د ویروس د لېږد لارې
له يو انسان نه بل ته د لېږد لومړی لار يې تنفسي ده چې. اسويلي او لوړ آواز خبرو پر مهال د خولې او پوزې لـه لارې وځي او د بل کس د خولې یاپوزې په مخاطي غشا نښلي، چې په منځې کچه اخته کس تر ۲۰ (له اتو تر ۳۷) ورځو پورې هوا ته شیندلی شي. لاس او یا وجود دنورو برخو تماس د ککړ چاپيريال او ککړو شوو توکو سره چې بيا يې خولې پوزې او سترگو ته وړي د ليږد پيژندل شوې وسيله ده. که په كوم شي پريوځي نو هوا کې تر ۳ ساعته خپله وړتيا ساتي. صابون سره له کاره لويږي، په لرگي او ټوکر تر يوې ورځې، په اوسپنې او پلاستيک تر درې ورځو هـم د انسان د اخته کولو وړتيا لري. له موره ماشوم ته ليږد يې هم ندی رد شوی او په شیدو کي دلیږد شواهد لا نشته خود ډیر نردی تماس له امله له موره شيدو خوړونکي ته د ليږد شونتيا لري. د اخته کس له فاضله موادو دغه ویروس د توکو ککړولو، چاپیريال اولاسونو له لارې لیږدول کیدی شي.
چاپیریال او د ویروس لېږد
ويروس د گڼې گونې لرونکو سيمو (لکه روغتونونو، پلورنځيو، ښوونځيو، لوبغالو، شپیغالو، زندانونو، لارو کوڅو، غونډو، او داسې نورو)، گڼ میشتو
هستو گنځايونو او تم ځايونو، وړو سرتړلو او بندو خونو، گډو خوړنځايونو او ناپاکو تشنابونو کې په اسانۍ ليږدول کيږي. د کور او کار ځاې دننه د نږدې ناستې ولاړې او بنډارونو پرمهال يې د لېږد شونتيا له پامه و نه غورځووو. باران، سړه هوا، ژمني موسم او اوږد سفر د اوږدمهال يو ځای او سیدو له امله د ویروس او د ناروغی د ليږد شونتيا اسانوي.