22 وياړلي اصول د کرکټر د جوړولو لپاره

کرکټر د انسان د وجود داخلي ځانګړتياوې او جذبې دي چې تر ډيره د انسان د‌ فکر عمل کولو بڼې ته اطلاق کيږي.
۱- د باور وړ آر رښتيني انسان په توګه ژوند وکړئ.
۲- هېڅکله فريب او دوکه مه کوئ.
۳- هېڅکله غلا مه کوئ، ديو چا له اجازې پرته يو څه نه اخلئ.
۴- خپل ملګري په دقت سره وټاکئ، ځکه چې د‌ ملګرو کرکټر ستاسې په کرکټر اغيزه کوي. له لوړ کرکټر لرونکو کسانو سره
ملګرتيا کول.
۵- خپله تګلاره د ټولنې د ارزښتونو پر بنسټ وټاکئ؛ او ښه کارونه وکړئ.
۶- په خپلو ژمنو کلک دريدلي اوسئ.
۷- د مسؤليت منوونکي اوسئ، پر نورو د واک چلولو فکر مه کوئ؛ ځکه چې واک او قدرت يو مسؤليت دی.
۸- تل د‌ اعتماد او باور پياوړي کولو لپاره کوښښ وکړئ.
۹- خلکو ته د سپکو او سپورو له ويلو څخه ډډه وکړئ ځکه چې، دا ستاسې په کرکټر باندې منفي اغیزه کوي.
۱۰- تل خپل وجدان ژوندی وساتئ، ځکه د‌ وجدان مړينه ستر عذاب ده، او ستاسې د‌کرکټر د‌مړينی سبب ګرځي.
۱۱- تر څو مو چې ټول حقيقتونه درک کړي او سنجولي نه وي؛ نو د نورو په اړه قضاوت مه کوئ.
۱۲- د بل چا تقليد مه کوئ، په ټولنه خپل رول ادا کړئ، په خپلو منفي کارونو مه وياړئ او هغه د خپل ژوند څخه لرې کړئ.
۱۳- تل له نورو سره مرسته کوونکي اوسئ.
۱۴- د تېروتنې په صورت کې بخښنه غوښتونکي اوسئ، او د نورو تېروتنې هم وبخښئ. همدارنګه له خپلو او د نورو له تېروتنو څخه زده کړه وکړئ.
۱۵- خپل والدين وياړمن کړئ. دوئ په تاسې حساب کوي او همېش د‌ خپلو والدينو منندوی اوسئ.
۱۶- تل نرمې کلمې او نرم الفاظ کاروئ مګر کلک استدلال کوئ.
۱۷- لطفا، مهرباني، مننه او په درنښت هغه کلمې دي چې هېڅکله نه زړيږي.‌مګر ستاسې کرکټر ته ځواني ورکوي.
۱۸- تل زړه سواندي او نرم اوسئ؛ ځکه چې يوازې کمزوري خلک سخت زړي او ظالمان وي.
۱۹- د بې ارزښته کېدو پر ځای ځان ته ارزښت ورکړئ.
۲۰- له اوازو او بې بنسټه خبرو څخه وساتئ. ټوکو، مسخرو،‌کرکې او بدبينۍ څخه ځان وساتئ.
۲۱- تل د ټولنې ته د خير رسولو په فکر کې اوسئ؛ او د همدې هدف لپاره عملي اقدام وکړئ.
۲۲- په اخره کې د‌ غوره او وياړلي کرکټر لرلو لپاره په اونۍ کې يو کتاب ولولئ؛ تر څو مو ذهن سره سره کرکټر او شخصيت هم قوي شي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب