د وینې اهدا کولو ګټې

د وینې اهدا کولو ګټې:

د زړه په امراضو داخته کیدو د خطر کمښت: 

دا مشاهده شوي دي چې د وینې د اوسپنې د مقدار د زیاتوب په نتیجه کې د زړه د امرضو په اخته کیدو چانس ډیریږی، ځکه چې اوسپنه د کولیسترول د ارجاع کولو په عمل کې مهم رول لري چې دغه په خپل وار سره د زړه د شریانونو لپاره تاواني او د زړه د امراضو سبب ګرځي، پدې اساس په منظمه توګه سره وینه ورکول خصوصاً په نارینه وو کې د زړه په حمله کې درې چنده کمښت راولي.

د تازه وینې او نوي سره کرویاتو په تولید کې چټکیا: 

په بدن کې د سره کرویاتو په مقدار کې د وینې دورکولو په نتیجه کې کمښت رامنځ ته کیږي چې ددې د سمدستې جبران لپاره د هډوکو ماغزه هڅول کیږي چې تر څو تازه وینه تولید کړي او بدن ته تازه وینه ورسیږي.

د هیموکرومیتوزیس د ناروغۍ سره مجادله: 

هیموکرومیتوزیس یوه جنتیکي ناروغې ده، پدې ناروغي کې د اوسپنې د میتابولیزم یا مصرف غیر نارمل وي او د بدن په انساجو کې د اوسپنې د ذخیره کیدو سبب کیږي چې دغه حالت د بدن و غړو ته زیان رسوي، دغسې اشخاص خپل دوینې د اوسپنی د مقدار د ټیټ ساتلو لپاره هم کولئ شې چي وینه ورکړي، د داسې اشخاصو وینه و وینه اخستونکو اشخاصو ته کوم ضرر نه رسوی ځکه چې دا یوه جنتيکې ناروغې ده. لکه د بریتانیا په هیواد کی چی په هرو ۴۰۰-۳۰۰ کسانو کی یو کس پدی ناروغې اخته دی او د امریکا د سره صلیب خدمات دغسې کسان د یو محفوظ وینه ورکونکو په حیث منلۍ دی.

په بدن کې د خوړو د انرژي سون:

یو څوک کولۍ شي چي خپل ځان د مناسب پرهیز او یا په منظمه توګه د وینه ورکولو له لاری روغ او تندرست وساتې، د یو یونټ (۴۵۰ ملي لیتره) وینه ورکولو سره د وینه ورکوونکو په بدن کی ۶۵۰ کالوری انرژی سوځي

په پاخه عمر لرونکو خلکو کی د پیاوړیتوب احساس

په ډیرو انترنیټی پاڼو کی دا ذ کر شوی مګر تثبیت شوی ندی چې پاخه عمر لرونکی کسان د وینې په ورکولو سره د پیاوړیتوب او تازه ګی احساس کوی، دا زما د ژوندون ځانګړی تجربه ده چي هرکله زه وینه ورکړم زه د ډیری مودی لپاره د تازګي احساس کوم او حتی زه فکر کوم چی زه هیڅ ډول پریشانی نلرم.
په منظمه توګه وینه ورکول په سرطانونو باندی د اخته کیدو خطر کمیږی او همدارنګه په وینه کی د آزاد راډیکلونو (برقی چارجونه) سطح ټیټیږی.

وینه ورکول د مذهب له نقطه نظره:

ټول ادیان په نړئ کی د نورو پر ژوند ږغورلو باندی تاکید کوی چي زه دلته د اسلام د سپیڅلی دین پر اساس څو ټکو ته اشاره کوم:
الله سبحانه و تعالی فرمایی:
۳۲- او څوک چي یو انسان له مرګه وژغوري لکه چې ټولو خلکو ته ژوند وربښلی وي (المایده)
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: هغه څوک چی یو مومن د پریشانی څخه نجات ورکړی، نو الله تعالی به هغه دقیامت په ورځ د یوی لویي پریشانۍ څخه نجات ورکړی.
پدی اساس کله چی دیومریض دژوند د نجات لپاره د وینې ورکول ضروری وی نو پداسي حالاتو کی د اسلام په اساس وینه ورکول ضروری ګرځي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایی: د علاج د یو مؤثرو طبی طریقو څخه یو هم حجامت یا رګ وهل دی.نو چې رګ وهی نو داوينه مو ولې ‌د يو چاژوند پرې ونه ژغورو او دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم د درو نورو مبارکو احادیثو مفهوم په لاندې ډول سره دي:
۱- خپل رګ د جراحې د چاړه په ذریعه پری کړئ او پریږدئ چی وینه ځینی وبهیږی او دا کار تاسې په هرو درو میاشتو کی کولۍ شې.
۲- تاسی کولی شي چی خپله وینه پریږدۍ چی وبهیږی په هرو ۱۷ ورځو، ۱۹ ورځو او ۲۱ ورځو کی. (د ساینس ]پهPlasma and Platelet Pharisees په اوسنی عصر کی دا د وینی د پلازما او صفحیات دمویه د اهدا کولو[ هکله د تطبیق وړدی).
۳- د خپل بدن څخه وینه ایستل روغتیا بهتروی اود سترګو دید قوی کوی.
کوم کسان کولئ شي چي وینه ورکړی/ د وینه ورکونکی لپاره عمومی فزیکي غوښتنې
· هغه کسان چي ۱۸-۶۰ کلونو پوری عمر ولری
· نارینه او ښځینه دواړه کولئ شي چی وینه ورکړی
· حد اقل ۵۰ کیلو ګرام وزن ولری
· د خولي د تودوخي درجه باید د ۳۷.۵ درجه سانتی ګریډ څخه زیات نه وی
· منظم وی او په یوه دقیفه کی با ید۱۰۰-۴۸پوری وی
· د روغتیا د کارکونکو تر نظر لاندی باید وی
· په ۱۰۰ ملی لیتره کی د۲۵ ګرامه څخه باید لږ نه وی

شاید چې هیله مند وینه ورکونکی د لاندینیو ناروغیو له کبله وینه ورنکړي: 

· دسږو ناروغی
· د روماتیزم
· دزړه او د زړه د رګونو ناروغی
· امراض ګرده
· حساسیت
· سرطان
· ایدز
· د شکری ناروغان
· د دوو میاشتو راهیسی د ساه لنډی ناروغی
· مرګی، دماغی امراض
· دوامداره جلدی ناروغی
· د تیرو دوو کلونو راهیسی د معدی حاد زخم
· سفلیس او نور مخصوص امراض
· ژړی
· ملاریا
· حا مله شځی او د ولادت څخه ۱۲ میاشتي وروسته
· تر ۶ میاشتو پوری د یو لوی عملیات څخه وروسته
· کوم کسان چی شپږ میاشتی مخکی وینه اخستی وی
· د غوږ نو د سوری کولو څخه تر ۶ میاشتو پوری
· ددری میاشتو راهیسی د یوی شدیدی ناروغی په صورت کی
· د الکولو او مخدره مواد معتادین
· او داسی طبی مسایل چی پریکړه يي د روغتیا و کارکوونکي پورې اړه لري چی آیا هیله مند شخص وینه ورکړي او که نه.

 

سید یعقوب شاه نورزی، 
د ژوند ژغورنې غورځنګ مرستیال

د ژوند ژغورنې غورځنګ Life-saving movement

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب