د ځمکې، سپوږمۍ او سیارې اړوند | د اسلام او قرآن اعجاز

د آسماني جسمونو په مینځ کې واټن:

په خلاکې دآسمانی جسمونو توزیع اوددوی په مینځ کې سترواټن دځمکې دوجود لپاره ډیر اړین دی. د آسمانی جسمونو په مینځ کې واټن داسې حساب شوی چې څو ځواکمنې قوې دځمکې په سر ژوند تأمینوی. مایکل دنتن دستورو اوثواقبو په مینځ کې دواټن په هکله وایی:
((دثواقبو اوستورو ترمنځ واټن ډیر ارزښتناک دی. زموږ په کهکشان کې دستورو ترمنځ واټن دیرش میلیونه میله دی، که دغه واټن لږ څه هم لږ وای دستورمدارنو یوله بل سره لګیدل. اوکه دغه واټن لږڅه ډیر وای ثواقب به داسی خپریدل چې دځمکې غوندې سیارې جوړیدلای نه شوې. نو دثواقبو وړانګې اوځلا په یوه دقیق نظم اوټاکلوواټونونو باید ترسره شی څوچې دژوند بهیر جاری پاتې شی.))

دثقل قوه:
که دثقل قوه لږڅه ځواکمنه وای ، دځمکې په سربه ډیر میتان اوامونیا راټول شوی وای چې ژوند به یی ناممکن کړی وای.

دځمکې اولمر په مینځ کې واټن:
دغه واټن که لږ څه ډیر وای ځمکه به ډیره سړه وای ، داوبو دوران به له مینځه تللی وای اوټولې به کنګل شوې وای. اوکه چیرې ځمکه په ډیره لږه کچه لمر ته نږدې وای نوهرڅ ه به سوزیدلی وای.

دځمکې د پوښ پریړوالی:
که دځمکې باندنی پوښ لږڅه پریړ وای له خلانه به یی ډیراکسیجن ځان ته جذب کړی وای . اوکه چېرې دځمکې باندنې پوښ لږ څه نازک وای نو اورغورځونې به ژوند دځمکې په سر ناممکنه کړی وای.

دځمکې دڅرخیدو چټکتیا:
که چېرې دځمکې پر ځان راڅرخیدنې چټکتیا لږڅه لږ وای دشپې اوورځې په مینځ کې به دتودوخې درجې ډیر توپیر درلودلای اوکه چېرې لږ څه هم دغه چټکتیا ډیره وای نو دبادوونو چټکتیا به دومره ډیره وای چې توپانو اوبړبوکیو به ژوند ناممکنه کړی وای.

دځمکې مقناطیسی ساحه:
که چېرې دځمکې مقناطیسی ساحه لږڅه ځواکمنه وای نو ستر الکترومقناطیسی توپانونه به رام ینځته شوی وای. اوکه چېری دغه ساحه لږڅه کمزورې وای ځمکې به دهغو مضره ذراتو په وړاندې چې له لمر څخه خپریږی خپل محافظت له لاسه ورکړی وای. چې په دواړوصورتونو کې به ژوند ناممکنه شوی وای.

د البدو اغیزه Albedo Effect:
دالبدواغېزه دهغې روښنایی دکچې دانډول یاتناسب څخه عبارت دی چې دځمکې له لاری جذبیږی اوانعکاس ورکول کیږی.که دغه تناسب لږ څه ډیر وی هرڅه به کنګل شوی وای اوکه یوڅه لږ وای نو هغه ټولې واوارې اویخونه چې پر ځم که شته ویلی شوی به وای اوهرڅه به یی لاندې کړی وای اوروسته به هرڅه سوځیدلی وای.

پرځمکه داکسيجن او نايتروجن په مینځ کې انډول:
که دغه انډول ډیر وای نو دژوند فعالیت به ډیر چټک وای اوکه لږ وای دژوند فعالیت به ډیر سست وای.

دځمکې پر سر دکاربن دای اکساید اواوبو په مینځ کې انډول:
که چېرې دغه انډول ډیر وای هوا به ډیره توده وای اوکه چېرې لږ وای نو هوابه ډیره سړه وای.

داوزون دپوړپریړوالی
که چېر ی داوزن دپوړپریړوالی ډیر وای دځمکې تودوخه به ډیر لږ وای، اوکه دغه پریړوالی لږ وای نو دځمکې تودوخه به ډیره زیاته شوی وای اودلمر دزیان لرونکو وړانګوڅخه به هم م خنیوی نه شوای کیدلای.

زلزله:
که چېرې زلزلې اودځمکې ښویدنې پېښې ډیری وای ځمکه به تل دښوریدو په حال کې وای اوکه چیرې لږې وای نو په سمندرونو کې به ژووې له خوراکی توکوڅخه محروومه پاتی شوی وای او له مینځه به تللی وای اوله دی سره به دهغو ژوو لپاره دخورړو دتوکوکمښت رامېنځته شوی وای چې هغوی له سمندری خوړو نه ګټه اخلی.

د ځمکې د انحنأ زوایه
ځمکه دخپل مدار پر سر د۲۳ درجو زاویی په اندازه خمه شوی ده. چې داکړوپوالی دموسومونو دجوړیدولامل ګرځی . که چیرې دغې انحنأ لږ څه توپیر درلودلای ددوبی تودخه اودژمی ساړه به له زغم څخه وتلی وای.

دلمر جسامت:
کوچنۍ لمر به دځمکې دکنګل وهلو لامل ګرځیدلای وای اوکه لوی وای دسوځیدولامل به ګرځیدلای وای.

دلمراوسپوږمۍ په مینځ کی دراکښلو قوه
که دغه قوه لږ څه ډیره وای ، دځمکې پر حرکت اودسمندرونو په جزرومد باندې  به یی ژورې اغیزی ایښې وای ، اوکه دغه قوه لږه وای دځمکې پر تودوخه به یی ژورې اغیزې کړی وای چې دانسان ژوند به کې ناممکنه وای.

دځمګې اوسپوږمۍ  په مینځ کې واټن:
که دغه واټن لږ څه لږ وای سپوږمۍ به لمر ته جذبه شوی وای اوله ځمکی سره به یی ټکر کړی وای اوکه دغه واټن  ډیر وای نو سپوږمۍ به په خلأ کې سرګردانه وای اوله ځمکې څخه به بیله شوی وای. حتی که ډیر لږ هم دځمکې اوسپوږمۍ په مینځ کې واټن فرق کړی وای دډیرو خطرلرونکو جذراومد لامل به ګرځیدلای وای اودځمکې ټولې ټیټې سطحې به تراوبو لاندې شوی وای . دسمندرونو دتودوخې درجه به لوړه شوې وای اوهغه ژوی چی هلته دی هغه به له مینځه تللی وای.
دځمکې اوآسمانونو په پیدایښت کې اودشپې اوورځې په تفاوت کې دپوهې دخاوندانو لپاره روښانه دلیلونه شته (آل عمران ۱۹۰).

دځمکې دتودوخې درجه اودکاربن له برکته  ژوند:
دکاربن شته والی چې دټولو ژوو اساس یا بنسټ جوړوی دځمکۍ دتودوخې له ټاکل شوې درجې سره اړیکه لری، کاربن دعضوی مالیکولونو لپاره حتمی برخه ده چې دژوندانه بنسټ جوړوی. نو له همدې کبله دځمکې تودوخه باید یواځې اویواځې همدااوسنۍ حالت ولری.
هغه څه مو چې تراوسه وویل هغه یواځې یو لږ څه اړین توازونونه دی چې دژوندانه ددوام لپاره اړین ګڼل کیږی اوټول داجوتوی چی داپیدايښت یا خلقت دتصادف پربنا نه دی.
الله (ج) دآسمانونو اوځم کې خاوند دی ا و الله (ج) پر هرڅه توان لری ‎. (آل عمران ۱۸۹).

دستورو، لمر اوسپوږمۍ په مینځ کې دجوړښت توپیر:

اولمر مو لکه روښانه څراغ وګرځاوه (النباء ۱۳)
څه ډول چې څرګنده ده په شمسې ټولګه کې یواځنی روښانه سرچینه لمردی. دتکنالوژی په پرمختګ سره ستوری پیژندونکی په دې پوه شول چې سپوږمۍ دنورسرچینه نه ده اوخپله روښنایی له لمرڅخه ترلاسه کوی.اودسراج کلمه دڅراغ په مانا کنایه ده له لمرڅخه چې دروښنایی اوتودخې سرچینه ده.الله (ج) په قرآنکريم کی دلمر،سپوږمۍ اوستورو لپاره بیلابیلې کلمې کارولی.اوپه دې توګه یی آسمانی جوړښتونو کې توپیر روښانه کړی.

ااوسپوږمۍ یی نور اولمر یی روښانه څراغ وګرځاوه. (نوح۱۶).
په دغه آیت کی د “نور” کلمه دسپوږمۍ لپاره کارول شوې اود “سراج” يا څراغ کلمه دلمر لپاره. دسپوږمۍ ستایل په روښانه نور انعکاس موندونکی اوبی حرکته شوی اولمر یی په داسې توګه ښوولی اوستایلی  لکه چې یوڅه سوزی .
اوتل د روښنایی سرچینه وی. برسیره پردې دستوری لپاره دنجم عربی لغت کارول شوی چې دظاهریدونکی یا ښکاره کیدونکی مانا لری . بل لغت چې دستوری لپاره
کارول شوی ثاقب دی چې په خپله د سوزیدونکی څیز مانا لری، چې دتیارو روښانوونکی اوځلیدونکی هم ګڼل کیدای شی.

النجم الثاقب.
هغه ځلیدونکی ستوری چې په تیارو کې  ځلیږی . (الطارق ۳).
په اوسنی زمانه کې موږ پوهیږو چې سپوږمۍ له ځانه نور نه لری اوخپل نور له لمر څخه اخلی چې دسپوږمۍ په سر لویږی اوبیا هغه ته انعکاس ورکوی.  اوهم پوهیږو چې لمر اوستوری خپله له خپل ځانه نور ورکوی . دغه موضوع ګانې داسې وخت کې قرآن یادې کړی چې انسانانو ددې مسألی دپوهیدو لپاره څه په لاس کې نه درلودل.

محمد شفیق حقپال

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب