د هغه وسائلو او شیانو د خرڅلاو حکم چې د خیر او د شر په دواړو لارو کې ترې استفاده کیږي.

زمونږ د علمي او فقهي ویب سایټ (المُلتقی الفقهي) د فېسبوک د مینه والو څخه د یو ورور پوښتنه داسې وه چې: د هغو شیانو خرڅلاو به څه حکم ولري چې د خیر اود شر په دواړو لارو کې استفاده کېدلی شي؟

مونږددې قدرمن ورور د پوښتنې په ځواب کې لیکو چې: په دې اړه ښاغلی أستاذ علّامة دوکتور ناصر بن سُلیمان العمر یوه فتوا لري او په دې لړکې داسې وايي: عموماً هغه مُختلط (ګډ) شیان چې د خېر او د شر په دواړو لارو کې ترې استفاده کیږي په اسلامي شریعت کې یو ځانګړې حکم لري او هغه دا چې: په هر څه کې چې همدا شیان په زیاته کچه استعمالیږي؛ نو حکم به ېې هم د هماغه اکثریت استعمال له مخې وي، مثلاً: که یو څوک پوښتنه وکړي چې د انګورو د خرځولو حکم به څه وي؟ نوکه چېرې زیات ګومان داسې وي چې دا اخستونکۍ شخص له دې انګورو څخه شراب جوړوي؛ نو په دې صورت کې خرڅوونکي شخص ته دا روا نه دي چې پر هغه باندی ېې خرڅ ګړي.

اسلامي شریعت وايي:که چېرې یو څه وسائل یا مال یواځې دګومان پر اساس داسی وي چې په حرامو کې استعمالیږي،خرڅول ېې حرام دي؛ نو څه فکر کوئ چې کله دا خبره د یقین مرحلې ته ورسیږي؛ نو بیا به څه حکم ولري؟

په عامه توګه سره په اسلامي شریعت کې ددې شیانو د خرڅلاو حکم دا دی چې جواز لري، خو کله چې ستاسې په ګومان داسې وي چې دا شخص ېې په حراموکې مصرفوي؛ نو ښکاره خبره ده چې په دې صورت کې هیڅ جواز نلري، أما که چېری تاسې په دې اړه یقیني او باورمند یاست؛ نو بیاخو په هیڅ صورت دا کار مشروعیت نلري او دا ځکه چې دا کار له هغه سره دګناه، زور زیاتي او دمنکراتو په خپرولو کې یو ډول ملاتړ دی، په داسې حال کې چې لوی څښتن تعالی دا کار پر مونږ باندې حرام ګرځولی دی، لکه چې په دې اړه خپلو بندګانو ته داسې لارښودنه کوي: ((وَ لا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإثْمِ وَ الْعُدْوَانِ )).(المائدة: 2 آیت).
ترجمه: او تاسې په ګناه او عُدوان ( ظلم او تېري) کې یو له بل سره مرسته مه کوئ.

نو په دې اړه یو مؤمن مسلمان ته ښايي چې د تقوی په زیور ځان سمبال کړي او یوه داسې تګلاره غوره کړي کومه چې له شک او شبهې څخه خالي وي، او دا ځکه چې تقوی زمونږ پر وړاندې په دنیا او آخرت کې د نېکمرغۍ لارې خلاصوي او قرآن کریم مونږ ته دا ډاډینه راکړې ده چې د همدې تقوی په نتیجه کې به تاسې ته له داسې ځای څخه روزي درکړل شي چې تاسې به ېې په اړه کله ګومان هم نه وي کړی، لکه چې لوی څښتن تعالی ارشاد فرمايي: ((وَ مَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً * وَ يَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ )).( الطلاق: 2 او 3 آیت ).

ترجمه: او هر هغه څوک چې له لوي الله تعالی څخه ووېریږي؛ نو د هغه لپاره به (ددنیوي او أخروي غمونو او دردونو) څخه د خلاصون لاره پرانستل شي او هغه ته به له داسې ځای څخه روزي ورکړل شي چې دده په ګومان کې به هم نه راګرځي.

و صَلّى اللهُ وَ سَلّمَ عَلى نَبِيّنا مُحَمّدِ وّ آله وَ صَحْبِهِ أجْمعِينَ.

لیکنه: استاذ فضل الله ممتاز

ژباړه : محمدخالد ملکزی

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ