د اولاد روزنه د ځوانۍ نه مخکې

د نن ځوانان د کومو چې موږ پابندي کوو او د کومو په اړوند چې موږ خبرې کوو هغوى پرون ماشومان وه، دا د هغو ونو ګلان دي چې په تېره کې پر خپلو تنو ولاړې وې؛ د خالپوڅو او وړکتوب څخه تېر او ځوانان شول، بيا هم دغه کيفيت بيرته بيا  راځي، هغه مهال چې دوى زاړه يا سپين ږيري کيږي.

په هر صورت دوى ځانکړې روزنې ته اړتيا لري، په بنسټيزه توګه پر هغوى شفقت کول، د هغوى د زده کړې خوا ته پاملرنه او د هغوى د اصلاح لارې پېژندل؛ دا ټول د دې له پاره چې د هغوى جړې او اصل رښتين شي او په ځوانۍ کې په کار را شي.
د ماشومانو په وړکتوب کې روزنه کول، د ځوانۍ په عمر کې پر حقه لاره باندې د ثابت  قدمۍ ذريعه ده. د ځوانۍ طاقت او ځواک چې په دوى کې ځاى پر ځاى شوى دى هم دغه د څارنې وړ دى، که داسې و نه شي نو  خواري به  بې ځاىه شي، هغوى  به د خواهشاتو لارويان شي. دغه ټکي ته په پام کې نيولو سره اسلام د روزنې د مسئوليت وخت ټاکلى دى. په وړکتوب کې په غلطه لاره روانېدل په ځوانۍ او پخوالي کې هر ډول کړاونو او مصيبت پيدا کوي، بيا په ځواني کې اولاً خو اصلاح ممکنه نه ده، که چېري کومه تګلاره هم وي نو هغه مهال به بيا د سختې خوارۍ و مشقت غوښتنه کيږي.
د اسلامي روزنې درې مهم رکنونه او مرکزونه دي، کور، چاپېريال او مدرسه او مكتب. په دې دريو مرحلو کې که چېري صحيح روزنه وشوه نو د ځوانۍ پر رښتين عمر کې-هغه ونې چې استاذانو او والدينو پرون اوبه کړې وې- نن په پايله کې هغه باغچې او کښتوته شول او په چاپېريال کې خپل اغېز ښندي.

د مور او پلار مسئوليت:

تر دې عنوان لاندې ډېر خبرې د يادولو وړ دي. تر ټولو مخکې د دې خبرې وضاحت کيږي چې مور او پلار ته د اولاد ورکړه د الله تعالى ډېر ستر احسان دى، د يوه انسان ادم-عليه السلام-څخه د هغه کور والا او بيا د مېړه او ښځې څخه د انساني نسل دومره غټه ذخيره؛ دا د لوى څښتن تعالى جل جلاله د ستر قدرت ښکارندوى او وړانګه ده.

اولاد الهي ورکړه ده!

اولاد، د مور او پلار له پاره د الله تعالى له طرفه يوه ورکړه ده. پر دې باندې انسان بايد پوره-پوره شکر ادا كړي، د هغه الله جل جلاله ستاينه وکړي. ځکه کله چې د انساني پيدايښت سلسله شروع شوه، د هم هغه وخت راهسې د انسان له پاره اولاد بهترينه وركړه ده  چې انسان ته په برخه كيږي او دا لړۍ به تر قيامته پورې دوام کوي تر څو چې  انساني جنس باقي پاته شي.
د ښځې او خاوند تر نکاح وروسته سلسله د اولاد نېکه ارزو کوي. په دې موخه کې د برياليتوب شيبې شمېري، خوښي ښکاره کوي، دوى ليوالتيا لري چې په زوى يا لوڼو خپلې سترګې يخې کړي، د الله تعالى څخه د هغوى د برياليتوبه غوښتنه کوي او کله چې په حمل کې ځنډ پېښيږي؛ نو د پيداکوونکي مخکې زارۍ کوي، ارزوګانې کوي او د اولاد  لاس ته راوړنې له پاره د ختيځ څخه بيا تر لوېديځ پورې ټوله نړۍ چاڼوي، تر څو په دې موخه کې بريالي شي. دا د الله تعالى قدرت دى، علاوه پر دې چې انسانان د رنګ، زمانې، جنس او اوسېدلو په لحاظ سره مختلف دي، په دوى کې دا پديده فطر ةً  شته ده.
ذکريا-عليه السلام-هم د اولاد غوښتلو دعا کړې ده، فرمايلي يې دي:(زه بېريږمه د وړونو خلکو څخه، زما وروسته او زما ښځه زړه ده؛ نو وبخـښه ماته له خپل طرفه څخه يو کار پر مخ بيولو والا چې زما او د ال يعقوب وارث جوړ شي او اې ربه! ته هغسې وکړي چې ستا خوښه وي). [سورة مريم].
اولاد الهي ورکړه ده، په قران مجيد کې دي چې د اسمانونو او ځمکو ملکيت د الله تعالى له پاره دى. بيا يې له دې سره دا هم فرمايلي دي چې الله تعالى چې څه و غواړي پيداکوي يې، چاته چې يې خوښه شي لور ورکوي، چا ته چې يې خوښه شي زوى ورکوي، چا او چا ته بيا دواړه ورکوي او څوک بيا له دواړو څخه محروم کړي.
په نورو اياتونو کې هم دا مضمون په ټيګار سره راغلى دى. په سورة کهف کې دي چې: (مال او اولاد د دنيوي ژوند ښکلا دي، د ثواب د لحاظه څخه پاته کېدونکى شى ښه کړنه ده).
په سورة نحل کې يې فرمايلي دي چې: (الله تعالى له تاسو څخه  جوړې پيدا کړې، بيا يې ستاسو له ښځو څخه زامن او لمسيان پيدا کړل او تاسو ته يې بهترينه روزې درکړل).
د دغې الهي ورکړې پر انسان باندې ډېره اغېزه وي، دغه د ده د فطرت او قوت مېوه ده.
کله چې يو انسان ته اولاد خبر ورکول کيږي نو دى د ډېرې خوښۍ او خوشحالۍ د لاسه وځليږي او زړه يې باغ-باغ شي. د دې انتظار کوي چې کورنۍ او دوستان يې ورته مبارکي ووايي، ځکه چې د نن ورځې دغه ماشوم د راتلونکي سړى، د مور او پلار ارمان، د امت ذخيره او هم دا ډول ماشومان د انساني ژوند د پايښت ذريعه دي.
دغه ماشومان د مور او پلار د اېښودل شوې ونې ښاخونه او د هغوى ګلان دي. د دوى دا غوښتنه او هېله وي چې په ټولو کائناتو کې فقط د دوى زوى د ښائست وړ وي.

اولاد د والدينو سره امانت دي:

د مور او پلار دغه هېله تر سره کېدلو سره يې نفس پر کراريږي، زړه يې ډاډه شي، د نوي راتلونکي مېلمه سره يې روحاني تړاو پيدا کيږي. الله تعالى هغه ته پيدايښت وبخښى، بيا نو د مور او پلار هيڅ طاقت نه شته او الله تعالى فقط په خپل فضل او کرم سره دا نعمت ورکړى؛ نو اوس دغه نعمت له دوى سره امانت دى. دا هم ممکنه ده چې امانت اېښودلو والا خپل امانت بيرته واخلي او دا هم کېداى شي چې الله تعالى دغه امانت د لنډې يا اوږدې مدې له پاره د والدينو سره کښېږدي تر څو چې مور او پلار د الله تعالى د حق مسئوليت ادا کړي، ساتنه يې وکړي او د الله تعالى احکام او شريعت پر هغه باندې نافذ کړي او دغه د زوى پر پلار باندې حق دى.يا داسې پوه شئ چې پر پلار واجب او لازمي شى دا دى کله چې ماشوم پر خپلو پښو ولاړ شي نو د هغه ډېره ښه پالنه وکړي، هغه د دين اړخ ته متوجه کړي، هغه ته ډېر ښه اداب ور زده کړي او د هغه د زده کړې-څنګه چې يې حق دى-هم هغسې څارنه وکړي. دا يو ډېر ضروري مسئوليت دى، مور او پلار په دې باندې مګلف دي او قران کريم هم دا موضوع په ټينګار سره بيان کړې ده. (يوصيکم الله في اولاد کم).
ژباړه: (يانې الله جل شانه ستاسو د اولاد په اړوند تاسو ته وصيت کوي).

پر مور او پلار باندې د روزنې واجبات:

د ماشوم ږېږېدنه فطرتاً پر اسلام باندې وي، هغه چې کله سترګې خلاصې کړي نو ورته مالومه شي چې د هغه مور او پلار د هغه له پاره هر ډول اسانتياوې برابرې کړې دي، هغه خپل ځان د دوى واړو تر منځ ګوري. پر کائناتو يې چې يې کله نظر لويږي نو هغه ته بې له مور او پلاره څخه بل څه په نظر  نه راځي، هغه مور او پلاره هر څه ګڼي، د هغوى اړخ ته متوجه وي؛ په هره وړه او غټه خبره کې د هغوى خواته پناه وړي، په خپل ذهن کې د سيلاب د څپو په څېر سوالونو رخ هم د مور او پلار خوا ته وي. كه څه هم چې ډېرى مور او پلار هغوى ته د جواب ورکولو څخه عاجيزيږي.
ماشومان د والدينو پر هر جواب قناعت کوي، بې له شکه او شبهې څخه يې رښتين ګڼي، نو د هغوى خبرې يادوي او هيڅ څېړنه هم نه پرې کوي. هره اورېدل شوې خبره-که هغه ريښتيا وي يا درواغ، بده وي يا ښه-خپلوي يې. د ماشوم عقل د موم په څېر وي، هر اړخ ته چې يې پلار وغواړي کږوالاى يې شي. د ده زړه د ساده تختې په ډول وي، مور يې چې يې څه غواړي پرې ليکلاى او نقشولاى شي.
دغه وخت د ماشوم د ستر امتياز وخت وي، د  والدينو نقل او خوځېدنه، د هغوى کړنې او کارونه په ډېره مينه او ليوالتيا سره خپل په دننه کې ځاى پر ځاى کوي. له هم دې سببه پر مور او پلار باندې په کم سنۍ کې د روزنې مسئوليت دى چې هغوى تيار کړي، هغوى هوښياران کړي او هغوى د داسې خبرو خوا ته متوجه کړي چې په هغو کې د الله تعالى خوښي او الله تعالى پرې خوښ وي.
په تېرو منځګڼو کې چې کوم حديث شريف تېر شو، د هغه حديث شريف په مصداق حضور صلى الله عليه وسلم والدين د هغوى ساتندوى ټاکلي دي. له هم دې کبله دا د مور او پلار له پاره دروند پيټى دى او پر دې باندې د دنيا او اخرت د سرلوړۍ پايلې مرتب دي.
کامل ايمان، صحيح عقيده، اسلامي اداب، ټولنيز اخلاق او د شريعت مسئلې او احکام په ور زده کولو سره يې مور او پلار سرشاليږي.
په غوره سره که وکتل شي نو د ښې او مسلمانې کورنۍ ساتنه هم د مور او پلار په غاړه ده، ځکه چې د نن دغه ماشوم غټېدلو سره کورنۍ جوړيږي.
اوس نو د ماشوم کاته خپل مور او پلار ته دي، هغوى د ده له پاره بېلګه دي، هغه نن هر څه په اسانۍ سره زده کولاى شي. د هغه ناسته-ولاړه او ځغاسته د مور او پلار په قبضه کې وي، هغه ته نېکي ور زده کوي او که بدي خو د دې خبرې يادول ضروري دي چې سبا د الله تعالى په دربار کې ولاړ او د دې مسئوليت احساب ورکوو.

د اولاد د روزنې ښېګڼې:

رسول الله صلى الله عليه وسلم په يو حديث کې فرمايلي دي:
(کل مولود يولد على الفطرة فابواه يهودانه او ينصرانه او يمجسيانه). [مسلم].
ژباړه: (يانې د هر ماشوم پيداېښت فطرتاً پر اسلام وي. بيا د هغه مور او پلار غواړي چې هغه يهودي کړي يا يې عسايي او مجوسي کړي).
مور او پلار او نور قريبان-چې په روزنه مکلف دي-د شرعي او بدني ادابو په ور زده کولو يې ټينګار کړى او دوى ته ته يې وينا کړې ده چې:
(علموا اولادکم السباحة و الرماية و الركب الخيل او كما قال صلى الله عليه وسلم). [بيهقي له ابن عمر څخه].
ژباړه: (يانې خپل اولاد ته لامبو ور زده کړئ، نښه ويشتل ور زده کړئ اود آس سورلۍ ورزده کړئ).
د اولاد پر روزنه ډېر ستر اجر او ثواب دى، د دې سترې ښېګڼې وي، هم دا رنګه رسو الله صلى الله عليه وسلم د دې په هڅونه کې فرمايلي دي:
(ما نحل والد ولدا افضل من ادب حسن). [ترمذي له عمرو بن سعيد څخه].
ژباړه: (يانې يو پلار چې خپل زوى ته د ډېر ښه اداب ور زده کړي، له دې څخه بله غټه ورکړه نه شته. او په يو بل ځاى کې يې فرمايلي دي:
(لان يؤدب احدکم ولده خير له من ان يتصدق کل يوم بنصف صاع على المساکين). [ترمذي له جابر بن سمره څخه].
ژباړه: (يانې يو بني ادم چې خپل زوى ته اداب ور زده کړي، دا د ورځنۍ نيمې پيالې صدقې څخه-چې مسکينانو ته يې ورکوي- ښه ده).
او له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى چې: (موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه تپوس وکړ چې موږ ته خو د والدينو حق مالوم شو، نو د اولاد بيا پر موږ څه حق دى؟ تاسو صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (ان تحسن اسمه، و تحسن ادبه) چې هغه په ښه نوم سره و نموئ، هغه ته ښه اداب ور زده کړى.
عبد الله د عمر بن عمر رضي الله عنهما فرمايلي دي:
(ادب ابنک فانک مسؤول عنه ماذا ادبته و ماذا علمته؟ و هو مسؤول عن برک و طواعتيه لک).
يانې خپل زوى ته ادب ور زده کړئ. ستاسو څخه به پوښتنه وشي چې تاسو هغوى ته کوم اداب ور زده کړل، کومه ښوونه مو ورته وکړه او له هغه څخه به بيا د دې پوښتنه کيږي چې هغه ستاسو سره د ښې کړنې يا سرکښۍ څخه عبارت دي.
اوس نو که مور او پلار له دې څخه بې پروا يې نو هغوى د سترې ګناه او معصيت مرتکب دي، په زيان کې دي، په امانت کې خيانت کولو والا دي، دغه څارنه ضايع کولو والا دي چې د هغې د ساتنې له پاره الله تعالى مکلف کړي دي او دغه د دوى د دنيا او اخرت مسئوليت دى. له هم دې کبله قران مجيد د دې خبرې څخه والدين وېرولي دي او هغوى يې بيدار کړي چې خپل ځان او اولاد د ګناهونو څخه وساتئ، په ښو کړونو بوخت شئ او هم دا ډول يې فرمايلي دي: (اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ دى! خپل ځان، خپله کورنۍ او عيال د جهنم د هغه اور څخه وساتئ چې د هغه خس و خاشاک به انسان او ډبرې وي. پر دې باندې به ملايکې مقررې دي چې د الله تعالى د حکم څخه نا فرماني نه کوي، کوم حکم چې ورکړل شي هغه عملي کوي). [سورت تحريم].
حضرت علي رضي الله عنه فرمايلي دي چي:
(د جهنم د اور څخه د ساتلو موخه دا ده، چې هغوى ته ادب او علم ور زده کړئ).
حضرت حسن بصري رحمه الله فرمايلي دي چې:
(د الله تعالى د فرمان وړلو حکم ورکړئ او ښېګڼه ور زده کړئ).
ځينو علماوو فرمايلي دي چې: (د قيامت په ورځ به الله تعالى د زوى څخه د پلار اړوند پوښتولو مخکې پلار د زوى په اړوند وپوښتي).
په هر صورت د والدينو له پاره وصيت مخکې له مخکې شوى، په قران مجيد کې يې دا هم فرمايلي دي: (چې خپل اولاد د لاستنګۍ له وېرې مه قتلوئ).
دا هم ده اې خلکو! چې الله تعالى تاسو ته د اولاد په اړوند وصيت کوي او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (اعدلوا بين اولادکم في النحل کما تحبون ان يعدلوا بينکم في البر واللطف).[طبراني و ابن حبان له نعمان بن بشير څخه].
ژباړه: (اې خلکو! د خپل اولاد په منځ کې د ورکړې پر مهال برابروالى کوئ. لکه څرنګه چې تاسو دا خوښوئ چې هغوى هم ستاسو په مابين کې د نيک سلوک او مهربانۍ برابري وکړي).

سرچينه: د ( الاسلام و الشباب كتاب)  دكتور- وهبة الزحيلي

ليكنه: دوكتور وهبه زحيلي
ژباړه: عبدالنصير مرستيال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب