د ځوان څه مقصد دى؟
د ځوان څه مقصد دى؟
د نوي دور په حقيقت باندې په ښه ډول له پوهېدلوڅخه وروسته اوس دا وګورئ چې د “ځوان” نه مقصد څه دى؟
ځوان په خپل ځاى نه مجسم خير دى او نه مجسم شر، ځوان د تودې وينې نوم دى، د نوو شيانو د اخيستلو د صلاحيت او استعداد نوم دى، د يوې داسې هستۍ نو دى چې د کوم شي په هکله مطمئن شي چې د لاس ته راوړلو د کوښښ وړ دى نو د هغه د لاس ته راوړلو له پاره په ځان هم اړ نه دى، د ده د قوت مثال د تورې د پرېکړې په څېر دى چې د مجاهد هم په کاريږي او د ډاکو په کار هم راځي، د پخوا زمانو راهيسې تر ننه پورې د بديو سر مشران هم ځوانان کيږي او د نيکۍ د سر مشرانو لښکري هم د دوى نه جوړي شوي دي. نيکي وي او که بدي، د بوډاګانو او عمر خوړلو خلکو په پرتله يې ځوانان په ډېره بېړه سره قبلوي، او دا حالت په هره زمانه کې يو شان دى، نن چې په نړۍ کې کومې اخلاقي بدۍ خپريږي هغه تر ټولو زيات ځوانانو قبولې کړې دي، او تر ټولو زيات يې همغوى خپروي، او په هغو کې نوي-نوي بد اخلاقۍ هم دوى را پيداکوي، نو ځوان د کوم مجسم خير نوم نه دى، هغه که د نيکۍ لور ته مائل وي او د هغې په نيکوالۍ باندې مطمئن شي نو دهغه له پاره د ځان په مرګ ورکوي او د هر ډول قوت سره د ټکر کولو همت هم په ده کې دى، او د علم او عمل په تقويه کولو سره هم د هغه صلاحيتونه په کار لويږي.
د حضرت يوسف-عليه السلام- مثال:
د مصر تهذيب ته وګورئ د حضرت يوسف عليه السلام په زمانه کې چې د هغه ځاى حال و د امريکا او اروپا دا اوسنى تهذيب سره يې هېڅ توپير نه درلود، ليکن په يوازې تن يو زلمى (حضرت يوسف عليه السلام ) د هغه د ټولو بې لارې توبونو او بد عمليو سره په کلکه مقابله وکړه، د هغه هر لمسون او ترغيب ته يې لته ورکړه، او د خپل کردار او اخلاقو لوړتيا يې تر هغه روشن فکره ميرمنو پورې په ټولو ومنله چې د عيش او عشرت د بلنې له پاره يې خپلې غيږې پرانستلې وې او د زندان تر کوټنيو پورې يې په مصر کې د درواغو خدايانو د ترديد او د کائناتو د خالق د توحيد وعظ او تبليغ وکړ، يوازې د خپلو اخلاقو، خپل علم او خپل ذهنيت په قوت سره يې-بې له دې چې پوځ او مادي قوت ورسره وي-ټول ملک فتح کړ، هغه وويل: ((د ځمکې خزانې ماته حواله کړه)). او په کوم لاس کې چې د ځمکې خزانې وې، بې له څه انتظاره يې وويل: چې دغه دي حاضرې دي، هم دا ته هغه امانت ساتونکى شخص يې چې دا خزانې ورته سپارل کېداى شي.
د رسالت د زمانې مثال:
د رسول صلى الله عليه وسلم په زمانه کې هم تاسو وينئ چې کله انحضرت صلى الله عليه وسلم د اسلام دعوت را پورته کړ او د مکې لوى-لوى مشران د هغه صلى الله عليه وسلم په مخالفت کې بوخت شول، نو د حق او باطل دواړو خواوو سرتېري زياتره ځوانان و، يوې خوا ته کافر ځوانان و چې د خپلو مشرانو په لمسون به يې انحضرت صلى الله عليه وسلم او دهغه ملګرو ته هر ډول تکليف او ضرر ور کاوه اوهر ډول زور زياتى به يې ور باندې کاوه، اخر په سرو شګو کې د حضرت بلال رضي الله عنه را کشول څوک و؟ هم دا و مکې ځوانان و چې د خپلو بوډاګانو په لمسون يې دا لاره په مخ کې نيولې وه. ليکن بلې خوا ته د حق پلويان هم د دې مکې ځوانان و چې د حضور صلى الله عليه وسلم په وړاندې کړى صداقت يې د زړه له کومې او په اخلاص سره قبول کړ. او د هغه له پاره ې د سرښندنې انتها وکړه، د رسول صلى الله عليه وسلم د لمړنيو ملګرو فهرست ته وګورئ، يوازې څو تنه اصحاب رضي الله عنهم داسې وه چې تر رسول الله صلى الله عليه وسلم يې عمر زيات و، پاتې نور چې څومره کسان وه په عمر کې ټول له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه کشران وه. څوک د لسو کلونو، څوک د پنځلسو کلونو، څوک د اتلسو کالو، څوک د شلو، يوويشت کلونو وه، زيات عمر د ديرشو او اته ديرشو تر منځ و، او هم دا خلک وه چې بې درېغه يې د نمرود اورته ورودانګل، هغوى په خپلو سترګو ليدل چې مخي ته يې د ظلم بټۍ تړسيږي، هغو ته مالومه وه چې دا وخت د اسلام قبلولو مانا، داړونکو ته بلنه ورکول دي چې راشئ او موږ ټکرې-ټکرې کړئ، خو سره له دې هم هغوى را پورته شول او په ډاګه يې اعلان وکړ چې “لا اله الا الله محمد رسول الله”، هغوى د دې خبرې هېڅ پروا ونه کړه چې د دې پايلې به څه وي، هر ظلم يې و زغمه، هر مصيبت يې وګاله، چې په مکه کې کار کول ورته مشکل شو، نو مک، وطن، خپلوان او دوستان او هر څه يې پرېښودل او هجرت يې وکړ، دا يې هېڅ فکر و نه کړ چې بل ځاى ته ولاړشو، زموږ به څه حال وي؟ د حق له پاره دا ډول سرښندونکي او قربانۍ وکوونکي هم ځوانان وه، په هغو کې ښځې هم ځوانې وې او سړي هم ځوانان وه، دا ټول د هغسې کورنيو د سترګو څراغونه وه چې د هغو مشران د اسلام ډېر بد دښمنان وه، د هم دې خلکو له قربانيو نه بالاخره په نړۍ کې د اسلام بيرغ سرلوړى شو، د رسول الله صلى الله عليه وسلم په په ملګري کولو سره يې يو داسې لوى انقلاب منځ ته راووست چې تر پيړيو-پيړيو پورې قائم و، نن هم قائم دى او انشاء الله چې تر قيامته پورې په قائم وي.
ليکنه: ابو الاعلى مودودي (رح)
ترتيبوونکى: ع-ن-مرستيال کندهار