د ويښتانو رنګول (فتوى)

خپل د مینې ډک سلامونه د اصلاح آنلاین ویبپاڼی قدرمنو چلوونکو ته ډالی کوم او د روژې د مبارکې میاشتې رسیدل هم د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارک وایم.
درنو وروڼو!ِ
زه یوه پوښتنه لرم او هغه پدې ډول ده. زه ۳۷ کاله عمر لرم او خپل لمونځونه په وخت سره ادا کوم خو دا چې په ځوانی كې مې د سر ویښته سپین شوي دي، نو تقریباْ ۹ کاله كېږي چې په تور رنګ يې رنګوم، خو تل ډیر په تشویش که یم چې آیا دا به صحیح کار وي او که نه او پدې ډیر ډاریږم چې په رنګولو سره زما اودس كيږي او کنه؟
هیله ده پدې اړه ما ته معلومات راکړئ چې ډیر زیات په تشویش كې یم .
په درنښت

ځواب:

دکتور فضل الهادی وزین

ګرانه وروره
السلام عليكم و رحمة الله وبركاته
لدې نه چې خپله پوښتنه مو له اصلاح آنلاين سره شريكه كړه يوه نړى مننه. الله دې موږ او تاسې ته په دين د سم پوهاوي توفيق راكړي.
ستاسې د پوښتنې په هكله بايد په لنډه توګه وويل شي چې د فقهې له نظره د ويشتانو مطلق رنګول جائز دي او په دې موضوع كې اصل هماغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم حديث دى چې يو ځل د ابوبكر صديق پلار ابو قحافة چي عمر يې دير وو او ويشتان يې تك سپين ول او رسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته راغى نو رسول الله وفرمايل چې د هغه ويښته رنګ كړئ خو له تور رنك نه پرهيز وكړئ يعنى تور رنك ورته مه لګوئ.
د همدى حديث به بنياد فقهاء ټول په دې متفق دي چې د ويښتانو رنكول جائز دي خو ځينو د تور رنك استعمالولو ته ناجائز او ځينې ورته مكروه ويلي دي. اودس يې بالكل صحيح دى ځكه چې رنك جسم نلري او د اوبو د رسيدو مانع نه گرځي.
و الله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب