د هند ستر لارښود مهاتما ګاندهي

مها آتما یعنې ستر روح هغه ویاړلی لقب دی چې دهند ولس خپل مشر موهنداس کرم چند ګاندهي ته ورکړی دی .مهاتما ګاندهي که څه هم په یوه اشرافي کورنۍ کې زیږیدلی و،قانون یې لوستلی و او ستر وکیل واو په سیاست پوهیده ،خو ساده ژوند یې درلود او ساد ه ژوند یې خوښیده .دهند دغه ستر لارښود د عدم تشدد د فلسفې (ستیا ګراها)بنسټ ایښودونکی و.

دا هغه فلسفه ده چې د زورزیاتی او تشدد نه کرکه لري او د سوله ایزې لارې نه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره پر مبارزې ټینګارکوي . ده د هند دټولنې دټيټې طبقې خلکوته چې خلکو ځینې کرکه کوله او شوډرا یا سوډر ورته ویل کیده دهریجن یا شریفو نوم ورکړ.مهاتما ګاندهی په خپل عادی ژوند کې پخپله کورني کارونه کول ، کالی به یې پخپله وینځل،کوربه یې پخپله جارو کاوه ، څرخه یې درلودله او هم یې خپل ځان ته پخپله دخامتا نه کالی جوړول. ده یوه وزه (بزه ) درلودله او هغه به یې لوشله اود شیدیو (پیو ) نه به یې ګټه ا خیستله .ان چې کله به بهرنیو هیوادونو ته تلو نو داوزه به ورسره وه. په یوه وخت کې چې غوښتل یې په اورګا ډي کې کښینی نو یوانګریزي پوځي افسر ده ته پرمخ څپیړه ورکړه او غوښتل یې چې هغه په اورګاډي کې دکیناستلو نه منعه کړي،خوده ورته خپل بل مخ ورواړاوه او رته یې وویل پر دې مخ هم څپیړه راکړه !  انګریزي افسر وشرمیده او په همدې یو مخ ګرځولو سره یې دهغه د کلونو کلونو هغه ناوړه ذهن بدل کړ چې د مظلومو ولسونو د خلکو په وړاندې یې درلود.

مهاتما ګاندي
مهاتما ګاندي

یو وخت چې نوموړی دانګریزانو په بلنه لندن ته لاړ نو خپله وزه یې هم له ځانه سره بوتله .په هغه وخت کې دانګلستان مشر وزیر ( وزیر اعظم) وینسټون چرچیل و او هغه په ټوکه کې ګاندهی جي ته وویل چې ګاندهی جي ته خو دیوه ستر ملت لارښودیې او په یو لنګ او یو نیکر کې دلته راغلی یې؟ ګاندهي جي چې ډیر ځیرک او هو ښیار انسان و د هغه په ځواب کې ورته وویل چې تاسو خوپه دې دوو سوو کلونو کې زموږ هرڅه لوټ کړل ،نور مې هیڅ جامې نه درلودلې دغه یو لنګ او نیکر راپاتې و نو ځکه مې هغه واغوست .

ګاندهي جي په هند کې دهندوانو او مسلمانانو په یووالي ټینګارکاوه ،همداسبب و چې په پای کې دیوه هندو مذهبي افراطی او متعصب له لاسه ووژل شو. باید زیاته کړو چې دګاندهی جي دعدم تشدد فلسفه او س دنړۍ په زیاترو پو هنتونو کې تدریس کیږي .
ګاندهی جي دیر کتابونه لیکلي دی خو مشهور کتاب یې ( آزادي په نیمه شپه کې )نومیږي .


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب