د پاک لمنۍ او عفت ساتنې اوچت ديوالونه

په نني عصر کې دپاک دامنۍ او عفت جګړه اوج ته رسيدلې، که څه هم ځينې داسې کورنۍ شتون لري چې خپل عفت او ابرو يې مکمله ساتلې ده خو ډير نور داسې شته چې په ډير کم څه يې خپل ارزښتناک څه ورکړل، همدا لامل دی چې سورة النور هم نازل شوی دی، پدې اساس چې دځوانانو فحش ته مخه شوې د هغې له عواملو څخه يو عامل داهم دی چې خپله خويندې خپل عفت او خپل عزت ته پاملرنه نه کوي او غفلت يې پکې اختيار کړی دی صرف پدې دا مشکل نه رفع کيږي چې ځوان دې پرې سترګې پټې کړي او خويندې چې څه کوي هغه دې وکړي نه دا کار يو جانبه ناممکنه دی چې دخطر تصور يې په عواقبو کې څرګنديږي.

خو بيا هم زمونږ دټولوخويندو څخه دا غوښتنه ده چې له دوی سره ارزښتناک او تر ټولو قيمتي څيز دهغوی عفت او ابرو عزت بلل کيږي که چيرته دغه جوهر له دوی واخيستل شي دوی بيا څه نه بلل کيږي بلکه هغه جوهر به يې له لاسه ورکړی وي او ژوند به يې له خفګان او ستونزو ډک وي.

په مختصره ژباړه کې چې ماکوشش وکړو د پنځوسو صفحو څخه يې وژباړم ، دخويندو لپاره دعفت ساتنې لارې چارې او کارونه دي چې ان شاء الله پدې د عمل سره به تغير احساس کړي او عملا به يې وګوري نو هیله ده خويندې يې هم ولولي او ورونه يې هم ولولي

دعفت ساتنې لپاره ځينی اړينې لارې او دساتنې لپاره يې اوچت ديوالونه:

لومړی: صفا او منظمه په اسلام ملبسه ټولنه:
دغسې ټولنه هغه مهال رامنځ ته کيږي کله چې د اسلام احکام تطبيق شي مثلا د زنا پر مهال د حدودو تطبيق الله عزوجل فرمايي (الزانیة والزاني فاجلدوا کل واحد منهما مائة جلدة ….) که چيرته زاني واده کړی وي هغه به سنګسار کيږي، او همداراز فرمايي (ولاتأخذکم بهما رأفة في دين الله) شفقت ښه څيز دی خو پخپل ځای کې خو د حد د قيام او تطبيق پر مهال له شفقت څخه کار اخيستل دايمان عدم کمال بلل شوی دی بيا فرمايي (وليشهد عذابهما طائفة من المؤمنين) او عذاب به يې يوه ډله خلک دعبرت لپاره ګوري، پدې هم اکتفاء نه کوي بلکه نفي ته خبره ځي ترڅو پرې دائره تنګه شي ترڅو يې دماغ ځای ته راشي چې کله بيا د فحش او بدئ زړه کوي نو مخکې له کړنې سل ځل ورته سوچ وکړي.

پاک دامنه ښځه به زنا کار سړي سره واده نه کوي زنا کاره ښځه به پاک دامنه سړي سره واده نه کوي. د زاني او زنا کارې ښځې سره واده کول دیوث بلل شویده او دغيرت منافي خبره ده همدا راز حديث کې رسول الله ﷺ فرمايي (لايدخل الجنة ديوث) په مسند احمد کې روايت شوی دی ، او روايت هم دابن عمر رضی الله عنه څخه شوی دی همداراز بل حدیث چې نسايي کې روایت دی هغه کی درې قسمه خلک دي چې يو دمور او پلار نه منونکی ، دويم مترجله ښځه (چې نارینه وو سره مشابهت کوي) دریم ديوث .
همدې ته ورته واړه هغه ګناهونه چې هغه دفحش سبب ګرځي.

دويم : د شرمګاه ساتنه پرته د جوارحو له ساتنې ممکنه نه ده:
سترګه، غوږ، ژبه، زړه، لاسونه، عورت، پښې، سر چې ذکر يې په خمرهن سره شوی دی سينه په (جيوبهن ) سره يې يادونه شوې ده، دا لس هغه جوارح دي چې ايت ورباندې منصوص راغلی دی.

په بخاري او مسلم کې چې حديث راغلی دی (د سترګی زنا کتنه ده، د ژبی زنا خبره ده، دنفس زنا غوښتنه او اشتياه ده او دفرج زنا د دې رښتيا کول او يا يي دروغ کول دي).

همداراز ډير ايتونه د فرج، سترګې او نورو اعضاؤ دساتنې په اړه راغلي دي چې دلته يې ذکر اړين نه بولو ځکه ټولو ته بهتره معلومه ده.

دریم : خوويندو ته په احکامو مدلل قوي دلائل د قناعت سره ورکول او هغوی ته دا څرګندول چې د دوی عفت د دوی شرف او فضيلت دی :
له اړينو او قوي کارونو څخه اساسي کار دادی چې پيغلو انجونو ته دا خبره په تأکيد سره وویل شي چې عفت څومره أهميت لري، شریعت ورباندې څومره ارتکاز کړی دی ځکه دغه توجيه او د هغوی پام راجلبول دې خبرې ته د هغوی دقناعت ذريعه ګرځي اکثره انجونې چې د عفت خيال نه ساتي په حقيقت کې هغوی د عفت په قدر او ارزښت نه پوهيږي خو چې کله هم پرې پوه شي هيڅ کله به په خپل عفت لوبې ونکړي او دغه مسؤليت دعلماؤ دی چې پخپلو ويناو کې پرې ډير ارتکاز وکړي ترڅو خپل مسؤليت د ټولنې په وړاندې اداء کړي او ټولنه له دی قسمه فساد څخه وژغوري او د ناپوهو انجونو د عفت سره لوبې ونشي.

د دې وضاحت لپاره باید ددنيوي ګټو او همداراز اخروي ګټو يادونه هم ضروري ده چې د عفت ساتنې دنيوي او اخروي ګټې څومره زياتې دي او تاوانونه او زيانونه يي په فردي او اجتماعي لحاظ څومره پرتله کيږي.

څلورم : عفت او پاک لمني په حقيقت کې دزړه او دوجدان قضیه ده:
په حقيقت کې دټولنې د سالمی روزنې او د نسل د مسلسل روزنيز تکامل ساتنه دپاکۍ په ساتنه کې ده او له بدۍ ځان ژغورنه کې ده که دې لفظ ته زير شو (الخبیثات للخبيثين) (والخبيثون للخبيثات) پرته له کنايې څخه دلته اوس کومه توريه او کنايه شتون نلري غوڅه خبره يي کړيده چې دخبيثو ښځو لپاره خبيث سړي او دخبيثو سړيو لپاره خبيثې ښځې دي ، اودغه نص چې تأييدوي (والطيبات للطیبين والطيبون للطیبات) دوه صفته دي يا ښه يا بد وي.

خو د دې خبرو بل ته کول نه بلکه د هغوی زړونو ته ننویستل پکار دي چې هغه پدې وسائلو ترسره کيږي:
لومړی: قناعت ورکول چې ايا ته دې مور ته دا غواړی. دغه حديث په مسند احمد کې روایت شوی دی
دويم: دعفت او شرف دمنزلت پيژندنه: الله فرمايي (ومريم ابنت عمران التی احصنت فرجها فنفخنا فیه من روحنا) او بيا (والتي احصنت فرجها فنفخنا فیها من روحنا)

په بل حديث کې رسول الله ﷺ فرمايي (که ښځې خپل پینځه وخته لمونځ وکړو، او د رمضان روژه يې مکمله ونيوله، او خپله شرمګاه يې وساتله، او د خپل خاوند اطاعت يې وکړو، ورته ویل کیږي به د جنت له هرې دروازې چې غواړې جنت ته ننوځې کولای شې ننوځي). دعبدالرحمن بن عوف په روايت ، مسندامام احمد کې روایت شوی دی.

دریم: د دې ګناه له عاقبت څخه ويره چې کوم قسم عذاب ورباندې مرتب کيږي.
څلورم: قیصې، لکه د يوسف علیه السلام قیصې چې اوس يې وخت ندی

پنځم: خلکو ته د الله عزوجل مراقبت وريادول:
دايقین ورکول چې الله عزوجل مو هر ځای کې قریب دی او مونږ هر وخت دهغه د مراقبت او څارنې لاندې ژوند کوو.
دالله عزوجل له نومونو څخه يو نوم علیم دی چې په سورة النور کې لس ځله راغلی دی او د علم صفت او دې ته ورته زيات راغلي دی لکه (والله عليم حکيم)، (والله يعلم وانتم لاتعلمون)، (والله عليم خبير) او نور ايتونه خو دغه څارنه او مراقبت د مؤمن په زړه کې په دوه طريقو تحقق مومي:

لومړی : په قراني هغو ايتونو کې زيات تدبر چې وعيد او ويرونه پکې راغلې ده، مثلا (ويوم يرجعون الیه فينبئهم بما عملوا)، (ولهم عذاب الیم) او نور…

دويمه طريقه يا لاره چې ايمان ورباندی زيات شي :
په نړۍ کې او دنړۍ په هر مخلوق کې متکرر فکر کول. (ولله ملک السموات والارض والی الله المصير)، (يقلب الليل والنهار…)
ابراهيم بن ادهم ته وویل شول چې ته زیات فکر کوې، هغه ورته وويل: چې فکر کول د عقل دماغ دي.
سفيان بن عيينه وايي: فکر کول روښنايي ده چې زړه يې ننباسی.

دا هغه ستر ديوالونه دي چې دننني فساد پر مهال د کوشش او هڅو سره کولای شو د عفت ساتنه پرې وکړو دې ته ورته نور هم شتون لري خو ټول يې د دې پنځو لاندې راځي.

الله عزوجل دې وکړي چې زمونږ د ټولنې، زمونږ دخويندو ميندو د عفت ساتنې احساس هر فرد ته ورپه برخه کړي او دغه احساس ملي احساس وګرځوي ترڅو مو ټولنه له بديو او فحشا څخه لرې او د الله عزوجل د رضا تمثيل مو هم کړی وي
وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی اله وصحبه وسلم

لیکوال: عصام بن صالح العويد

ژباړن: محمد اکرم همت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب