی وشوه، هغه باید سمدلاسه په صادقانه ډول اصلاح کړي.
۵- ښه لور هر وخت باید اسلامی حجاب پخپله خوښه او خپل زړه، په ښه توګه مراعات کړي، او له حجاب سره د زړه له کومی مینه ولري. ښه لور ښوونځۍ، کالج او پوهنتون ته په منل شوي اسلامی حجاب کې تګ او راتګ کوي. د یادولو وړ ده، چه د ځنو نجونو حجاب خو باالکل حجاب ته نه پاته کېږي.
۶- ښه لور خپل عفت، عزت، او د کورنۍ عزت ته ډېره توجه کوی. هېچاته اجازه نه ورکوي چه ددې په عفت او عزت لوبې وکړي. کوښښ کوي چه خپل ټول کړه وړه په اسلامي شرایطو برابر په مخ بوزي.
۷- ښه لور د خپل پلار او مور نصیحت او مشورو ته ډېر په اخلاص، صداقت، او غور سره غوږ نیسي، او هغه بیا په خپل ژوند کې عملي کوي.
۸- ښه لور د خپل پلار او مور سره په ډېره شیرینه، نرمه، او خوږه لهجه خبرې کوي، او هیڅکله له دوی سره په لوړه، تونده، او بده لهجه خبرې نکوي.
۹- ښه لور خپل خسر او خواښیې ته احترام لري، او د هغوی زړونه په هیڅ وخت کې نه آزرده کوي. ښه لور پوهېږی چه د بل چا پلار او مور ته بې احترامي کول په حقیقت کې خپل پلار او مور ته بې احترامي کول دی.
۱۰- ښه لور خپل پلار او مور ته د واده کولو وړاندیز په ښه ترتیب سره پخپله په ډاګه کوي. ښه پلار او مور د لور په دغه کار باید ډېر خوښحاله شی. یعنې چه لور پلار او مور ته پخپله ووایی چه ”زه اوس واده کولو ته تیاره یم “، نو دغه خبره د واده نور کارونه ډېر په زړه پورې او آسانه کوی.
۱۱- ښه لور د خپل پلار او مور د خپلوانو سره ښه سلوک او رفتار کوي. د امکان په صورت کې د هغه ټولو سره کمک هم کوي. ځنې لورانې د خپل پلار، مور، خورانو او وروڼو نه بغیر، نور خپلوان نه پېژني.
۱۲- ښه لور په ډېر شوق په خپل وخت لمنځونه کوی، روژې نیسي، ذکات ورکوي، او د توان په صورت کې حج کوی. د فطر صدقه، قربانی، او نور لازم شیان ډېر په اخلاص سره په ټاکلي وختونو کې تر سره کوي. ځنې لورانې په ډېره سختۍ د سهار لمانځه ته راپاڅېږي. پلار او مور هغه باید حتمی او ضروری لمانځه ته پاڅوي، او په دغه حصه کې هیڅ نوع بې پروایي د منلو وړ نده.
۹- ښه لور د خپلې مور د دوستانو سره هم د دې په ژوند او هم د دې تر مرګ وروسته ښه چلند کوي. ښه لور د مور د دوستانو په لیدلو سره ډېره خوښحاله کېږي او د هغوی په لیدلو سره دا د خپلې مور مینه ماتوي.
۱۰- ښه لور خپل پلار او مور ته د اُف په اندازه هم څه نه وایی. پلار او مور چه کله زاړه شی، نو هغه ډېر ژر په ډېر کم شی هم خفه او هم خوښحاله کېږی. نو له دوی دواړو سره باید ډېر په احتیاط چلند وشی. د اُف د کلمې په معنی لور هغه وخت پوهېږی چه دا پخپله مور شی، اما هغه وخت ډېر ناوخته شوی وی او پلار او مور یې له دغې فانی نړۍ څخه سترګې د ابد د پاره پټې کړی وي، نو ښې لور ته لازمه ده چه هیڅکله د خپل پلار او مور په خدمت کې بې غوري ونکړی، او هغه متل ته چه څه کرې، هغه به رېبې، ډېره پاملرنه وکړي. دغه حقیقت باید لور ته معلوم شی چه په ریښتیا سره د اُف ویلو ګوزار د تورې له ګوزاره څخه کم ندی، مګر متأسفانه لور ته دغه د اُف کلمه دومره سخته نه ښکاره کېږي.
۱۱- ښه لور ښې مسلمانې ملګریې لري. ښه مسلمانه ملګریې به هغه نېکو کاروته وهڅوي. ښه لور باید د ښې ملګریې په ټاکلو کې هم له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.
۱۲- ښه لور په لاره د خپل پلار او مور نه مخکې نه ځي. ښه لور د پلار او مور څخه یا وروسته ځي، او یا د هغو سره څنګ په څنګ روانه وي.
۱۳- ښه لور خپل پلار او مور ته د دوی په ژوند او هم د دوی تر مرګ وروسته د زړه له کومی د مغفرت دعاوې کوي. داسې نده چه یوازې پلرونه او میندې به خپلو لورانو ته دعاګانې کوی، او لورانې به یې نکوی، نه داسې نده، دواړه طرفه یو د بل د مغفرت او رهنمایی دپاره باید دعاګانې وکړي.
۱۴- ښه لور په هر کار کې د خپل پلار او مور سره مشوره کوی، او پلار او مور په دغه کار له هغې څخه ډېر خوښحاله کېږی، او په اکثره مسٔلو کې پلار او مور ورسره موافقه هم کوی. د پلار او مور سره مشوره کول، پلار او مور ته بې اندازې خوښحالي او امیدونه ورپه برخه کوي.
۱۵- ښه لور د خپلې کورنۍ نوم په ښه شان ساتي او هېڅ وخت داسې کار نکوي چه په هغې سره الله(ج) ناراضه شي، او هم د هغې د پلار، مور او د کورنۍ د غړو د شرم او خجالت سبب وګرزي.
۱۶- ښه لور د پلار او مور دواړو خدمت په ښه شان کوي، او د دوی په منځ کې فرق نکوی. البته دا معلومه خبره ده چه مور تر پلار زیات حقونه لری، او پلار باید په دغه خبره خفه نشي. هېره د نه وي چه د پلار اصلی خدمت په لور کېږي.
۱۷- ښه لور د خپل غیر مسلمان پلار او مور احترام او خدمت هم د اسلام په چوکاټ کې په ښه توګه اداء کوي . د هغه سره ډېره ښه رویه او چلند کوی، او د هغه ټول حقوق د اسلام په رڼا کې پر ځای کوی.
۱۸- ښه لور باید د خپل پلار او مور سره ډېر وخت تېر کړي او د دوی د زړه له ارمانو څخه ځان خبر کړی. د امکان په صورت کې د دوی خدمت په خپل لاس وکړی. هغه لورانې چه له اوږدې مسافرۍ څخه وروسته وطن او کلی ته ځي، هغه باید ډېر وخت د ملګریو په لیدنه، کتنه او مجلسونو تېر نکړی، او کوښښ وکړی چه زیاتره وخت له خپل پلار، مور او د کورنۍ له نورو غړو سره تېر کړي.
۱۹- ښه لور که چېرې له وطن څخه لرې ژوند کوی، هغه باید د امکان په صورت کې هر کال د خپل پلار او مور د لیدلو د پاره لاړه شی، ځکه پلار او مور د اولادو د جدایۍ څخه ډېر رنج وړی. پلار او مور د خپل اولاد په لیدلو سره ډېر خوښحاله کېږی.
۲۰- ښه لور د واده کولو په حصه کې د پلار او مور مشورو ته ښه غوږ نیسی. واده کول د دوکان د سودا په شان نده. پلار او مور باید په صداقت سره د لور د واده د پاره هلې ځلې وکړی. آخرینۍ فیصله به حتمي د لور وی، مګر پیداکول به یې د پلار او مور وظیفه وی. پلار او مور باید د خپلې لور ګټې تر خپلو ګټو ښې وګڼي.

په پای کې زه د یوه زوی په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم او د خپل مرحوم پلار، مرحومې مور او د نورو خلکو پلرو او میندو ته د زړه له کومی د مغفرت دعاکوم او الله(ج) د هغه ټول د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتی، او الله(ج) د دوی ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړی. آمین یارب العالمین.
همدارنګه زه په ډېره عاجزۍ سره یو ځل بیا د یوه پلار په حیث د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ لاسونه پورته کوم چه الله(ج) د زما ټولو اولادو او د نورو خلکو اولادو ته هدایت د نېکۍ وکړی، او الله(ج) د دوی ته په هر ځای، هروخت او هر حالت کې دنېکو کارونو د سرته رسولو او د بدو کارونو د نه کولو توفیق ورپه برخه کړی. الله(ج) د زموږه ټولو اولادونه، له موږه سره په صراط المستقیم برابر لری. آمین یارب العالمین.

عبدالله وردک

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب