د هوا ککړتیا، چاپيریال ساتنه او بیا ځلي دوران

د هوا ککړتیا

د هوا ککړتیا په اوس وخت کې د نړۍ یوه لویه ستونزه ده. ککړ مواد کولي شي چې له مختلفو لارو څخه د اتموسفیر هوا ته داخل شي، مثلا د اورغور ځوونکو غرونو اور شیندنه، د ځنګلونو سوځیدل، د کیمیاوي موادو تبخیر او نور، خو د فوسیلونو سوځول د هوا د ککړتیا عمده سرچینه ده.

ولې انسان د سون توکي سوځوي؟

ددې لپاره چې خپل کورونه تاوده کړي او د محروقاتو له تولید شوي انرژۍ څخه د الوتکو ، موټرو او اورګاډو په چلولو کې او د ټولو صنعتي او ساختماني عملیو په سرته رسولو کې ترې ګټه واخلي. هغه لوګي چې د سوځولو په وخت کې د سون له موادو څخه ازادیږي، غاز او جامد ذرات لري او په مستقیم ډول ژوندي اجسام زیانمن کوي یا د اوسیدلو چاپیریال ته داسې بدلون ورکوي چې ډیر وروسته هم د ژوند لپاره زیانمن وي.

ځیني عمده ککړوونکي مواد، چې د فوسیلونو د سوځولو په اثر هوا ته ازادیږي، عبارت دي له کاربن مونو اوکساید، کاربن داي اوکساید، نایتروجني، اکسایدونه، ځینې د کیمیاوي مواد متقابل عمل کوياو سمګ جوړوي. سمګ د هوا د ککړتیا یوه بڼه ده د نړۍ د لویو ښارونو دپاسه ځوړنده بڼه لري چې د سلفر دای اوکساید او نورو کیمیاوي مواد ذرات لري. سلفر دای اوکساید په هوا کې د اوبو له څاڅکو سره تعامل کوي او سلفوریک اسید جوړوي. سلفوریک اسید د باران په اوبو کې حل کیږي او تیزابي باران جوړوي چې د وخت په تیریدو سره د ودانیو ډبرې او د ودانیو نورې برخي تخریبوي.

همدارنګه تیزابي باران د جهیلونو او ډنډونو PH ټیټوي او ډیر هغه ژوندي اجسام چې هلته ژوند کوي یا وژل کیږي او یا د تکثر توان او قدرت یې اغیز من کیږي.

هایدروجن سلفاید  یوه بله ککړوونکي ماده ده چې په صنعتي عملیو کې تولیدیږي خوسا خراب بوۍ لري. که غلظت یې کم وي او تنفس شي، انسان ځوروي. خو که غلظت یې زیات وي، زهري او وژونکي دي. همدارنګه کاربن مونو اکساید د بنزین، سکرو او تیلو له سوځولو څخه تولیدیږي. که تنفس شي ډیر ژر له هموګلوبین سره تعامل کوي او په بدن کې د اکسیجن د لیږد ظرفیت کموي. په کم غلظت سره که تنفس شي په انسان خوب راولي خو که غلظت یې زیات وي انسان وژني.

همدارنګه نایتروجني اوکسایدونه، چې د بنزین، تیلو او طبیعي ګاز د سوځولو څځه تولیدیږي، د هوا د اکسیجن او ماورای بنفش له وړانګو سره تعامل کوي او اوزون تولیدوي چې اوزون په ستراتوسفیر کې د یو فلتر په حیث کار کوي خو لاندې یې شتون زیانمن دی.هایدروکاربنونه چې د بنزینو، سکرو،تیلو، طبعي غز او لرګیو د سوځولو څخه تولیدیږي، د هوا د ککړتیا لامل کیږي ان هایدورکاربنونه، لکه فارم الدیهاید د سترګو ، پزې او غاړې د خارښت لامل ګرځي، خو ډیر خطرناک نه دي.

د هوا د ککړتیا مخنیوی

د لاندې ټکو په پام کې نیولو سره د هوا د ککړتیا مخنیوی کولی شو.

  • د فوسیلي موادو په سوځولو کې کموالی، ۲- د زړو ماشین الاتو او لیږدوونکو وسایلو مخنیوی، ۳- د نقلیه وسایطو او صنعتي کورونو په لوګي ویستونکو نلونو کنترول، ۴- په زیاتو وختونو کې له بایسکل څخه ګټه اخیستل، ۵- د اوبو، باد او لمر د انرژۍ څخه زیاته ګټه اخیستل، ۶- له هستوي انرژۍ څخه ګټه اخیستل.

د پورتنیو ټکو پلي کول نه یوازې د هوا په ککړتیا کې کموالی راولي، بلکې د تیزابي باران د کموالي لامل هم کیږي.

ثانوي عمده ککړوونکي

ثانوي عمده ککړونکي له هغو غازونو څخه عبارت دي چې د اتموسفیر لاندې برخو کې د نوري کیمیاوي تعاملونو په واسطه جوړیږي. هغه لومړني مواد چې په دې ډول تعاملونو کې جوړ او خپریږي، له هایدروکابنونو او نایتروجن د ګازو او کسایدو لکه نایتریک اوکساید او نایتروجن دای اوکساید څخه عبارت دي.

دغه کیمیاوي خپاره شوي مواد په نوري کیمیاوي مغلقو تعاملونو کې برخه اخلي، ترڅو په لمریزو ورځو کې ځنیې مهم ثانوي ککړوونکي لکه اوزون، پر اوکسي اسیتیل نایتریت، هایدروجن پر اوکساید او الدیهایدونه جوړ کړي. یاد شوي مواد، خصوصا اوزون، دانسانانو، حیواناتو او نباتاتو لپاره له ډیرو زیانمنو او خطرناکو ککړوونکو څخه دی.

اوزون زیاتره د اتموسفیر په پاسنۍ برخه کې پیدا کیږي چې د ماورای بنفش د وړانګو د جذب لامل کیږي. هایدروکاربنونه او نایتروجني اوکسایدونه چې د صنعتي فابریکو او یا د طبیعي  عملیو په واسطه د اتموسفیر په لاندینۍ برخو کې ازادیږي، جوړیږي. اوزون د انسانانو د تنفسي سیستم لپاره تخریش کوونکي او د نباتاتو لپاره زهري کیمیاوي ماده ده. المونیم هم یو له ثانوي ککړوونکو مادو څځه شمیرل کیږي. ځکه چې المونیم حل کیدونکي اویونیک شکلونه په تیزابي خاورو کې د نباتاتو لپاره او په تیزابي اوبو کې د کبانو لپاره یو مهم فکتور دی، نو له دې کبله المونیم د ثانوي ککړوونکې مادې په حیث پېژندل شوی دی.

د استوګنې د چاپیریال ساتنه

انسان او نور ژوندي موجودات حق لري چې په مصوون چاپیریال کې ژوند وکړي. له دې کبله انسانان مسولیت لري چې د اوسیدو له چاپیریال د ککړتیا مخنیوی وکړي او په پاکوالي کې یي برخه واخلي. د زیاتیدونکي نفوس سره د ژوند ضرورتونه هم زیاتیږي. د طبیعي سرچینو څخه د غیر علمي او ناسمې ګټې اخیستنې له امله د خاورې اوبو او هوا ککړتیا زیاتیږي او ددې سبب کیږي چې پاک او سالم چاپیریال په یو ناپاک او ککړ چاپیریال بدل شي چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو لپاره زیانمن دي، باید د استوګنې د چاپیریال په ساتنه کې له لاندې طریقو څخه ګټه واخلو.

  • قوانین جوړ، تصویب او منظور شي چې د ژوند د چاپیریال په ساتنه کې مرسته وکړي، ترڅو د نوموړو قوانینو په پلي کولو سره خلک د استوګنې چاپیریال په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.
  • د ککړتیا کموالی، هغه ضایعه مواد، چې د بیا ځلي دوران په واسطه حاصلیږي، د کرنیزو ځنګلونو، سیندونو، جهیلونو او سمندرونو کې وانه چول شي، ترڅو د هغوی د ککړتیا مخنیوی وشي.
  • د حشره وژونکو درملو د استعمال کموالی، یوازې له هغو حشره وژونکو درملو څخه ګټه واخیستل شي چې زیانمنې حشرې له منځه وړي.
  • د هبیتات یعنی د ژوند د محل باید صحیح ساتنه وشي او په محل کې د انرژۍ د موجودو سرچینو څخه باید معقوله ګټه واخستل شي.
  • د فوسیلي موادو د انرژۍ پر ځای باید د لمر د انرژۍ څخه ګټه واخستل شي.

بیا ځلي دوران

له بیکاره موادو څخه د نوې ګټې اخیستنې عملیه د ه ددې پر ځای چې دغه مواد د ضایعه موادو په حیث لرې وغورځول شي د بیا ځلي دوران لاندې راوستل شي یا په بل عبارت د سرچینو څخه نوې او بیا ځلي ګټه اخستنه له بیا ځلې دوران څخه عبارت دي. د موادو له بیا ځلي دوران څخه موخه د موادو د ضایع کیدو مخنیوی دی.د طبیعي زیرمو سپما او د استوګنې د چاپیریال د ککړتیا مخنیوی دی، همدارنګه دموادو دبیا ځلې دوران او له هغې څخه بیا ګټه اخیستنه سربیره پردې ، چې د طبیعي زیرمو د لګښت مخینوی کیږي، د کورنۍ او هیواد په اقتصاد کې هم مرسته کیږي. د بیا ځلي دوران له لار ېد مواد د نوې ګټه اخیستنې لپاره لاندې عملیې سرته رسیږي.

بیکاره او ضایعه مواد، لکه پلاستیک، ډول ډول فلزونه، لرګې، کاغذ او نور راټولیږي، اړونده فابریکو ته لیږدول کیږي او په فابریکو کې اضافي مواد ورڅخه جلا کیږي. له میخانیکي او کیمیاوي عملیو څخه وروسته یې په ګټه اخیستونکو موادو باندې بدلوي او په ورځني ژوند کې ورڅخه کار اخلي.

بیا ځلې ګټه اخیستنه

هغه بیکاره مواد چې له یو لړ کیمیاوي او میخانیکي  عملیو  څخه وروسته په ګټورو موادو بدل او له هغوی څخه د اصلي موادو په بڼه ګټه واخیستل شي، له بیا ځلي ګټې اخیستنی څخه عبارت دي.

کله مو چیني لوښي  او ماتې شوې ښیښې د غور ځولو پر ځای جوړ کړي دي؟ که چیرې موتر ولرۍ کله مو د موتر زوړ ټیر جوړ کړی دی؟ که چیرې مو ځواب مثبت وي، په حقیقت مو بیا ورڅخه استفاده کړې او له بلی خوا مو د طبیعي سرچینو په سپما کې مرسته کړې ده. د خپل چاپیریال د پاکوالي له لارې مو خپل اقتصاد پیاوړی کړی دی.

د نوعو ساتنه

د ژوندیو موجوداتو د نوعو ساتنه د دوۍ نسل د بقا او د چاپیریال د ښکلا د ساتنې سره مرسته کوي. د نړۍ په ټولو هیوادونو کې قوانین جوړ شوي دي چې نه پریږدي په نا قانونه توګه د حیواناتو ښکار وکړل شي او یا ځنګلو په وهلو او جنګو سره دوۍ ترور کړل شي. که چيري په افعانستان کې جنګ نه واۍ او قانون ته پام لرنه شوې واۍ نو اوس به په افغانستان کې د مارکوپولو هوسۍ او مار خوړونکې اوزه نسل ډیر لیدل کیدو او دوۍ به د ختمیدو په حال کې نه وايي. دا دواړه ډوله حیوانات په نړۍ کې نادر دي او ډیر زړه راښکونکي دي.

(دولسم ټولګی)

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب